کله چې د پاکستاني پوځ د ملاتړو کړیو له لوري دا تاثر وړاندې کېږي چې: «د پاکستاني پوځي رژيم له خوا د نام نهاد ترهګرۍ په پلمه ترسره کېدونکې یرغلګرې کړنې او د ماتې خوړلي امریکا له لوري پرېښودل شوې وسلې، چې ګواکې د پاکستان په وسیله بېرته ترلاسه کېږي، په حقیقت کې د ’’امریکا د نيمګړي پاتې مأموريت‘‘ د بشپړولو معنا لري»، نو دا موضوع یوازې د یوه سیاسي شعار، لنډمهالي احساساتي غبرګون یا په خپله جوړ کړی د غچ څرګندونې په توګه نشي له پامه غورځول کېدای.
دا ډول بیان په خپل جوړښت کې یو داسې مفهومي چوکاټ رامنځته کوي چې ګڼ بنسټیز، نظري او د دولت له ماهیت سره تړلي پوښتنې راپورته کوي. دغه پوښتنې له لنډمهالي سیاست څخه هاخوا ځي او د دولت، خپلواکۍ، اخلاقي اصولو او سیمه ییزې سولې له تصور سره تړاو پیدا کوي.
له دې وړاندې چې دغو پوښتنو ته ور نږدې شو، اړینه ده چې یادونه وکړو: د پاکستان د بېلابېلو سیاسي او پوځي کړیو له لوري د «امریکا د نيمګړي مأموريت بشپړول» په څېر څرګندونې په بېلابېلو وختونو کې وړاندې شوې دي.
دا څرګندونه یوازې په یوه پېښه یا ځانګړي وخت پورې محدوده نه ده پاتې شوې، بلکې ورو ورو د حالاتو په بدلون کې د یوې منظمې بیانیې بڼه خپلوي. د بېلګې په توګه، تېر کال د اکتوبر د میاشتې په لومړیو لسو ورځو کې، کله چې پاکستاني پوځ د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر د هند سفر په ترڅ کې په کابل کې تش په نوم هدفونو د نښه کولو لپاره یرغلګر اقدام وکړ، نو د دې برید د توجیه په ترڅ کې د ځینو پوځي او ملاتړو کړیو له خوا دا څرګندونه وشوه، چې:
«پاکستاني پوځ هغه کار ترسره کړ، چې امریکا په شلو کلونو کې نه شو ترسره کولای».
دا جمله له یوې خوا د غیر اسلامي ویاړ څرګندونه هم وه، خو له بلې خوا یې یو فکري ادعا هم رامنځته کړه؛ داسې ادعا چې په عملي ډګر کې د هغه ټول بیانیاتي چوکاټ بنسټ جوړوي، چې له مخې یې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې د نه سپارلو په اړه ګواښ کړی و چې: «طالبان به ډېرې بدې پېښې وویني».
دلته د «امریکا د نيمګړي مأموريت د بشپړولو» د بیانیې په رڼا کې تر ټولو لومړنۍ او بنسټیزه پوښتنه د خپلواکۍ (Sovereignty) ده.
پاکستان ځان د یوې «مسلمې اټومي قوې» او یوه لوی «پوځي دولت» په توګه معرفي کوي، چې خپلې بهرنۍ او دفاعي پالیسۍ ازادې، خپلواکې او د ملي ګټو پر بنسټ بولي.
په داسې حالت کې، که د دولتي یا نیمه دولتي څرګندونو له لارې له پاکستان څخه بهر ترسره شوې کړنې د «امریکا د نيمګړي مأموريت د بشپړولو» سره وتړل شي، نو دا یو نوی تصور او برداشت راولاړوي. دا تصور د تېرو نږدې پنځو لسیزو تاریخي تجربو، د پاکستاني سیاستوالو او پخوانیو پوځي چارواکو د څرګندونو په رڼا کې لا پیاوړی کېږي.
په دې توګه دا پوښتنه تر پخوا لا په ډېر شدت سره راولاړېږي، چې ایا رښتیا هم د پاکستان پوځي رژیم خپلې سیمه ییزې پالیسۍ د ملي ګټو پر بنسټ جوړوي؟
او که دغه پالیسۍ د غیر مسلمو نړیوالو قدرتونو له تزویراتي لومړیتوبونو سره د همغږۍ له مخې عیارېږي؟
دا پوښتنه یوازې یو تور نه دی، بلکې د دولت د خپلواکۍ پر مفهوم یوه فکري سوالیه نښه ده.
دوهمه پوښتنه له تاریخي شالید سره تړاو لري. په افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه په داسې پای ته ورسېده چې د ماتې خوړلي او د امریکایي بیانیې لپاره اندېښمنوونکي وتلو بڼه یې خپله کړه. خپله په امریکا کې هم دا جګړه د یوې ګران بیه، ناکامې او بې پایلې تجربې په توګه منل شوې ده. د امریکايي ټولنې، رسنیو او څېړنیزو بنسټونو له لوري دا جګړه پرلهپسې د یوې ستراتېژیکې ناکامۍ په توګه بیان شوې ده.
که د افغانستان اسلامي امارت په چاپېریال کې یو غیر مسلم نړیوال ځواک، سره له دې چې پراخ پوځي، اقتصادي او سیاسي ځواک لري، ونه توانېد چې خپلې موخې ترلاسه کړي، نو په منطقي توګه دا پوښتنه راپورته کېږي چې د سیمې کوم بل هېواد – چې د سرچینو او نړیوال نفوذ له پلوه دې کچې ته نه رسېږي – څنګه کولای شي هماغه هدف د یوې امارت اسلامي پر وړاندې د کوم فکر، کوم منطق او کوم اخلاقي جواز له مخې ترلاسه کېدونکی وبولي؟
درېیمه پوښتنه له اخلاقي او انساني اړخ سره تړاو لري.
افغانستان یوازې یو ګاونډی هېواد نه دی، بلکې داسې یوه سیمه ده چې د پاکستان مذهبي، کلتوري، نسلي او کورنۍ اړیکې له پېړیو راهیسې ورسره تړلې دي. سرحدونه ښایي سیاسي وي، خو انساني اړیکې له جغرافیه هاخوا ځي.
هیڅ پوځي عملیات، په ځانګړې توګه هغه چې په کې د ملکیانو د ژوند د زیانونو د ثبوت شوي ادعاګانو شتون وي، یوازې د «امنیتي عملیاتو» محدود چوکاټ کې نه لیدل کېدای شي. دغه ډول کړنې د نسلونو پر ژوند اغېز کوي، رواني زخمونه پرېږدي، ټولنیز کرکه رامنځته کوي او سیمهییز بېثباتي لا پسې ژوره کوي.
دلته اصلي پوښتنه دا ده چې آیا سیمهییز امن به د ټوپک، بم او ځواک له لارې راشي، که د متقابل احترام، ډیپلوماتیکو اړیکو، خبرو اترو او اعتماد جوړونې په نرم لارو ترلاسه شي؟
دا هم یوه مهمه نقطه ده چې د اسلامي امارت له لوري «د پاکستاني ملت» او «د پوځ ځانګړي پالیسي جوړونکي جنرالان» په یوه چوکاټ کې نه ګڼل کېږي. ځینې دولتي فیصلې تل د ټولې قومې ګډه نیت څرګندونه نه کوي، بلکې اکثره وخت د محدودو پالیسي جوړونکو کړیو ستراتېژیک فکر څرګندوي.
همدا لامل دی چې دا توپیر بیا بیا واضح کېږي، څو نیوکه پر کوم ملت یا خلکو نه، بلکې پر ځانګړو یرغلګر پالیسیو او د هغوی معمارانو وي او په همدې نظر وکتل شي. هدف دا دی چې نیوکه په معقوله استدلالي کچه کې پاتې شي او د داسې دښمنۍ په شکل کې بدله نه شي چې د دواړو هېوادونو خلکو، په ځانګړې توګه مسلمانانو لپاره خدای مه کړه ګډ زیان رامنځته کړي.
نو اصلي ټکی دا دی چې که د پاکستان پوځي رژیم د سیاسي، پوځي او ولسي کړیو له لوري د کوم ځانګړي یرغلګر پالیسي دفاع پر دې بنسټ کېږي چې ګواکې دا د یوه نړیوال، په ځانګړې توګه غیرمسلم ځواک نيمګړی اجنډا بشپړوي، نو دا خپله د دې پالیسي اخلاقي، سیاسي او نظري جواز ته پوښتنه راپورته کوي. په دې حالت کې دا پالیسي له سره ارزول اړین کېږي، ځکه ملي ویاړ، سیمهییز ثبات او اسلامي ګاونډیتوب درې واړه په مستقیمه توګه ترې اغېزمن کېږي.
له همدې امله د دې بیانیې څخه هاخوا، چې څوک د خپلې ځواک څرګندونې په تکرار سره بل څوک لاندې کولو خوبونه ویني، دا حقیقت باید وکتل شي چې د سیمې راتلونکې په کوم لوري ده؟
د پوځي عملیاتو، د ځواک نندارې او د جبر په دوام کې، که د سیاسي بصیرت، خبرو اترو، متقابل احترام او له حکمت ډکې ډیپلوماتیکې لارو کي؟
ځکه چې تاریخ ښيي، د امن لټون د یرغل له لارې لا پسې پېچلی کېږي. له همدې امله ورک شوی ریښتینی امن یوازې د حکمت، تدبیر، خبرو اترو او اخلاقي شعور په وسیله بیرته راوستل کېدای شي.
