په افغانستان کې د داعش سياست او موخې

درېمه برخه

طاهر احرار

 

د امريکا د سياستونو د پرمخ بېولو لپاره داعش درېيم يرغل په ټول افغانستان کې په شيعه نظريه لرونکو باندې وکړ.

د قضيې يو اړخ دا چې شيعه ګان څنګه، څوک دي.

خو بل اړخ يې دا دى، چې په اسلام کې مذهبي آﺯادي څه حکم لري.

داعش د دې لپاره چې منطقه نا آمنه کړي او افغانستان هم د عراق په شان د جګړې په مرکز بدل کړي، خلک په شيعه او سُني تقسيم شي، په خپل منځ کې وجنګېږي او امريکا خپلې موخې ته ورسېږي، په شيعه ګانو باندې په مختلفو وختونو کې عمليات کوي او هغوى وژني، اصلاً دوى غواړي چې د شيعه ګانو پخواني جګړه ماران او يا پخوانۍ ډلې، لکه فاطميون اړ کړي ترڅو د بدل اخېستلو لپاره په سُنيانو بريدونه وکړي او يا لږ تر لږه په شيعه مېشتو سيمو کې د ځان ساتنې په نوم بغاوت رامنځ ته کړي، خو الحمد لله چې مشران مو ﺯېرک او متوجه دي، هيڅ چاته هم له خپلو حدودو د وتلو اجاﺯه نه ورکوي، همدا شان شيعه مشران هم پوهيږي، چې د بريدونو موخه څه ده ځکه خو د افغانستان ټول شيعه اوسېدونکي د اميرالمٶمنين له هر فرمان ملاتړ کوي او اطاعت يې کوي.

مهمه دا ده چې په افغانستان کې د امريکا سیاستونه پرلپسې ناکاميږي.

مثلا: په ننګرهار کې د حنفي او سلفي سياست.

په شمال کې د فارسي ژبې او پښتو ژبې سياست.

په ټول هېواد کې د شيعه، سُني سياست.

پورتنۍ پروژې داعشيانو قرارداد کړې وې، خو تکميل يې نکړلی شوې، د هغې وجه دا وه، چې دلته اوس ملت متحد دی حتى د امارت سر سخته مخالفين هم د امارت اطاعت کوي، خلک پوهېږي، چې د هېواد ساتونکي، خپلواک، وفادار او ژمن خلک څوک دي.

چونکه داعشيانو پورتنی قرارداد تکميل نکړ، نو اوس باداران یې هم ډېر په غم کې ندي او دغه فتنه ورو ورو د ﺯوال په حال کې ده.

ولله الحمد

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version