په وروستیو کې یوې خپرندویې ادارې چې نوم یې المرصاد دی په کار پیل وکړ، دوی د معاصرو خوارجو په وړاندې مبارزه پیل کړه او د دوی په اړه یې جالب مستندات نشر ته وسپارل، المرصاد په مدلل ډول وښوده، چې اوسني داعش خوارج دي او د داعش د خارجیت ثبوت یې اُمت ته وړاندې کړ. د المرصاد ایجاد خوندور پیل دی او د دوی دا کړنه د مؤمنانو د زړه یخېدل دي، المرصاد پخپلې وړتیا وکولای شوای، چې ټول مسلمه اُمت ته د پلیتې ډلې څهره روښانه کړي. المرصاد زما د دید له مخې په حقائقو ولاړه رسنۍ ده، چې د خپل خواږه خدمت له مخې یې زموږ په زړونو کې ځای وموند. المرصاد د موسادي فتنې د محوې لپاره په زړه پورې اقدام کړی، چې موږ ترې په بار-بار مننه کوو، د داسې یوې رسنۍ ایجاد لازمي عمل و، لله الحمد د اُمت ویښو زلمیو دا خلا ډکه کړه او زموږ جهادي تنده یې خړوبه کړه. په المرصاد نوي اصدار کې د فقیر محمد درویش ویاندویي او د امین حیدري زړه را ښکونکې ترانې جالب رول روبولی، د صحنو خوندوره عکاسي او په اعلیٰ نظم ولاړ پیوند یې ښکلا څو چنده کړې وه. المرصاد د ځوانانو د فکري سمون لپاره بهترین او غوره اقدام دی، د دوی د پیاوړتیا لپاره په قلموالو، ویښ فکرو او روڼ آندو غږ کوم، چې ملاتړ یې وکړئ او خپلې هڅې مه ترې سپموئ، ځکه: دا سنګر د دوی د محوې لپاره پرانیستل شوی، چې نتېجه به یې ډېره مثبته او په زړه پورې وي. راځئ! المرصاد تعقیب کړو، وې ستایو او وې پالو، تر څو هغو ځوانانو ته روحیه ورکړو، چې په دې زرین عمل یې کار کړی.
د المرصاد ویب په اړه د عامر تأثرات
- ابوحمزه مؤحد
- Categories: خوارج العصر, شنني او لیکني, مهالني تبصري
اړونده محتوی
له اوج تر زواله؛ لس کاله وروسته د داعش د بشپړې ماتې روایت لومړۍ برخه
لخوا
هرماس الافغاني
دسمبر 11, 2025
آزاد کشمیر که د پوځي لوبو میدان؟
لخوا
هرماس الافغاني
دسمبر 10, 2025
د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! نهه پنځوسمه برخه
لخوا
هرماس الافغاني
دسمبر 10, 2025
د داعش خلافت؛ د وحشت غوښتونکو روایت! شپږمه برخه
لخوا
هرماس الافغاني
دسمبر 9, 2025
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم غزاګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! درې دېرشمه برخه
لخوا
هرماس الافغاني
دسمبر 9, 2025
خوارج د اسرائیلو او امریکا جوړه شوې فابریکه!
لخوا
هرماس الافغاني
دسمبر 8, 2025