په منځني ختيځ کې د ايران ناکام سياست

ناصر سعید

د افغانستان ګاونډيانو تر اوسه اسلامي امارت ندی درک کړى. د دوى له څرګندونو داسې معلومېږي ګويا افغانستان اوس هم د 1990م کال افغانستان دى، حال دا چې افغانستان نور د نړۍ د بادشاهۍ خوبونه ويني.
د فلسطين مسئله رښتيا هم چې د ټول مسلمه ملت قضيه ده او په اړه يې بايد په ګډه تصميم ونيول شي
خو په منځني ختيځ کې د ايران ناکام سياست دغه سيمه له يو سخت ګواښ سره مخ کړې ده، ايران هلته شيعه اقليتونو ته مرستې ورکوي ترڅو هغه مضبوط شي او هغه سيمه د ايران تر نفوذ لاندې راشي، همدغه سياست د ايران او خليجي هېوادونو اړيکې خرابې کړې دي.
تاسې باوري اوسئ چې ايران په منځني ختيځ کې د اسرائیلو سره کومه ستونزه نلري ايران او اسرائيل دواړه لګيا دي تر څو هلته ميشت سُني عرب له منځه یوسي.
ايران په عراق کې څه کوي؟
ايران په سوريا کې څوک وژني؟
ايران په يمن کې څه وکړل؟
د عرب دولتونو د فلسطين په جنګ کې د نه دلچسپۍ يو مهم علت دا هم دى چې حماس له ايران سره پاخه روابط لري.
ښاغلى قُمي چې د فلسطين د جنګ لپاره له افغانستانه استشهادي کنډکونه غواړي، ولې حزب الله ته د جنګ امر نکوي؟ کوم چې په سیمه کې له هر لحاظ قوي او مضبوط دي.
ولې ايران له حماس څخه رښتينى ملاتړ نکوي؟
د دوى قواوې چې په سوريه کې سُني مسلمانان په شهادت رسوي، ولې له اسرائيلو سره نه جنګېږي؟
تعجب دا ده چې په سوريه او عراق کې سُنيان وژني، کورونه يې ویجاړوي، جوماتونه يې تخريبوي او په فلسطين کې يې ننګه کوي؟
د قُمي څرګندونې په ډاګه کوي چې ګواکې افغانستان د جنګياليو مرکز دى، کومې چې ډېرى غير مسؤلانه دي.
که ايران په سيمه کې خپل ناکام او له تعصب ډک سياست ته تغير ورکړي، ممکن هلته نسبي امن قائم شي او د يو خپلواک فلسطين د جوړېدو لپاره به ګام پورته شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version