په اسلام کې د جهاد فلسفه

شلمه برخه
طاهر احرار

اوولسم اعتراض:
په غزوه خيبر کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم حضرت علي رضي الله عنه ته وفرمايل:
(فو اللَّهِ لأنْ يهْدِيَ اللَّه بِكَ رجُلًا واحِدًا خَيْرٌ لكَ من حُمْرِ النَّعم).
ژباړه: قسم په الله تعالیٰ که ستا په ذريعه خداى جل جلاله يوه سړي ته هم هدايت وکړي او هغه اسلام راوړي دا به ستا لپاره د سرو اوښانو له صدقې څخه ډېر بهتره وي.
نو دين ته د کفارو بلل دومره لوى اجر لري، کوم چې په جهاد کې نشته.

۱: جواب
آيا د دغه حديث شريف د اورېدو څخه وروسته حضرت علي رضي الله عنه د خېبر غزوه پرېښوده؟
نه بلکې تر اخره له يهودانو سره وجنګېد، ترڅو خېبر فتح شو.

۲: جواب
دا سمه خبره ده، چې ستا په ذریعه د کفارو په دين کې داخلېدل، د سرو اوښانو له صدقې نه بهتر ده، مګر هغه کفار چې پخپله خو هسې هم اسلام نه قبلوي، بلکې د اسلام ختمولو لپاره شپه او ورځ محنت کوي، آن تردې چې راځي مسلمانان نارينه، ښځينه، ماشومان وژني، وطنونه اشغالوي، آيا دوى ته د هم د هدايت انتظار وشي؟

۳: جواب
چې يوازې کفارو ته تبليغ دومره زيات فضيلت لري، دا دومره بې شمېره احاديث چې د جهاد په فضيلت کې راغلي، څه معنى لري.
ولې نبي کريم صلی الله علیه وسلم، صحابه کرام رضي الله عنه جهاد او غزاواتو ته لېږل، خو يوازې به يې اصحابو کرامو ته د تبليغ، وعظ او نصيحت امر فرمايلى وى.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version