پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

#image_title

یوسف جمال

وړمه ورځ د روسیې په پلازمینه کې د موسیقي پر یوه کنسرټ ډله ییز برید نړۍ ته ټکان ورکړ. شپږ تنو بریدګرو تر سلو زیات کسان ووژل او سلګونه نور يې ټپيان کړل.

 

بریدګر د پېښې له ځایه تر تېښتې وروسته د اوکراین او روسیې پولې ته نږدې د روسیې د امنیتي عسکرو له لوري ونیول شول.

 

بریدکوونکي ټول د تاجکستان اتباع و، چې له اوکراین څخه مسکو ته داخل شوي وو.

 

په مسکو غوندې حساس موقعیت کې د تاجکي داعشیانو برید سیمې ته د امنیتي پایلو له پلوه د ډير غور او فکر وړ دی.

 

تاجکستان په تېرو دوه نیمو کلونو کې (په ځانګړي ډول له افغانستان څخه د ناټو تر وتلو وروسته) د داعشي فکر د تولید په تر ټولو سترې سرچینې باندې بدل شوی دی او اتباعو یې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې  لسګونه بریدونه ترسره کړي دي.

 

په افغانستان کې ۱۲ لوی انتحاري بریدونه چې هر یوه یې درانه تلفات له ځان سره درلودل، د تاجکي داعشیانو په توسط ترسره شوي او زموږ د معلوماتو له مخې لسګونه تاجکي داعشیان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي او یا هم نیول شوي دي.

 

د داعشیانو په لیکو کې د تاجکي اتباعو دومره په لوړه کچه جذب طبیعي نه ښکاري، بلکې داسې څرګندېږي، چې دې کار ته زمینه سازي کېږي، او د یوه هماهنګ پلان له مخې سیمې ته په تاجکستاني پاکټونو کې د داعش تروریزم صادرېږي.

 

د تاجکستان استخبارات، چې اوس د پيسو په بدل کې د یوه غربي هیواد د استخباراتي واحد په حیث کار کوي،ددې لوبې یو اړخ او یو بل ګاونډی ددې درې ګوني مثلث بل اړخ دی.

موږ ددې شیطاني مثلث کړنو ته ځکه تروریزم وايو چې واقعا هم د انسانيت د ويرولو لپاره کيږي، د داعش د نیابتي ډلې لخوا دا کړنې نه د انسان لپاره دي او نه د مسلمان لپاره؛ بلکې دا ډیره واضح ده چې داعشیانو د مسلمانانو د عظمت د بیرته د احیا د هیلو د هر څرک پر ضد کار وکړ.

د تاجکي تروریزم ددې صادراتو له امله روسیه ځکه هم ډیره اندېښمنه ده، چې همدا اوس سلګونه زره تاجکان په روسیه کې کار کوي، چې اوس به یې روسیه هر یوه ته د شک په سترګه ګوري.

 

همدارنګه تاجکستان د شوري اتحاد برخه پاتې شوی، له روسیې سره کلتوري او ژبني مشترکات لري او اتباع یې کولای شې پرته له ویزې او امنیتي چک څخه په ازادانه ډول روسیې ته سفر وکړي.

 

خو دا لوبه دلته نه خلاصېږي او تر هغه څه ډیره لویه ده، چې درک کېږي.

 

په افغانستان کې د تاجکي داعشیانو په تروریستي فعالیتونو ته که یو نظر وکړل شي، دا واضح کېږي، چې ددوی اهداف ټول ستراتيژیک او په داسې موقعیتونو باندې دي، چې زیان یې شرقي بلاک ته رسېږي.

 

د روسیې په سفارت برید، په کابل کې پر چینايي اتباعو برید، پر ازبکستان باندې توغندیز برید او ورته نور بریدونه داښيي، چې پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي.

 

تاجکي استخبارات نه یوازې سیمې ته د داعشي تروریزم په صادراتو کې ونډه لري، بلکې د افغانستان د امنیتي او سیاسي حیثیت د کمرنګه کولو لپاره له افغانستان څخه په مختلفو نومونو د خلکو د ویستلو پروژه یې هم په غاړه ده.

 

زموږ د معلوماتو له مخې امنیتي ادارو یو شمېر هغه افغانان نیولي دي، چې د تاجکستان د استخباراتو په توسط له افغانستانه ددې لپاره ایستل کېدل تر څو په سیمه کې په کوم بل هدف کې استعمال کړل شي.

 

له افغانستان څخه ګاونډ ته د داعش-خراسان څانګې انتقال او له تاجکستان څخه ددې څانګې اکمال د سیمې لپاره د خطر یو بل زنګ دی، چې باید عادي ونه بلل شي او حساب پرې وشي.

 

باید پرینښودل شي چې په سرطان ککړ هیوادونه د سیمې پر امنیتي وجود باندې د سرطان نوې دانې را شنې کړي او ټوله سیمه له امنیتي او اقتصادي پلوه فلج کړي.

دغه شیطاني مثلث باید تشخیص شي او د سیمي د امنیت او ثبات د بیړۍ د غرقولو اجازه ورنکړل شي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version