په اسلام کې د جهاد فلسفه

درېيمه برخه

طاهر احرار

 

د جهاد لفظ يوه مستقله لغوي او اصطلاحي معنى لري.

دوه ډلو خلکو د جهاد د لفظ په مفهوم کې قابل ملاحظه توسيع کړې ده.

۱: ځېنو خلکو چې د خپل نفساني خواهشاتو تابع او د هغوى غلامان دي، د ژوند مقصد یې يوازې خوراک څښاک پېژندلى، يوازې د مال او دولت لاس ته راوړل یې موخه ده او د بُزدلي په اخري حد کې قرار لري، د قتال له نومه بد وړي او انکار ترې کوي، نور خلک هم له قتال وېروي او مخالفت ته يې راپورته کوي، له قتال داسې ویريږي، لکه خلک چې له زمري ډاريږي، دغه ډله خلک د اسلام سرسخته دُښمنان دي، دوى مکمل کوښښ کوي چې د قرانکريم آيتونه، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم احاديث تحريف کړي، لیکن الله تعالی د دې د حفاظت ذمه داري اخیستې، هغوى د مسلمانانو لباس اغوستی وي، ظاهراً ديندار او پرهيزګار معلومېږي، خو په حقيقت کې منافقين دي.

سره له دې هغوى کوښښ کوي، چې خپل منافقت پټ کړي او خپل مقام ثابت وساتي، بلکه په هوښيار، دانشمند، تجربه کار او سياستپوه باندې وپېژندل شي او په ټولنه کې يې خلک عزت او احترام وکړي د دوى په متعلق خداى جل جلاله فرمايي:

“لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَفْرَحُونَ بِمَا أَتَوا وَّيُحِبُّونَ أَن يُحْمَدُوا بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا فَلَا تَحْسَبَنَّهُم بِمَفَازَةٍ مِّنَ الْعَذَابِ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ”

اې نبي کریم صلی الله علیه وسلم!

ګمان مه کوه په هغو خلکو چې پخپلو اعمالو خوشحاله کيږي او طمعه لري چې خلک دې د هغوى صفت وکړي. ګمان مه کوه چې د جهنم له اوره به بچ شي او هغوى لره دردناک عذاب دی.

منافقين به هم له غزواتو پټېدل او نور خلک به يې هم تشويقول او په خپله چالاکي به خوشحاله وو، ځانونه به يې هوښيار معرفي کول.

د داسې صفت درلودونکي خلک د اسلام په لباس خو ملبس وي، خو په حقيقت کې هغوى د اسلام او مسلمانانو دُښمنان دي.

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version