خالق یار احمدزی
وړمه ورځ د بریتانیې شهزاده «هري» خپل د خاطراتو په کتاب کې چې تازه خپور شوی، یو نادر اعتراف وکړ، هغه اعتراف چې له کلونو یې افغانانو ادعا درلوده، خو د دوی تر چتر لاندې لاسپوڅي افغان نما رژیم چارواکو تر پرونه، خیالي تبلیغات بلل.
شهزاده ولیکل چې په افغانستان کې یې ٢٥ کسان وژلي او په وینا یې چې« ددغو ٢٥ کسانو د وژلو پر وخت ما داسې فکر کاوه چې دا انسانان نه دي، د شطرنج دانې دي. »
نادره خو داده چې نوموړی وایي چې نه پر دې کار فخر کوي او نه هم پرې خپه دی، ځکه وژل شوي افغانان وه.
تر دې مهاله د یاد شهزاده څرګندونو ته په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو کسانو غبرګون ښوودلی، خو د هغه مهال د واکمن رژیم هیڅ کوم چارواکي یې په هکله تبصره نه ده کړې.
دا وه د هغه بشرپالو او انسان دوستو یو کوچنی اعتراف؛ تر دې ور آخوا چې دوی په ړوندو بمباریو، وحشیانه شپنیو چاپو او نورو عملیاتو کې څومره زیاتې وژنې کړې، یوه خدای ج ته یې مالومات شته، خو وخت پر وخت به دا جرائم د دوی په ژبو په غیر اختیاري توګه همداسې جاري کیږي او د کسات لپاره به یې الله ج خلک پیدا کوي.
د دغه بریتانوي شهزاده څرګندونې دا ښیي چې دا د دوی فردي تصمیم نه، بلکې د دغه هیواد د پوځ پالیسي وه چې په افغانستان کې خپلو عسکرو ته په عملي صحنه کې انسان وژنه ور زده کړي؛ دغه راز دا هم جوته شوه چې په افغان جګړه کې ښکیلو هیوادونو دلته خپلې نوې او ممنوعه وسلې هم امتحان کړي دي.
ګیله ځکه نه کوو، چې دغه ماتې خوړلي دښمن به خود دا جنایت کاوو، ځکه دا یې دریم ځل تیری وه، چې د افغانستان په دښتو کې له فضیحانه او شرموونکې ماتې سره مخ کیږي.
د وخت افغان نما چارواکي هم د بهرنیانو د جنګي جنایاتو تشویقوونکي وو او هیڅکله یې د ملکي افغانانو د ژوند، سر او مال پوښتنه له بهرنیانو ونه کړه.
د وخت شاشجاع «اشرف غني» پر شینوارو د امریکا د تر ټولو لوی غیر اټومي بمب د اچولو حمایت وکړ، هره ورځ به یې په ډېر ویاړ د طالبانو تر عنوان لاندې د افغانانو له وژلو څخه په ډېر افتخار یادونه کوله، د تیرې ادارې پرمهال له افغانانو له ژوند او عزت سره عدم علاقه د ارګ له سړو او بې روحه اعلامیو څخه ټولو ته ښه څرګنده وه.
وایي ځینې چې په پردي اخور لوی شي، د خپلوي هیلې باید ورته ونه شي؛ زمونږ د تیرې شل کلنې ادارې عالي جنابان، چې ملت به څومره جګړو او اورونو په منځ کې وه، هومره به دوی یې نندارې ته د خوشالي احساس کاوو، په ډاګه به یې د خپل مقاومت نسبت واشنګټن ساتنې ته کاوو؛ تل به یې د بهرنیانو په مالي /ځاني زیانونو د ویر ساندې وهلې، خو تر پایه یې د کوم افغان په درد، د غم اوښکې توی نه کړې.
دغه افغان نما چارواکي چې له افغانستانه د بهرنیانو د وتلو پرمهال ، د هغوی له کډو سره یوځای یې بسترې وتړلې، داسې روزل شوي وه، چې د باور له مخې، تر هغو یې نوي نسل ځای نه وي نیولی، دوی ته به د افغانیت نوم هم پیغوریز نښان ښکاري.
که له دې کرایي غلامانو یو قدم ور تیر شو او د بشر حقونو دعوه داران و ارزوو، نو له دې کوچني اقرار څخه یې فهمولای شو، چې دوی تر کومې کچې بشریت ته احترام درلود /لري.
په داسې حال کې چې «هري» او ملګري یې دلته د اشغال لپاره راغلي وه، د افغانستان ځمکه او فضاء یې تر ظالمانه چتر لاندې راوستې او د افغانانو پر سرونو یې میچنې څرخولې؛ بیا هم تر دې مهاله د نوموړي تازه اقرار ته د بشري حقونو سازمان، نړیوالې جنایي محکمې، د بښنې نړیوال سازمان، ملګرو ملتونو، د امنیت شورا، د امریکا او اروپایي هیوادونو مشرانو، د لسګونو مسلمانو هیوادونو ولسمشرانو، د علماؤ نړیوالې اتحادیې، لویو دیني او فکري بنسټونو او ګاونډیو هیوادونو او….. یو کوچنی غبرګون هم نه دی ښوودلی.
بالمقابل که یوه افغان چارواکي ورته ادعا کړې وای چې د خپل هیواد د آزادي، له خپلې عقیدې، ناموس او عزت څخه د ساتنې په پار یې څو تنه بهرني پوځیان وژلي، تاسو به د نړیوالې بشردوستې نړۍ د زړه سوي شعاریزې چیغې لیدلې وای.
هغوی چې پرون یې د جورج بوش د صلیبي جګړې اعلان ته د شک په سترګه کتل، اوس باید پر دې وپوهیږي، چې تیر شل کلن انقلاب کې امریکا او ملګري یې دومره بشردوستان هم نه ول، چې د القاعده د بیخکني لپاره هلته ۲۰کلونه په ټریلیونونه ډالر مصرف کړي، هغوی یواځې صلیبي افکار درلودل او دلته یې د پلې کیدو لپاره، له جګړییزو، فکري، فرهنګي او هرې ممکنه لارې کار واخیست، څو افغان ټولنه پرې ښکار کړي.
هوکې؛ له پورته تبصرې څخه څرګنده شوه، چې نړیوال څوک وه، ولې یې مونږ افغانان په دلۍ دلۍ وژلو او ولې مو پر ډلییزه وژنه خوښ دي.
په پای کې….!
افغانانو ته د پرديو او خپلو جنایات یو ډول ښکاریدل، ځکه کومو افغانما څیرو ته چې دلته تاج او تخت ور سپارل شوي وه، د همدې لپاره وه چې یا د افغانانو وجودي ځواک ختم کړي، یا یې فکري دوستان کړي؛ هغوی خپلو بهرنیو بادارانو ته د نزدیکت او له هغوی د امتیازاتو د ترلاسه کولو په خاطر، د خپلو افغانانو په سر سوداوې کولې .
مونږ ویلای شو؛ څومره چې د هغه مهال د کابل کاواکه رژیم مستقیماً د افغان ولس په عام وژنه کې لاس درلوده، همدومره یې بهرني باداران هم د خپلو ګوډاګیانو د نه کنټرول او بي پروایی له امله په همدې جنایاتو کې ورسره شریک وه. ګویا د ملکي تلفاتو اصلی عاملین هغه ځواکمن نړیوال قوتونه دي، چې د کابل رژیم پالنه یې کوله خو کنټرولول یې نه..!
امریکا او متحدین یې د افغانانو پوروړي دي باید د ټولو و اوښتو خساراتو جبیره ورکړي او په نړیواله کچه له دغه ځورېدلي ملت څخه بښنه وغواړي، خو داسې بښنه چې په ملګرو ملتونو سازمان او په تاریخ کې ثبت شي