اعتراض:
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خو جنګ څه چې حتىٰ کُفارو ته بد دُعا هم نه کوله، د طايف سفر او هلته پروت سيرت يې ښه ثبوت کېدلاى شي، د اسلام مُبارک دين اشاعت په توره نه بلکې په تبليغ او ښو اخلاقو شوى دى.
جواب:
دا شان خبرې يوازې هغه څوک کولاى شي چې د نبي کریم عليه السلام د سيرت څخه بالکل ناخبره وي، د اسلام په روح نه وي خبر، د کُفارو او د هغوى له سياستونو نه وي خبر، اګر چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم په مختلفو ځايونو کې له صبر او تحمل هم کار اخيستى خو په ډېرو ځايونو کې هغه مُبارک صلی الله علیه وسلم غزوې لېږلې او پخپله یې د جنګ د قوماندان په حيث هلته برخه اخیستې ده.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم بد دُعاوې هم کړي، کله يې د کُفارو نومونه اخيستي او کله يې بې نومونو هغوى ته ښېراوې کړي.
مثلاً د نبي کريم صلی الله علیه وسلم لور رقيه رضي الله عنها د عتیبه چې د ابو لهب زوى وو په نکاح کې وه او ام کُلثوم د عتيبه چې دا هم د ابو لهب زوى وو په نکاح کې وه.
کله چې سورة لهب نازل شو نو ابو لهب قسم وکړ چې ترڅو تاسې د محمد صلی الله علیه وسلم لورګانې طلاق نکړئ، تر هغې به له تاسو سره خبرې ونکړم، هغوی دواړه طلاقې کړې اما عتيبه ام کُلثوم رضي الله عنها ته د طلاق تر څنګ نور نازيبا الفاظ هم وويل.
کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته خبر ور ورسېد، دُعا یې وکړه، چې اې الله جل جلاله په عتيبه ستا له مخلوق سپيو يو سپى مسلط کړه، وروسته همغه خبيث همدا شان مُردار شو.
هغه مُبارک د کفارو د ذليل کولو لپاره د سهار په لمونځ کې يوه مياشت قنوت نازله ولوستل.
په نبوي سيرت کې داسې واقعات په لسګونو دي او په ځينو وختونو کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د کُفارو نومونه اخيستي او هغوى ته يې ښېراوې کړي.
د غزواتو او سرايا وو بحث خو پرځاى پریږده.
الغرض: پيغمبري سيرت يوازې تر دعوت، تبليغ او اخلاق حَسنه وو پورې تړل د اسلام له مُبارک دين سره ستره جفا او ظُلم دى او د کفارو د غلبې لپاره د هغوى سره کومک او مرسته کول دي.
خداى جل جلاله د موږ ته په دين پوهه او بيا د عمل کولو توفيق را نصيب کړي. آمين.