پاکستان پائنده باد

#image_title

افغانستان او پاکستان دوه هغه ګاونډي هېوادونه دي چې په جغرافیه، احساساتو، ژبه، کلتور، عقېدې او دین سره شریک دي،‌ د بېلېدو لاري یې کمې خو د یو ځای کېدو سل دلائل لري، بیا هم په پاکستان کې د افغانانو په مینځ کې د پاکستان په اړوند د حساسیت او نفرت له شتون څخه بحثونه کېږي، مونږ پاکستانیان افغانان پړه (ملامت) ګڼو، په داسې حال کې چې کله مو هم دا موضوع په دقت نه ده تحلیل کړې.‌

له پېله دا روایت کاذب و چې پاکستان د افغانستان دُښمن دی، دا چې پاکستان په افغانستان کې قوي او مرکزي حکومت نه غواړي او د ځان په زیان یې بولي مونږ فکر کاوه چې دا روایت افغاني کمونستانو، د شوروي ښکېلاک غلامانو او د هغوی په تعقیب دیموکراټانو او د صلیبي ښکېلاک غلامانو ځکه را ایجاد او نهادینه کړی تر څو د عامو او د وطن خوښو افغانانو احساسات او جذبات سوء استفاده کړي او په دې کاذبه انګیزه یې د شوروي او صلیبي اشغالونو پر ضد د افغان مجاهدینو پر خلاف ودروي او یا یې پر ځان پیره داران کړي.

د پاکستان ضد روایت ایجاد ته اړتیا ځکه را پېښه شوه چې د شوروي او صلیبي اشغال د غلامانو سره د دې ساده لوح ځوانانو د وینو، غوښو او هډوکو د سوء استفادې په خاطر بله انګیزه او فکر نه وه، دې بهرنیو یرغلګرو او افغاني غلامانو یې د پاکستان ضد دومره تبلیغات کړي وو چې اکثریت وګړو د شورويانو او صلیبيانو اشغال، اضرار، او قتل عام صرف نظر کړ، خو د غلامو حکومتونو په چوپړ کې د پاکستاني ناممکن اشغال سره د حساسیت په انګیزه ودرېدل او په دې لاره کې یې میلیونونه سرونه تل(قربان) شول، دوی د پاکستان سره دُښمنۍ دومره نشه کړې وو چې نه پوهېدل خپل افغان مجاهدین وروڼه وژني، څوک چې د اسلام او د افغانستان د فلاح او آزادۍ لپاره ځانونه فداء کوي.‌

خو دا ځوانان دومره هم ساده نشي ګڼل کېدای، د یو چا مرګ ته تیارول کومه آسانه چاره نه ده، واقعي او حقیقي‌ دلائلو ته هم اړتیا وي، که زه افغان شم او یو څوک د افغانستان جنګ د پاکستان دفاع وګڼي زه قناعت کوم چې د پاکستان بقاء د افغانستان په جنګ کې ده، د خپلو نیابتي احزابو، جنګیالیو او هغو اشخاصو څخه د افغانستان د ملي‌ منافعو پر ضد د پاکستان د ملي منافعو په نفعه استفاده او ښکاره استفاده د هر محب وطن جذبات سرشاره کوي او دا جذبات یو څوک ړندولای شي.

که یو افغان شخص ګیله وکړي چې پاکستان د خپلو بعضو تکتیکي او تبلیغاتي اقداماتو په وسیله هغه کاذبي انګېزې ته قوت ورباښه چې له امله یې د ښکېلاکونو غلامانو له افغانانو د هغوی د ځوانانو جذبات او احساسات یرغمل کول چې له امله یې دې لار کې یې میلیونونه سرونه تل شوه، بلخوا یې د نړیوالو ابر ځواکونو لپاره د افغان جهاد او قتال سرلاري شهیدانول او د خورا کم دنیوي متاع لپاره به یې د حقې لارې مبارزین نیول، شکنجه کول، قتلول او د هغوی معلومات به یې پر کفارو خرڅول او پاکستان به دا کار ځکه کاوو تر څو په افغانستان کې د بل شوي اور زور یو طرفه نشي، په ګاونډ کې بل اور ځوان، تاند، او وژونکی اوسي، زما په باور د دې افغان ورور دا ګیله پر ځای ده او هغه نفرت هم توجیه دی چې پاکستان یې ځان حقدار نه ګڼي، او یقین لرم چې له دې اجرتي قاتلانو به دا پوښتنه ضرور کوي او هغه وخت د پاکستاني اولس مکلفیت دا دی چې د حق سره به ولاړ وي.‌

د شوروي اشغال له شکست وروسته په افغانستان کې کورنۍ جګړې له پاکستان څخه رهبري کېدلې، او پاکستان دا هر څه د غرب په اشاره کول، څه ډول چې یې د شوروي اشغال پر ضد په جهاد کې د مجاهدینو څخه د خپلو سیاسي او شخصي موخو د ترلاسه کولو، سازمان یافته او تکتیکي ملاتړ کاوه، کټ مټ لکه د صلیبي اشغال له ماتې وروسته چې پاکستان د غرب په اشاره اوس له افغانستان سره په جنجال دی،‌ کنه په افغانستان کې له اوسني نظام سره د پاکستان د حکومت مشکل په څه کې دی؟
ولو که د پاکستاني طالبانو بحثونه را مطرح شوي دي، خو غرب ته د پاکستاني حکامو تګ راتګ، د چین او ایران ضد اخرنۍ امنیتي او ډیپلوماټیکي پېښي، د سیمې او ګاونډ له هېوادونو سره اخ و ډب، د غرب سازمان یافته داعشیانو سره نزدیکت او د غرب د خوشنودی لپاره د واضحو او ښکاره چوپړتیاوو د وړاندې کولو وروسته هېڅ هوښيار انسان دا نه مني چې د دې دوو ملتونو ترمینځ دا مظبوط تړاؤنه دې په دومره وړو بهانو پری کړای شي، دا راز که د فوځ د مشرانو شخصي ګټې نه وای نو د پاکستان د دې لوی ملت ګټې به یې چې د افغانستان سره لري‌ ولې قرباني کولای؟

دا راز د افغانستان سره د ټي ټي پي د موضوع حل چې د پاکستان فوځ یې په کوم نوعیت غواړي معقول نه دی، او نه ممکن دی، پاکستان له دې امله د دې لویې موضوع نامعقول حل باندې ټینګار کوي تر څو اسلامي امارت د خپلو پخوانیو ملګرو سره په جنګ اخته کړي او خپله ننداره وکړي، په داسې ډول چې که حاکم نظام د پاکستاني طالبانو پر وړاندې داسې یو اقدام وکړي چې پاکستان یې ترې تقاضاء کوي نه تنهاء دا چې افغانان به د هغه ذهنیت لمخې چې تېر شل کاله د طالبانو په اړوند د صلیبي اشغال غلامانو بدرګه کاوه (چې ویل کېدل به ګوا طالبان د پاکستان غلامان دي) حاکم نظام نقد کړي او ممکن پاڅونونه به وشي، بلخوا به پاکستاني طالبان هم د خپلو ټوپکو شپيلۍ د دوی پر لوري را واړوي، په داسې حال کې چې حاکم نظام په ټوله نړۍ کی هېڅ ډول دوست نه لري،‌ د پاکستان په شمول د بشپړي نړۍ له لوري‌ مینځوی (درېیم) دی او د سقوط هر نوعه هڅه یې کوي. په مادي تحلیل به څنګه به معقوله وي چي ‌د ټولې نړۍ سره د دُښمنۍ تر څنګ ټول مسلمانانو سره هم دُښمني وکړي، دوستانو سره هم په دُښمنۍ واوړي.

پاکستان پر افغانستان هوایې بریدونه وکړل، د یوه داسې هېواد د ارضي تمامیت او هوایي حریم نقض چې له جنګه تازه راوتلی او د پاکستان څخه تر هر چا ډېرې هیلې او امیدونه لري هېڅ نشي توجیه کېدلای، او نه پر افغانستان بمبار د پاکستاني اولس ذهنیت رغولای شي، بناء دا هم یو دلیل کېدای شي چې فوځ د غرب په اشاره داسې اقدامات کوي چې د یوه لوی جنګ د بللو په معنی ده، جنګ چې د وران افغانستان هېڅ نشي ورانولای خو د ودان پاکستان غرقه بېړۍ به نوره غرقابه کړي چې په نتیجه کې به یې لوی زیان پاکستانی اولس او حکومت وویني خو ګټې به ترې یو څو تنه د فوځ اجرتي قاتلان پورته کړي.‌

په پایله کې باید یادونه وکړو چې دا روایت چې په افغانستان کې د پاکستان په مورد نهادینه شوی او تکثیر شوی دی د لوړو او نورو ډېرو دلائلو لمخې بېځایه هم نه دی، مونږ د افغانستان سره د دوست په څېر برخورد نه دی کړی او کوم احسانونه چې پرې اچوو ټول تکتیکي دي، سیاسي دي، لنډ مهاله او د ښه نیت پر بناء نه دي.‌

دا راز مونږ هېڅ داسې هڅه نه ده کړې چې په افغانستان کې د مشهور شوي پاکستان ضد روایت پر خلاف داسې اقدامات وکړو چې حقیقي بڼه ولري او نه مونږ د افغانانو د زړونو او فکرونو ګټل واجب یا ضرور بللي، زمونږ مشرانو افغانان د خپل دومره ستر عزت او برم سره سره یو نابرابر نا سیال ملت بللی او د دې وړ یې نه بولو چي پر اذهانو او افکارو یې کار وکړای شو، ممکن په رښتیا پاکستان د غرب د غلام او په سیمه کې د یوه فعال اجیر په توګه د افغانستان دُښمني کوي تر څو غرب د خپل دغه سپاهي په وسیله افغانستان له شرق را بېل کړي، پخپله په افغانستان کې د غرب ګټو ته خطرات کانټرول وي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version