په اسلام کې د جهاد فلسفه

يولسمه برخه

طاهر احرار

 

شپږم اعتراض:

(وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ۚ ). (104) الایة

الله جل جلاله فرمايي: بايد له تاسې يوه ډله داسې وي، چې خلک خير ته رابولي، امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي او همدوى کامياب دي.

په دې آيت کریمه کې خداى جل جلاله کامياب يوازې هغه خلک بللي، چې امر بالمعروف والنهي عن المنكر کوي او د داسې جماعت شتون يې ضروري کړى، دلته د جهاد يا مجاهدينو ذکر نشته.

 

جواب:

الله جل جلاله په دې آيت کريمه کې درې شيان ذکر کړي دي.

 

۱. (يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ).

خَير په دوه ډوله دی. یو کامل خَیر او بل ناقص خَیر.

خَير کامل پوره دين ته ويل کيږي، يعنې دا جماعت به خلک پوره دين ته بلي، چې په هغې کې اعتقاديات، عبادات، جهاد، معاملات، معېشت و معاشرات او اخلاق شامل دي.

او که څوک دعوت خير ناقص ته ورکوي دا هم بهتره ده، خو د دغه جماعت مصداق نشي کيدلاى.

په يو حديث مبارک کې نبي کريم صلی الله علیه وسلم جهاد ته مکمل دين ويلى دی.

(وَتَرَكْتُمْ الْجِهَادَ ، سَلَّطَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ ذُلًّا لَا يَنْزِعُهُ حَتَّى تَرْجِعُوا إِلَى دِينِكُمْ).

علامه خليل احمد سهارنپوري رحمهم الله په بذل المجهود کې ليکي: چې مراد له دين څخه جهاد دى.

 

۲. (يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ)

دلته د امر لفظ راغلى دى، نه د مطالبې او د امر لپاره استعلا شرط دی، يعنې د امر بالمعروف کونکي به قوت او استعلا لري، قوت او استعلا يوازې او يوازې په جهاد سره حاصليږي، مطالبه د نېکو اعمالو لپاره هم بهتره ده خو د دغه جماعت مصداق نشي کېدلاى.

 

۳. (وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ)

د دې جماعت دریېمه وظېفه خداى جل جلاله نهى عن المنكر ياده کړې او نهى عن المنکر لپاره هم قوت شرط دی او قوت په جهاد سره حاصليږي.

ځينې خلک نهى عن المنکر د نه کولو لپاره دليل وايي: چې بيا زموږ کار ته خنډ پيدا کيږي او خلک نفرت کوي. کوم چې بېهوده او د حقيقت څخه لرې دليل دی. نو په حقيقت کې د پورتني آيت کریمه مصداق جهاد او مجاهدين دي او د دين د ټولو شعبو د فعال او مضبوط ساتلو لپاره جهاد لازم دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version