په هیره مواخذه شته؟

لیکوال: احمد الله عاطفي

قال الله تبارک وتعالی:.. وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُمْ بِهِ وَلَكِنْ مَا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ… ( الاحزاب: ۵)

ژباړه: او په هغه څه کي کومه ګناه درباندي نشته چي په کي خطأ شئ، لیکن په هغه څه کي (ګناه شته) چي ستاسو زړونو ئې قصد کړی وي…

عن أنس بن مالك (رضي الله عنه) قال: قال رسول الله (صلى الله عليه وسلم): اللَّهُ أَفْرَحُ بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَحَدِكُمْ، سَقَطَ عَلَى بَعِيرِهِ، وَقَدْ أَضَلَّهُ فِي أَرْضِ فَلاَةٍ.

وفي رواية (مسلم): الَلَّهُ أَشَدُّ فَرَحًا بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ حِينَ يَتُوبُ إِلَيْهِ، مِنْ أَحَدِكُمْ كَانَ عَلَى رَاحِلَتِهِ بِأَرْضِ فَلَاةٍ، فَانْفَلَتَتْ مِنْهُ وَعَلَيْهَا طَعَامُهُ وَشَرَابُهُ، فَأَيِسَ مِنْهَا، فَأَتَى شَجَرَةً، فَاضْطَجَعَ فِي ظِلِّهَا، وقَدْ أَيِسَ مِنْ رَاحِلَتِهِ، فَبَيْنَا هُوَ كَذَلِكَ إِذَا هُوَ بِهَا، قَائِمَةً عِنْدَهُ، فَأَخَذَ بِخِطَامِهَا، ثُمَّ قَالَ مِنْ شِدَّةِ الْفَرَحِ: اللهُمَّ أَنْتَ عَبْدِي وَأَنَا رَبُّكَ! أَخْطَأَ مِنْ شِدَّةِ الْفَرَح.(متفق علیه)

ژباړه:له حضرت انس بن مالک (رضی الله عنه) نه امام بخاري او امام سلم(رحمهما)روایت کوي:حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل:(اللَّهُ أَفْرَحُ بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَحَدِكُمْ، سَقَطَ عَلَى بَعِيرِهِ، وَقَدْ أَضَلَّهُ فِي أَرْضِ فَلاَةٍ.): یقیناً دالله(عزوجل) خوښي دخپلو بندګانو دیو بنده په توبه له دېنه زیات دی چې یو ستاسو خپله(ورکه شوې) اوښه په بیابان کې ومومي.

وفي رواية(مسلم): الَلَّهُ أَشَدُّ فَرَحًا بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ حِينَ يَتُوبُ إِلَيْهِ، مِنْ أَحَدِكُمْ كَانَ عَلَى رَاحِلَتِهِ بِأَرْضِ فَلَاةٍ، فَانْفَلَتَتْ مِنْهُ وَعَلَيْهَا طَعَامُهُ وَشَرَابُهُ، فَأَيِسَ مِنْهَا، فَأَتَى شَجَرَةً، فَاضْطَجَعَ فِي ظِلِّهَا، وقَدْ أَيِسَ مِنْ رَاحِلَتِهِ، فَبَيْنَا هُوَ كَذَلِكَ إِذَا هُوَ بِهَا، قَائِمَةً عِنْدَهُ، فَأَخَذَ بِخِطَامِهَا، ثُمَّ قَالَ مِنْ شِدَّةِ الْفَرَحِ: اللهُمَّ أَنْتَ عَبْدِي وَأَنَا رَبُّكَ! أَخْطَأَ مِنْ شِدَّةِ الْفَرَح.

ژباړه: الله(عزوجل)دخپل بنده په توبې له هغه چانه زیات خوشحاله کیږي،چې په(یوستر)بیابان کي خپلي اوښي سره چې خواړه،څخاک(دضرورت ټول سامان) پرې باردی دی،تېښته وکړي،له میندلو ئې ناامېده شي،دیوې ونې سیوري لاندي په ناامیدۍ (دمرګ اندېښني) سر کېږدي (خوب غلبه وکړي ویده شي، چې کله سترګې ورڼوي) خپله اوښه خپل خواکې وويني(چې دژوند ټول اسباب ئې سلامت پرې بار دي) داوښې رسۍ ونیسي له ډېره خوشحالی په خطأ سره ووایی:(اللهُمَّ أَنْتَ عَبْدِي وَأَنَا رَبُّكَ!) یا الله (عزوجل) ته مې بنده او زه د رب یم!، په دې تر تیب د زیاتي خوشحالۍ نه دکلماتو په ادأ کولو کې اشتباه،غلطي یاسهوه کوي.

دهمدې روایت په شروحو کي ځینو محدثینو لیکلي: یو تن مسافر چې په اوږد سفر روان وو، دژوند ټول سامان ئې(خواړه او مشروبات) په اوښه بار وو، دغرمې وخت کې دیوې ونې لاندي دمه شو،خوب پرې غلبه وکړه ویده شو،چې کله وېښ شو ویني چې اوښه ئې نشته،سر ګردانه په هر لور ئې پلټنه وکړه درک ئې معلوم نه شو،ستړی او ستومانه بېرته دهمدې ونې سیوري ته راوګرځيد، له ژونده ناامېده شو،ځکه نه خواړه لري او نه څخاک،دیو عالم خفګان سره ئې سر کېښود سترګې پټي شوې، چې کله وېښ شو ویني چې اوښه ئې د بار سره سلامت خواکې ولاړه دی، له دېرې خوشحالي ئې داوښ رسي ونیوله او په غلطي سره ئې کلمات خطا شول.

په هېره وتلو،ناپوهي او خطا سره دیو کار یا خبره کولوکې نه ګناه شته اونه مواخذه.

خو دا باید په یاد ولرئ، چې الله سبحانه وتعالی خپلو مکلف بندګانو ته داسي اسباب او ارزښتونه عنایت کړي چې دهغه په قوت اوعمل انسان له هیرې او خطا نه ځان ساتلی شي،داسي نه چې هرځل ټوله ګناه په هیرې، سهوې، اشتباه، ناپوهۍ او خطأ واچولی شي .

اوس پوښتنه دا دی چې په سهوې او خطا مواخذه نه وي بیا سیدنا حضرت آدم او بي بي حوا (علیهماالسلام) ولې مواخذه شول؟.

لمړی: دالله سبحانه وتعالی دمقربو بندګانو مقام او ارزښت دومره لوړ دی چې هغوی باید هغه اسبابو ته متوجه وي چې الله سبحانه وتعالی ورته عنایت کړي،چې له هغو څخه په استفادې او کارولو دهېرې ،خطا، اشتباه او سهوي د رامنځ ته کیدو امکانات محدودیږي.

دویم: د مقربو بندګانو مقام اوارزښت دومره لوړ دی چې د معمولي سهوې،اشتباه او خطا پوښتنه هم ترې کیږي، په همدې بنأ د آدم (علیه السلام) نافرماني ته دلغزش خطاب ورکړل شو او خپله آدم (علیه السلام) سمدستي متوجه کیږي، رجوع او توبه کوي،عفوه او بخښنه غواړي، چې دا خپله دلیل دی په غفلت.

داسي حقیقتونه په انساني ټولنې کې زیات پیښیږي، دبیلګې په توګه ډېر ځله یو واکمن خپل لوړپوړي چارواکې او حتی وزیر په یو کارمواخذه کوي چې عام خلک پرې نه شي مواخذه کیدی، ځکه دهغوی مقام دا نه دی چې د سهوې، اشتباه او خطا متحمل شی.

دویم: دا د محمد(صلی الله علیه وسلم) اُمت ویاړ او ارزښت دی چې په سهوې،غلطي او اشتباه،نه مواخذه کیږي،بلکه تنبه ورکول کیږي، خو پخواني امُتونه د دې ارزښت نه بې برخې وو.

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَال: إِنَّ اللهَ تَجَاوَزَ لِي عَنْ أُمَّتِي الخَطَأَ وَالنِّسْيَانَ وَمَا اسْتُكْرِهُوا عَلَيْهِ.(رواه ابن ماجه والبيهقي و…)

ژباړه: حضرت عبد الله ابن عباس (رضی الله عنهما) فرمايي: وفرمایل حضرت رَسُولَ اللهِ (صل الله عليه وسلم): یقیناً الله(عزوجل) زما او زما دامت له خطا،هیره وتل او هغه چې په زور پرې تحمیل شي تیر شوی یعني عفوه او بخښنه ئې ورته

احمد الله عاطفي هیره

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version