په تېرو دوو کلونو کې د ا.ا.ا لاسته راوړنې

قلب الاسد الافغاني

د یو نظام له صفر څخه شروع کول، په کمو امکاناتو یې تمویلول او په دومره کمه موده کې یې د نړیوالو د د اټکل خلاف تقریباً په پښو درول؛ د صادقو رجالو له صادقانه کړنو پرته له ممکنیت څخه بر د ممتعنیت پوړ ته ځان هسکوي.

ځکه مخکې مو ډېر تش په نوم افغاني وګړي د افغانیت په جامه کې ولیدل؛ چې د ټولو امکاناتو له موجودیت سره-سره یې بیا هم د افغانستان لپاره هېڅ بنیادي کار ته زړه ښه نه کړ او نه یې هم د افغانانو بنیادي ستونزو ته د حل لار پیدا کړه.

خو ا.ا.ا د هېواد د آبادۍ او ښیرازۍ لپاره په پوره میړانه مټې را ونغاړلې او په هېواد کې یې د سرتاسري امنیت سره-سره د هېواد آبادۍ او زرغونولو ته کار وکړ.

ځینې خلک په هېواد کې د امنیت لامل د مخالفینو نه موجودیت یادوي، خو دا خبر باید سالم عقل په بې ځایه پروپاګند ور حمل کړي؛ ځکه د مخالفو ډلو او ټپلو نومونه اوس له پخوا زیات دي، چې په مختلفو نومونو د ا.ا.ا مخالفت کوي، خو اصلاً خبر دا ده؛ چې په هېواد کې مو د امنیت لامل له حکومت سره د هېوداوالو پوره همکاري او مدد او همدارنګه د مجاهدینو د هېواد امنیت ته پوره ژمنتیا ده.

له بله اړخه که مخکنیو نظامونو او حکومتونو ته کره کتنه وکړو؛ نو د اوسني نظام په پرتله به یې خورا زیات امکانات له ځانه سره لرل، خو هېوادوالو او ملت ته یې د هېڅ بنیادي کار زمینه برابره نه کړه، نه یې هم د هېواد لپاره کوم عملي بنیادي اقدام وکړ، بل خوا ا.ا.ا په کمو امکاناتو سره د هېواد د آبادۍ هرې برخې ته ځانګړې توجه او کار پېل کړی دی؛ د هېواد مهمې پروژې یې عملي کړې، بندونه، چک ډیمونه او کانالونه یې ورغول، په ډېر شمېر ولایتونو کې یې خورا زیاتې څلور لارې په نوو بڼو جوړې کړې، د هېوادوالو لپاره یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول کارونه پیدا کړل، د اغیزمنو هېوادوالو سره یې تر خپله وسه د مرستې لمن پراخه کړه، د داخلي او بهرنیو سیلانیانو لپاره زمینه برابره شوه، چې زرګونه سیلانیان د منظرې لپاره راځي، په نشه یي توکو روږدو کسانو ته یې د خوراک څښاک او درملنې ځایونه برابر کړل، له بهرنیو هېوادونو سره یې سیاسي او ډیپلوماټيکې اړیکې وپاللې، د موجوده فشارونو سره-سره یې بیا هم د اسلام په تار ځانونه محکم وساتل او په ټوله کې یې د افغانانو په خوښه او د الله تعالی جل جلاله په نصرت یو قوي نظام جوړ او ځان یې د نړۍ سره په هره برخه کې د سیال کېدو په لور روان کړ.

همدا مو د اوسني نظام د مش نمونه خروار لاسته راوړنې په څو لنډو کرښو کې وپییلې.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version