په اسلام کې د جهاد فلسفه | پنځه ويشتمه برخه

طاهر احرار

دوه ويشتم اعتراض:

د جهاد لپاره دا شرط دى چې د مسلمانانو سره بايد له دُښمن، بشري قوه او اسلحه زياته وي او يا لږ تر لږه برابره وي که چېرته د مسلمانانو سره بشري او مادي قوت د کفارو په مقابله کم وي نو په داسې حالاتو کې جنګ ته داخليدل جائز نه دي او دا ځان وژنه او حرام دي.

لکه: نن سبا د حماس جنګ له اسرائيل سره چې سراسر په توان کې دى.

۱: جواب

د مسلمانانو لپاره ستر قوت ايمان، اخلاص، توکل على الله او صبر دى او په جهاد کې هم مهم شيان همدا څلور دي که چيرته مسلمانان دغه شيان په نظر کې ونيسي نو خداى جل جلاله به له آسمانه د مدد لپاره فرښتې راوليږي.

إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنِينَ أَلَن يَكْفِيَكُمْ أَن يُمِدَّكُمْ رَبُّكُم بِثَلَاثَةِ آلَافٍ مِّنَ الْمَلَائِكَةِ مُنْزَلِیْنَ).

او د مسلمانانو زړونه به مضبوط ( ثابت قدمه) کړي.

(فَثَبِّتُواْ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ)

د کفارو په زړونو کې به ډار (وېره) پيدا کړي

(سَنُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ)

او همداسې نورې وعدې هم خداى جل جلاله له مسلمانانو سره کړي دي.

۲: جواب

که دا ومنل شي چې د کمو اسبابو په وخت جنګ د ځان وژنې په معنىٰ دی نو بيا به د اسلام تاريخ ټول داغدار شي ځکه اکثر وخت د مادياتو په لحاظ مسلمانان له کفارو کمزوري وي.

لکه:

۱: د حضرت طالوت عليه السلام د فوځ شمېر ۳۱۳ تنه او مقابل لوری (کُفار) چې شمېر یې په لکونو وو.

۲: غزوه بدر کې صحابه کرام رضي الله عنهم ۳۱۳ تنه او مقابل(کُفار) ۱۰۰۰ تنه وو.

۳: غزوه احد کې د مسلمانانو شمېر ۷۰۰ تنه او مقابل لوری (کُفار) ۳۰۰۰ تنه وو.

۴: غزوه خندق کې د مسلمانانو شمېر ۳۰۰۰ تنه او کُفار ۲۴۰۰۰ تنه وو.

۵: غزوه خيبر کې د مسلمانانو شمېر ۱۶۰۰ تنه او کفار ۳۰۰۰۰ تنه وو.

۶: غزوه موته کې د مسلمانانو شمېر ۳۰۰۰ تنه او کفار ۲۰۰۰۰۰ تنه وو.

۷: جنګ قادسيه کې د مسلمانانو شمېر ۳۰۰۰۰ تنه او کُفار ۱۰۰۰۰۰ تنه وو.

۸: جنګ يرموک کې مسلمانانو شمېر ۳۲۰۰۰ او کُفار ۲۰۰۰۰۰ تنه وو.

۹: جنګ هسپانيا کې د مسلمانانو شمېر ۱۲۰۰۰ تنه او کُفار ۱۰۰۰۰۰ تنه وو.

۱۰: جنګ يرموک کې د مسلمانانو شمېر ۶۰ تنه او کُفار ۶۰۰۰۰ تنه وو.

دا مُشت نمونه خروار! ډېر نور داسې موارد شته چې له کُفارو مسلمانان په مادي لحاظ کم وو.

نو آيا دوى ځان وژنه کړې؟!

اما مسلمانان بايد د کُفارو سره په مادي لحاظ هم مقابله وکړي او له هغوى مخکې شي، دا د مسلمان ملت د حاکمانو ظُلم دى، د هغوى ګناه او جرم دى چې مسلمانان يې دغه حالت ته رسولي، زموږ حاکمان په عيش او عشرت لګيا دي او کفار راته اسلحې جوړوي او که مسلمانان ځانونه مظبوط کوي ترهګر او دهشت ګرد يادېږى.

د افغانستان شل کلن اشغال د دغه اعتراض لپاره بس او کافي دى.

او بعيده نه ده چې خداى جل جلاله به د فلسطيني ورونو اه او فرياد هم قبول کړي او د فتحې په نعمت به يې ونازوي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version