په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت او د داعش بریدونه

صلاح الدین (ثاني)

لکه څنګه چې وینو په ګاونډي هېواد پاکستان کې د افغان کډوالو حالت او وضیعت ورځ تر بلې په خرابېدو ده او هره ورځ د پاکستاني حکومت له لوري د افغان کډوالو سره هغه ناوړه چلند کیږي، لکه د یهودو له لوري چې په فلسطین کې کیږي. زه دا خبره د احساساتو له مخې نه بلکې د اسلامي او  انساني همدردي له مخې کوم.

د پاکستان له لوري د افغان کډوالو سره دا وحشت او ورسره په څنګ کې د داعش بریدونه څه معنا؟

١: په قبایلي سیمو کې د داعش بریدونه د پاکستان له (ISI) سره تړلي او پلان شوي بریدونه، چې یواځې قبایلي سیمې یې په هدف کې راوستي ترڅو نړیوالو ته
په قبایلي سیمو کې د (TTP) فعال حضور وښايي او ورسره په عامه ځایونو، مساجدو، مدارسو کې د داعش شتون په ګوته کړي.
او له دې څخه تر ټولو ستر او لوی هدف یې دادی چې نړیوالو ته د دې ډلو راتګ او سرچینه د افغانستان موجوده حکومت وښیي.
داعش غواړي چې خپل وحشیانه بریدونه په قبایلو سیمو کې په عامو خلکو ترسره کړي او د دې ترشا د پاکستاني استخباراتو لاس دی، ځکه چي د (خان) په نوم داعشي سره یي دا تړون په مخفیانه توګه امضاء کړی.

٢: د افغان کډوالو زورول او له کورونو څخه شړل.
د پاکستان حکومت ځکه افغان کډوال له کورونو څخه باسي چې د پاکستان ملت یا هغو کورنیو ته یې قرباني شوي ځانونه خدمتګاران معرفي کړي او هغه پلان شوي استخباراتي بریدونه چې له داعش سره یې کوي پټ کړي، داعش هم د شیطاني مکر له مخې ددې بریدونو پړه په غاړه نه اخلي، ځکه چې د پاکستان حکومت تر پوښتني لاندې راځي.
او بل د پاکستان حکومت او داعش په منځ کې هیڅ توپیر نشته او د دې دواړو معنوي استاد (اسرائيل) دی.
لکه څنګه چې یهودو فلسطینیان له خپلو کورونو وویستل، داعشو هم په افغانستان کې د ننګرهار په ولایت کې افغان مسلمانان له کورونو وویستل او همداسې د پاکستان حکومت هم اوس لګیادی او په قبایلي سیمو کې عام مسلمانان له کورونو باسي او ظُلم ورباندې کوي.
اسرائيل د فلسطین دعوه کوي او مسلمانان وژني، داعش د خلافت دعوه کوي او مسلمانان وژني او پاکستان بیا  د ترهرګري او بې ثباتي دعوه کوي او مسلمانان وژني.
دا درې واړه هغه شریر او له فساد څخه ډک دولتونه دي، چې د اسلامي، انساني، او بشري حقونو، په حق کې په بنا سترګو ظلمونه کوي او د غرب د حقوقي بشر غوښتونکي دعوه داران یې په رڼو سترګو ننداره کوي.

او په آخر کې هم د پاکستان حکومت ته وایم؛ چې د داعش خوارجو بُزدلانه او د مسلمانانو په وړاندې وحشیانه بریدونه چې رهبري یې ستاسو په لاس کې ده، د افغان مظلومو کډوالو څخه یې زور مه باسئ.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version