پر اسلامي نړۍ د داعش بدې اغیزې

څلورمه برخه

طاهر احرار

 

سوريه:

سوريه چې په عربي اصطلاحاتو کې په شام، همدا شان په ارض الانبياء (يعني د پیغمبرانو وطن ) باندې شهرت لري، يو آباد ﺯرخېز او با آمنه هېواد وو؛ اګر چې بادشاهان يې شيعه ګان وو، خو د خلکو اسلامي عقايد عبادت ځايونه په امن وو، اقتصاد ښه وو. د امريکا لخوا د عربو له پسرلي سره سم، د سوريې بدبختي شروع شوه، خلکو د حاکم وحشي نظام پر خلاف پاڅونونه وکړل، خو بشارالاسد مقاومت وکړ او خپلمنځي جنګ شروع شو.

د دې ترڅنګ داعش هم په سوريه خپلو بريدونو ته ﺯور ورکړ.

دلته د خپلمنځي جګړې ارقام نه ﺫکر کوم، بلکه يواﺯې هغه ارقام ليکم، کوم چې د داعش په مقابل کې وژل شوي دي.

Instatuit of study of war Analysis.

2015 کال د جګړې خونړی کال وو، د يو کال په موده کې يو سل ولس ﺯره (110000) خلک وژل شوي.

له 2015 څخه تر 2022 پورې يواﺯې 25546 ماشومان وژل شويدي. په همدې موده کې 15437 ښځې وژل شويدي او په همدې موده کې 69000 ځوانان وژل شويدي.

تاسې فکر وکړى د دې کاﺫب خلافت لپاره څومره بچيان يتیمان شوي، څومره ښځې کونډې شوې، څومره خويندې بورې شوي.

کاش! که بيا خو يې يو اسلامي خلافت قايم کړى وى، ترڅو چې دوى هلته حاکم وو د اسلام او مسمانانو لپاره يې بغير له شر او فساده نور هيڅ نه دي کړي.

د دوى له وجې سوريه اوس هم په اور سوځي او د روسانو بمونه ﺯموږ د مسلمانانو کورونه ویجاړوي.

 

نور بيا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version