په اسلام کې د جهاد فلسفه/يو دېرشمه برخه

#image_title

اعتراض: ډېری هغه خلګ چې ځانونه ډېر دینداره هم معرفي کوي، وايي چې اسلام د تورې په زور نه بلکې د اخلاقو په زور قايمدلای شي.

تاسو وګورئ! کوم هېوادونه چې د اخلاقو په زور په اسلام کې داخل شوي، هغه نن هم مسلمانان دي او کوم هېوادونه چې د توري په زور په اسلام کې داخل دي، له اسلامه خارج شوي دي.
لکه اندلس، بخارا، سمرقند، ايران وغيره

لومړی جواب: د دې فکر ترشا هغه جاهل ذهنيت موجود دى کوم چې توره او ټوپک د اخلاقو خلاف پېژني، دغه جمله د اسلام له روح او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم له مبارک سيرت څخه د ناخبرۍ په مانا ده.
دويم جواب: دا خبره قاعده کليه ګرځول، چې ګواکې هغه هېوادونه چې په توره مسلمانان شوي، هغه واپس له اسلام څخه وتلي او کوم چې په اخلاقو مسلمانان شوي، اوس هم مسلمان دي، غلط او فاسد دليل دى.

د مدينې منورې په ګاونډ کې بنو نظير او بنو قريظه د تورې په څوکه فتح شول، مکه مکرمه چې د اسلام او مسلمانانو مرکز بلل کېږي، لس زره د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو لښکر د تکبير په نعرو چې تورې يې په لاس کې وې، داخل شو.

حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د حضرت خالد بن ولید په مشرۍ يو لښکر فارس ته د ابوعبيدة بن الجراح په مشرۍ شام ته او د حضرت عمرو بن العاص په مشرۍ مصر ته ولېږل، هغوى د کفارو له سرونو سره لوبې وکړي او د خزانو کنجيانې يې اميرالمؤمنين ته راوړې، خو تر ننه هغه هېوادونه مسلمان او خلګ يې الحمدلله مسلمانان دي لکه مکه مکرمه، خيبر، حنين مصر و غيره.

درېيم جواب:
دا خبره يا فکر او نظر چې کوم هېوادونه په توره فتح شوي، واپس له اسلام څخه وتلي، د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په ټول درويشت کلن مدني تاريخ او ژوند انتقاد کول دي، چې ګواکې هغه مبارک دغه کار سم ندى کړى، کومه چې د کفر کليمه ده. داسې فکر لرونکي دې له سره توبه وباسي او په ژوند دې بیا ځلې د توحيد کليمه ووايي.

څلورم جواب:
دا خبره بايد خلګ په ذهنونو کې کېنوي چې د جهاد مقصد د خلګو مسلمان کول نه بلکې د اسلام شوکت پورته کول دي. په اسلام کې خلګو ته کامل اختيار حاصل دی که په اسلام کې داخلېږي او يا په کفر پاتې کېږي، همدا نبوي سنت او نبوي سيرت دى.

هرماس الافغاني
Exit mobile version