په هغو وروڼو پسې ژاړم چې زه يې نه يم ليدلی

لیکنه : قاري حکیم اللّه صابري

کله چې په حجة الوداع کې په جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم دغه مبارک آيت نازل شو (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا) (المائده 3) ابوبکر صديق رضی الله عنه چې کله دغه مبارک ایت واروید په ژړا شو صحابه کرامو هغه ته وويل : څه شي وژړولی ځکه دا خو هم د نورو آيتونو په شان يو آيت دی کوم چې په رسول الله صلی الله عليه وسلم نازليدل ، ابوبکر صديق رضی الله عنه وويل : دا آيت د جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم د مرګ خبر دی .

د حجة الوداع د را ګرځيدو (9) ورځې وروسته جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم دردونه شروع شول او ويې فرمايل : غواړم د احد د شهيدانو زيارت ته لاړ شم ، د احد د شهيدانو زيارت ته يې تشريف يوړ د هغوی د قبر تر څنګ ورديد او ويې فرمايل : اسلام عليکم ای د احد شهيدانو! تاسې مخکې شوئ او مونږ به هم ان شآء الله تاسې سره پيوسته شو ، او زه هم تاسې سره يو ځای کيږم .

د زیارت د واپسۍ نه پس جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم وژړل اوښکې يې تويې کړې ، صحابه کرامو رضی الله عنهم وويل : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم د څه په خاطر مو وژړل ، جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د خپلو وړونو په فراق کې مې وژړل صحابه کرامو وویل : ايا مونږ دې وروڼه نه يو ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : تاسې زما ملګرې ياست ، مګر وروڼه مې هغه کسان دي چې زما څخه وروسته راځي هغوی زه ليدلې نه يم خو پر ما باندې ایمان راوړي .

(الله تعالی مونږ ددې کسانو څخه وګرځوي کوم حضرت محمد صلی الله علیه وسلم يې په محبت کې اوښکې تويې کړې دي)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version