په اسلام کې د جهاد فلسفه

اتمه برخه

طاهر احرار

درېم اعتراض:

الله جل جلاله پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته خطاب کوي؛ چې (یا أَیُّهَا النَّبِیُّ جاهِدِ الْکُفّارَ وَ الْمُنافِقینَ وَ اغْلُظْ عَلَیْهِمْ)(73)

دلته د جاهد لفظ د قتال په معنىٰ نه دى، ځکه نبي کريم صلی الله علیه وسلم منافقينو سره له قتال منع شوى وو او که ومنو چې د قتال معنىٰ لري، نو بيا نبي کريم صلی الله علیه وسلم د خداى جل حلاله دغه حکم پر ځاى کړى نه دى. نعوذ بالله.

جواب:

دلته هم جاهد لفظ د قتال په معنىٰ دى يعنې “قاتل”

۱: دليل

دغه آيت په قرانکريم کې دوه ځايه راغلى سورت توبه، سورت تحريم کې او دا دواړه مدني دي، جهاد هم مدني دى.

۲: دليل

پدې آيت کريمه کې خداى جل جلاله د غلظت حکم فرمايلى: او غلظت په جهاد کې وي نه په تبليغ او تعليم کې.

هلته خداى جل جلاله داسې فرمايي:

(ادْعُ إِلَىٰ سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ ۖ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ ۚ ) (125). او همداسې نور…

۳: دليل

د آيت په اخر کې خداى جل جلاله فرمايي: ومأواهم جهنم او دا د قتال نه وروسته وي، نه له تبليغ او تعليم نه.

په قرانکريم کې د تبليغ او تعليم نه وروسته خدای جل جلاله يوازې د ترغيب او يا د شرک نه د بيزارې خبره کوي.

همداشان په دې آيت کې دوه شيانو باندې امر شوى.

جاهد، واغلظ او ډلې هم دوه دي کفار او منافقين.

نو جهاد له کفارو سره او غلظت له منافقينو سره. چونکه د منافقينو کفر پټ دی، ځکه له هغوى سره د قتال امر ندی شوى او پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته د وحې په ذريعه معلوم وو، خو مصلحتاً يې قتل نه کړل.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version