په سوريا کې د داعش زعيم څنګه ووژل شو؟

ژباړه : عبدالکریم امت زوی

 

آخر هم داعش د څلورم زعيم وژنه ومنله او د نوي زعیم د ټاکلو اعلان یې وکړ.

د نوي وياند په خبرو کې تعجب خبره دا وه، چې د داعش زعيم په ادلب کې د حاکمې ډلې تحرير الشام لخوا وژل شوی او جسد یې ترکیې ته سپارلی او همداراز یې وویل چې سابقه وياند یې هم نيولی دی. دا هر څه د ترکیې د رئيس طيب اردوغان د خبرو سره په ټکر کې دي، چې ويلي یې وو، د ترکيې استخباراتي ځواکونو د سوریې ملي ځواکونو په ملتيا د سوریې جندريس ښار کې (چې د ترکیې د نفوذ لاندې سيمه ده) د داعش مشر په عملياتو کې له منځه وړی.

په هر حال، وروسته د څو مياشتو د زعامت څخه د داعش د څلورم زعيم وژل، څو مهمې پايلې توثيقوي.

 

اول، دا چې داعش خپلې اخري شېبې شماري، تر دې چې د خپلو زعيمانو حفاظت نشي کولای. وروسته له هغې چې، داعش جغرافيوي شکست وخوړ، خپل څلور، زعيمان یې له لاسه ورکړل. وروستی زعيم یې کال لا نه وو پوره کړی او ځان یې هم لا ښکاره کړی نه وو، حتی خپلو ملاتړو ته د رهبرۍ او معنوياتو د لوړوالي پخاطر یې د يو صوتي پیغام د خپرېدو وخت هم پیدا نکړ او مخکې له مخکې له منځه ولاړ.

له دې سربیره داعش په سوريا کې په لسګونه د لومړي صف مشران له لاسه ورکړل، چې تر ټولو مهم یې د خارجي عملياتو مسؤل خالد الجبوري، په سوريا کې د عملياتو مسؤل ابو ساره العراقي او محمد الحاجي وو.

د داعش لخوا تحرير الشام ته د څلورم زعيم د وژنې منسوبیدلو وروسته د تحرير الشام لخوا يو بيان صادر شو، چې د ابو الحسين په وژلو کې یې هر ډول لاس لرل رد کړل.

دا کار د داعش په پراخ استخباراتي اختراق دلالت کوي، يوازې د نړيوالو استخباراتي سازمانونو له لوري څخه نه، چې په پرمختللو وسایلو سمبال دي، بلکې د تحریر الشام په څېر د يوه کمزوري استخباراتي ارګان لخوا چې دومره وسايل هم نلري، سره له دې یې بيا هم دغه عملیات د خپل واک د سيمې څخه بهر په کاميابۍ سره ترسره کړل. دا د داعش د قيادت په هغه کمزوري استخباراتي سیاست دلالت کوي، چې د داعش مشران یې تعقيبوي.

دې خبرې ته اشاره مهمه ده، چې داعش د استخباراتي انضباط له پلوه ډېر منظم دی، د هغو زړو متقاعدو عراقي استخباراتي افسرانو په برکت چې تر اوسه د استخباراتي چارو واګي په لاس کې لري، اګر که د 2019 څخه وروسته یې د دغو له جملې ډېری له لاسه ورکړي.

دا مشکله ده، چې د داعش د نوي زعيم په اړه پيش ګويي وکړو، ليکن دا آسانه ده، چې ووايو چې داعش ټول مشران له لاسه ورکړي.

او که چېرې وغواړي، هغه معيار ته ژمن پاتې شي، چې دوی د زعيم د ټاکلو لپاره شرط ګرځولی، (چې جسد به یې سالم وي او قريشي به وي)، نو دا معیار بيخي عدم دی.

 

له دې مخکې داعش، ابو ابراهيم القريشي ټاکلی وو، سره له دې چې هغه ترکمن وو او نسب یې قريشو ته هېڅ نه ورکرځيده، چې دې کار داعش د خپلو دُښمنو ډلو (القاعدې او تحرير الشام ) د خندا آله وګرځوله.

داعش به ډېر جهد او مشقت ته ضرورت ولري، چې د نوي زعيم مشروعيت تثبيت کړي، ځکه چې نه يې هويت معلوم دی او نه هم نسب،

او نوی زعيم اړ دی، چې بايد تغييرات راولي، ځکه په مرکزي سيمو، لکه؛ عراق او سوریا کې د ختميدو په درشل کې دي او په ليرې ولایتونو کې د داعش څانګې تر ډېره مستقلې دي، چې دا خبره نوی زعيم د يوې نوې ننګونې مخ ته دروي.

او د دې حالته د زعيم سالم وتلو خبره لا ډېر ه لرې او وختي ده.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version