دا یوه لویه کارنامه وه، په کوم دور کې چې واقع شوې وه د هغه وخت په لحاظ له معجزې کمه نه وه، له دې کړنو يې د مهارت اندازه معلومېږي او دا ددې خبرې دلیل دی چې عثمانیان الله تعالى په بې ساري مهارت او لويو همتونو نازولي وو، رومیانو ته چې کله معلومه شوه چې عثماني کښتۍ د شپې په تیاره کې د جزیرې له لارې زرین ښکر ته راغلي، نو په دوی کې وېره خپره شوه، ځکه د هيڅ چا باور نه کېده چې داسې به وشي، خو هغوی هرڅه په خپلو سترگو لیدل نو ځکه خو د دوی لپاره په دې ماهرانه پلان باور كول يقيني وو.
په دې بريا کې د عثماني امپراتورۍ د انجينرانو او کار کوونکو هڅې هم د ستاینې وړ دي، چې په بشپړې جذبې او حوصلې سره يې دې لوی پلان ته عملي جامه ور واغوسته، دا هرڅه په یوه شپه کې ترسره شول، د قسطنطنیې اوسېدونکو لا تر دې وخته د ځانونو په اړه د تسخیر فکر نه کاوه، د اپرېل په ۲۲ مه نېټه د سهار په وخت چې دوی سترگې غړولې نو د عثمانیانو آسمان چاودونکي نعرې، ايماني ترانې او د الله اکبر د تكبيرونو غږونه پورته کېدل.
عثماني کښتۍ سمدلاسه د بحري لارو په نيولو بريالۍ شوې، اوس نو د قسطنطنیې د دفاعي پوځ او د عثمانیانو د لښکرو تر منځ دومره واټن نه وو، يو بيزنطيني تاريخ ليکونکی د دې کارنامې په اړه وايي: موږ دا ډول معجزه کله هم نه وه لیدلې او نه مو د داسې معجزې په اړه څه اورېدلي وو، محمد فاتح ځمکه په بحر بدله کړه، کښتۍ يې د څپو په ځای د غرونو په سرونو چلولې، د دې کارنامې له امله دويم محمد له لوی سکندر ښه هم فوقیت ترلاسه کړی دی.
د قسطنطنیې په اوسېدونکو کې د ناهیلۍ اوازې، ډول ډول افواهات او خبري خپرې شوې، دا افواه هم خپره شوه چې قسطنطنیه به هغه وخت نیول کېږي ، چې کله کښتۍ د جزيرې په لوري لاړې شي، په زرین ښکر کې د اسلامي کښتیو شتون له ښار څخه د دفاع کوونکو پوځیانو په مورال ډېر بد تاثیر کړی وو، د دوی جذبو ته یې سخت ګوزار ورساوه، دا خلک اړ شول چې د نورو اړخونو د احاطو د دفاع کوونکو پوځونو یو ډېر لوی شمېر د زرين ښکر لوري ته د احاطې په دفاع وټاکي، ترڅو له دې لوري د مسلمانانو د بريدونو مخه ډب کړي، ځکه دا دېوال ډېر کمزوری وو، له دې وړاندې يې د بحري اوبو ساتنه کوله، د پوځ وېش د نورو احاطو دفاع اغېزمنه کړه.
بيزنطيني حاکم په زرین ښکر کې د عثماني بحري ځواک د له مینځه وړلو لپاره ډېر تدبیرونه جوړ کړل، د دوی دغو هڅو مثبته نتیجه ور نه کړه او ټول پلانونه یې بېځایه شول، عثمانيانو له ښار څخه د دفاع کوونکو په مورچو په پر لپسې ډول مرمۍ و اورولې او د رسیو په واسطه یې په دېوال د ختلو هڅې وکړې.
د بيزنطيني پوځونو د احاطو په جوړولو او د چاودېدونکو توکو په ډکولو بوخت وو، د مسلمانانو له لورې چې به کله د دیوال د کیندلو هڅه وشوه نو ناکامه به شوه، مسلمانانو کلابندي نوره هم سخته کړه، چې له امله یې د کلابندۍ ستونزې، ستړياوې او اندېښنې ډېرې شوې، هغوی به شپه او ورځ بوخت او تر ډېره اندیښمن وو.
عثمانيانو باسفورس او زرین ښکر ته په نږدې ځايونو کې توپونه نصب کړل، تر څو بيزنطيني او له هغوی سره مرسته کوونکي کښتۍ خپلې نښې وگرځوي، دې تدبير د دښمن د کښتیو حمل و نقل ناممکن کړی وو، د دښمن بحري ځواکونه په زرین ښکر، باسفورس او شاوخوا اوبو کې په بشپړ ډول فلج شوي وو.
د قسطنطين له خپلو مرسته کوونکو سره ناسته:
قسطنطين له خپلو مرسته کوونکو سلاکارانو او نصراني سردارانو سره يوه ناسته وکړه، په دې ناسته کې گډون کوونکو قسطنطین ته مشوره ورکړه چې په هر ډول کېږي قسطنطين بايد له دې ځايه ووځي، له عيسوي قومونو او اروپايي هېوادونو دې مرسته وغواړي، په دې ترتيب کېدای شي چې نامسلمانې لښکرې راشي او محمد فاتح د کلابندۍ ماتولو ته اړ شي، خو قسطنطین دا رايه لغوه کړه او و يې ويل: چې هغه به تر مرګه مبارزه کوي، خپل رعیت به یوازې نه پرېږدي، تر څو د ماتې په وخت کې له خپل رعیت سره یو ځای دفن شي، هغه دا هم وویل چې په دې ښار کې اوسېدل او له دې ښار څخه دفاع کول یوه پاکه فریضه ده او زه به دا فریضه خامخا سرته رسوم، د مجلس گډون کوونکي دې ماته د ښار د پرېښودو سلا نه راکوي.
قسطنطین د مرستې غوښتلو لپاره یو استازی چې دده استازیتوب یې کاوه برابر کړ، دا استازی د اروپا کونج کونج ته ورسېد، خو د محمد فاتح په وړاندې ورته هیڅ ډول مرسته پیدا نه شوه او بیرته تش لاس را و گرځید، د عثماني دولت خبر اخیستونکو ادارو د قسطنطنیې او شاوخوا سیمو څخه معلومات راټول کړل، عثماني مشرانو به په شاوخوا سيمو کې د روانو حالاتو په اړه معلومات درلودل.
د عثمانيانو له لوري رواني بريد:
سلطان محمد په احاطو يرغل کول چټک او سخت کړل، ترڅو په هغه پلان کې چې د دښمن د ځپلو لپاره یې جوړ کړی و بریالی شي، عثماني پوځيانو احاطو ته د رسيو او پړو په واسطه د ختلو هڅې روانې وساتلې، هر برید به یې په مېړانې، شجاعت او قربانی سره کاوه، د الله اکبر نعرو د قسطنطين د پوځونو زړونه ولړځول، د عثمانیانو ترانې په دوی لکه د برېښنا را پرېوتې.
سلطان محمد فاتح د غرونو سرونو ته توپونه وخېږول او په دې توپونو یې د بندر په لور د مرمیو باران جوړ کړ، یوه مرمۍ په سوداګریزه کښتی پرېوته، چې هغه هم په اوبو کې ډوبه شوه، نورې کښتۍ د ويري له امله له دې ځايه وتښتېدې او د (غلطه) احاطې ته یې پناه یووړه، هغه عثماني ځواکونه چې په وچه کي پراته وو د برېښنا په څېر یې په نصرانيانو پرلپسې بریدونه وکړل او ښه يې ولړزول.
سلطان محمد فاتح شپه او ورځ له دمې پرته په وچو او بحري سيمو بريدونه وکړل، موخه یې دا وه چې دښمن یې هم په وړاندې ځواب ووايي، د شپې او ورځې یوه برخه هم باید ارام نه شي په دې ډول به د دوی ارادې او زړونه کمزوري شي، په اعصابو به يې زور زيات شي چې بیا به یوه وړه خبره د دوی په وړاندې لکه د غرونو ثابتېږي، دا يوه رواني جگړه وه، کلابند شوي پوځ په پوره پام یو د بل مخونو ته کتل، د دوی په خبرو کې د ناهیلۍ نښې له ورايه ښکاریدې.