په اسلام کې د جهاد فلسفه

دولسمه برخه
طاهر احرار

اووم اعتراض:
الله جل جلاله فرمايي:
(كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ) (الاية)
ژباړه : تاسې بهترين اُمت ياست، چې د خلکو د هدايت لپاره خاص کړل شوي ياست، تاسې به په ښو کارونو امر او له بدو به خلک منع کوى. (الاية)
په دې آيت کريمه کې چې د بهترين اُمت کوم صفات ذکر شوي، په هغوى کې د جهاد او يا مجاهد ذکر نشته.

۱: جواب
د خيرالاُمت تر پورتنيو دوه يا درې صفاتو محدودول لويه غلطي ده، له دين اسلام څخه ناخبري او د دين اسلام توهين دى.
علامه مفتي محمد شفيع رحمه الله د پورتني آيت په تفسير کې داسې ليکي:
د دې آيت مفهوم دا دى، چې دغه اُمت د خير او يو بل ته د نفع رسولو اُمت دی او دغه د نفع عمل ډېره برخه تر امربالمعروف والنهي عن المنكر پورې تړلې ده.
امر بالمعروف په تېرو اُمتونو هم فرض وو، خو هغوى دغه برخه مکمله نکړه، ځکه چې د هغوى ذمه واري تر قيامته د دين رسول نه وو، ځکه پر هغوى جهاد فرض نشو. پدغه اُمت ځکه جهاد فرض دى، چې دوى به د دغه دين اشاعت تر قيامته کوي او دا بغير له زور قوت او جهاد ممکن نه دی. (معارف القرآن)
۲: جواب
ابوهريرةرضی الله عنه د دې آيت په تفسير کې فرمايي:
مراد له بهترين اُمت هغه خلک دي چې کفار په زنځيرونو کې بند راولي، ترڅو په اسلام کې داخل شي، چې مراد ترې مجاهدين دي.
۳: جواب
نن سبا امر بالمعروف او نهي عن المنکر يوازې د حکومت او جهاد په زور کېدلاى شي، کوم دعوت چې د حکومت او جهاد څخه بغير کېږي، التماس او ګذارش بلل کيږي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version