شپږمه برخه
طاهر احرار
ځواب: د اسلام په مُبارک دين کې جهاد په دوه ډوله دی.
۱: دفاعي جهاد
دا په هغه وخت کې فرض کېږي، کله چې کفار په مسلمانانو باندې حمله وکړي، د هغوى وطنونه ونيسي، د هغوى واک او اختيار په لاس کې واخلي، په خلکو باندې لازم دی، چې د خپل وطن آزادولو لپاره په جهاد شروع وکړي او تر هغې وجنګيږي، تر څو له غلامي خلاص شي. لکه څرنګه چې خداى جل جلاله فرمايي:
(وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ).
همداشان بل ځاى فرمايي:
(أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ).
۲: اقدامي يا تعرضي جهاد:
کله چې کفر غلبه او شوکت پیدا کړي او د اسلام او مسلمانانو لپاره خطر پيدا شي، مسلمانان مغلوب شي، نو په داسې حال کې پر مسلمانانو لازم دی چې د کفارو د شوکت ختمولو لپاره، د خپل غلبې حاصلولو او د فتنې د دفع کولو لپاره جارحانه او تعرضي جهاد پيل کړي، تر څو مسلمانان وکولاى شي خپل عبادات او د دين شعائر په کامل او آزاد ډول سره سرته ورسوي.
همدا د سالم عقل تقاضا هم ده، مثلاً که چيرته د راهزنو او غلو يوه ډله جمع شي، تر څو په خلکو حمله وکړي، نو د کليوالو لپاره د حملې انتظار بيوقوفي او حماقت دی، دوى مخکې له مخکې بايد د دُښمن مخه ډب کړي.
همداشان مار، لړم، زمري او يا کوم بل درنده حيوان د حملي نه مخکې ووژل شي او د حملې انتظار يې ونه شي.
الله جل جلاله فرمايي: (فاقتلوا المشركين حيث وجدتموهم وخذوهم واحصروهم واقعدوا لهم كل مرصد)
همداشان په نورو ځایونو کې هم راغلي:
(مَّلْعُونِينَ ۖ أَيْنَمَا ثُقِفُوٓاْ أُخِذُواْ وَقُتِّلُواْ تَقْتِيلًا).
(وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ)
(هُوَ ٱلَّذِيٓ أَرۡسَلَ رَسُولَهُۥ بِٱلۡهُدَىٰ وَدِينِ ٱلۡحَقِّ لِيُظۡهِرَهُۥ عَلَى ٱلدِّينِ كُلِّهِۦ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡمُشۡرِكُونَ).
الغرض د سیکولرانو دا اعتراض چې په اسلام کې يوازې دفاعي جهاد دی، د اسلام د مُبارک دین څخه د دوى تجاهل په ګوته کوي او غواړي په دې سره دغه لوى اُمت فلج وګرځوي، تر څو د کفارو د لاس آله وګرځي.