په اسلام کې د جهاد فلسفه | یو ویشتمه برخه

طاهر احرار

اوولسم اعتراض:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي: (عُمّالُكُمْ اَعْمالُكُمْ) ستاسو اعمال په تاسې حاکم دي.

يعنې که موږ اعمال سم کړو نظام به سم وي اسلامي نظام به حاکم وي او که اعمال مو بد وي نظام به هم بد وي، نو اصلاً نظام په اعمالو سمېږي، نه په جهاد.

۱:جواب

العياذ بالله ځيني الفاظ انسان کفر ته ور نږدې کوي. دا هغه منافقانه الفاظ دي چې اُمت ته په شيرينۍ کې د زهرو په څېر دي او کلونه-کلونه په اُمت کې د جهاد فرضيت جذبه له منځه وړي.

دا منو چې څرنګه اعمال آسمان ته پورته کېږي، همغه شان فيصلې له آسمانه ځمکې ته راځي، نو آيا د دغه حديث مبارک نه د جهاد پرېښودل ثابت شول؟

آيا جهاد عمل صالح نه دى؟

آيا پيغمبر صلی الله علیه وسلم قتال نه دی کړى؟

آيا اسلحه ساتل سنت نه دي؟

آيا په سنګر کې لږه موده پاتې کېدل له اويا کالو عبادت نه بهتر نه دي؟

آيا د کافر په وژلو د جنت بشارت نشته؟

نو له دې زيات عمل صالح کوم يو دی؟

۲: جواب

د ټولو اعمالو مقصد يو ده، خو نتایج يې بېل-بېل وي که آسمان ته د اُمت جهاد پورته کېږي، فيصله به د يو اسلامي نظام او د مسلمانانو د تحفظ راځي.

الله تبارک و تعالیٰ فرمايي :

وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَفَسَدَتِ الْأَرْضُ. وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: (اذا ترکتم الجهاد فسلط الله عليکم الذلة).

(مَنْ مَاتَ وَلَمْ يَغْزُ وَلَمْ يُحَدِّثْ نَفْسَهُ بِهِ؛ مَاتَ عَلَى شُعْبَةٍ مِنْ نِفَاقٍ).

قسم په الله که ټول اُمت نوافل شروع کړي، ږيرې پرېږدي، جومات ته حاضر شي، بيا به هم په هېواد کې اسلامي نظام حاکم نشي، ترڅو چې د الله د جهاد حُکم عملي نشي.

الله جل جلاله د مونږه په نسلونو-نسلونو کې د جهاد جذبه کمه نکړي او الله جل جلاله د زموږ د شهيدانو شهادت قبول کړي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version