په دې ورستیو کې د پاکستان استخباراتي ادارې یوه ويډيو نشره کړې ده چې په یاده ویډیو کې نصر الله(مولوی منصور) څرګندونې کوي چې ګواکې نوموړي خپل فعالیتونه له افغانستان څخه اداره کول، زه په دې هیڅ نه غږیږم چې نوموړی به د تحریک غړی وي او کنه؟ خو دا راته په ډاکه معلومیږي چې د نوموړي ټولې څرګندونې د فوج خبرې دي،
دا ټولې هغه څرګندونې دي چې د پاکستان استخباراتي شبکه یې غواړي ترڅو د تحریک ترمنځ پرې اختلاف ته لاره هواره کړي او بل خوا ته دا ثابته کړي چې ګواکې د تحریک غړي خپل عملیات له افغانستان څخه اداره کوي.
په داسې ویډیوګانو یوازې هغه خلک دوکه کیږي چې له سیاست څخه لرې پاتې شوي وي او یا ورسره هېڅ ډول تعلق ونه لري.
دا د هغه توطیؤ په قطار کې یوه توطیهٔ ده چې مونږ په مخکینیو لیکنو کې مکمل وضاحت کړی ؤ چې دلته ورته لنډه اشاره کوو:
اصلاً کیسه داسې نه ده، کیسه پدې ډول ده چې پاکستان ډېر هڅه وکړه ترڅو د طالبانو له واکمنېدو سره سم خپلو شومو اهدافو ته لاس رسی پیدا کړي، مګر طالبانو د دوی غوښتنو ته منفي ځواب ووایه، پاکستاني چارواکو ډېره هڅه وکړه ترڅو طالبان راضي کړي مګر د طالبانو د سور برق نشان هماغسې روڼ ښکارېده.
پاکستاني چارواکو په نړیوالو کنفرانسونو کې د طالبانو خلاف څرګندونې پیل کړې چې هېڅ ډول نتیجه یې ورنکړه ځکه پاکستان په نړیوال سټېج خپل سیاسي حیثیت له لاسه ورکړی دی.
وروسته یې د ډیورنډ په فرضي کرښه مشکلات جوړ کړل ترڅو هغه داعشیان چې پاکستان کې مېشت ؤ، افغانستان ته صادر کړي خو ناکام شول.
د مهاجرینو جبري اخراج یې پیل کړ، ترڅو داعش د دوی په منځ کې افغانستان ته انتقال کړي مګر فعلي نظام دا درک کوله او دا فتنه یې په نطفه کې خنثی کړه.
(پدې اړه زمونږ تفصلي لیکنه په ویب پانه کې لیدلی شئ)
همدا رنګه پاکستاني استخباراتي ادارو یوه بله هڅه پیل کړې، ترڅو مقاومت او داعش سره منسجم کړي او د طالبانو خلاف یې وکاروي چې دوی په ترکیه، ایران او تاجکستان کې غونډې ترسره کړي دي او په ورستیو کې د مقاومت لوړ پوړي غړي پاکستان دعوت کړي ؤ.
یاده دې وي چې پاکستان دا هڅه هم پیل کړې ده ترڅو نړیوالو ته وښایي چې ګواکې تحریک طالبان د افغانستان څخه د دوی په ځواکونو حملې ترسره کوي خو زما په فکر د داسې ماشومانه تحلیلونو وړاندې کول به دوی ته هېڅ ګټه ونکړي.
نو په داسې ډول دوی غواړي تر څو د خپل بام واورې په افغانانو وراچوي.