پر ايران بريد چا وکړ؟

طاهر احرار

د نړۍ حالات خصوصاً د اسيا او بيا د منځني ختيځ ډېر کړکيچن دي، له يو خوا د اسرائيلو له لوري په فلسطيني مسلمانانو د ظلم کچه ډيره لوړه شوې او له بلې خوا د فلسطينيانو څخه د عرب حکمرانانو د حمايت کچه ډيره ټيټه ده.
که ژور وکتل شي، د يمن حاکم حوثيان او د لبنان حزب الله ډله دواړه شيعه ګان دي، چې د ايران له کلک ملاتړ برخمن دي، ايران د همدوى په توسط منځنى ختيځ ترفشار لاندې ساتي، چې دواړه ډلې په اوسني وخت کې د فلسطين له جګړې څخه حمايت کوي، آن تر دې چې حوثي شيعه ګان تقريباً جنګ ته نږدې شوي دي.
اسرائيل په سيمه کې د حزب الله پرضد پر لبنان بريدونه کوي او کله نا کله د ايران پر يو بل متحد سوريه هم هوايي عمليات وکړي، خو تر اوسه يې په يمن کوم بريد نه دی کړى ځکه چې اسرائيل هم نه غواړي چې څو ځايه په جنګ کې ښکيل شي.
اسرائيل غواړي د يمن حوثيانو، د لبنان حزب الله، او ايران ته چې د دوى ملاتړ کوي په خپله په ايران کې ځواب ووايي. نو د همدې هدف لپاره داعش استفاده شو.
دا نو لکه لمر روښان حقیقت دی چې د اسرائيلو او داعشي خوارجو تعلقات ډير قوي او پخواني دي، اسرائيلو وکولاى شول چې د داعش په لاس په ايران بريد وکړي او د فلسطين ملاتړ ته کلک ځواب ووايي.
دا به د اسرائيلو له لوري د داعش په لاس وروستی بريد هم نه وي، لرې نه ده چې داسې چاودنې او بريدونه په يمن کې هم تر سره شي.
له بلې خوا د داعش له لوري د چاودنې مسؤليت منل، په ګوته کوي چې هڅه کيږى د افغانستان او ايران ترمنځ حالات د بې باورۍ ښکار شي، کوم چې مثبتې خوا ته روان دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version