هندي علماوو د داعش کړنې غیراسلامي وګڼلې

په هند کې تر زرو پورته مسلمان علماو د داعش کړنو د غندلو سربېره غیراسلامي بللي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور په اساس د هند سلګونو علماو په هغې ګډې فتوا لاسلیکونه کړي چې په کې د داعش کړنې د اسلامي تعلیماتو خلاف بلل شوي دي.

یاده فتوا د ممبۍ مشهور عالم محمد منظر حسین اشرفي مصباحي ورکړې او وروسته د هند نورو علماو یې توثیق کړی دی.

په هند کې شاوخوا ۱۷۲ میلیونه مسلمانان ژوند کوي او دغه خاوره کې د اسلامي نړۍ ستره مدرسه دیوبند او علماو موجود دي.

بل لوري د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور په اساس د داعش ضد فتوا باندې د هندوستان ۱۰۵۰ علماو لاسلیک کړی او دا لومړی ځل دی چې د داعش خلاف دومره ستر تعداد علما فتوا ورکوي.

په دغې فتوا د ډيلي مشهور مسجد امام سیداخمد بخاري، ممبۍ رضا اکاډمۍ، ممبۍ جمعیت علما او علماو شورا لاندې موجودو مدرسو مشرانو هم لاسلیکونه کړي دي.

په فتوا کې ویل شوي چې اسلام د تشدد خلاف دی خو داعش یې ملاتړی دی. دوی ویلي چې د داعش کړنې غیر اسلامي او غیرانساني دي.

د داعش ضد فتوا په هندوستان کې په پراخه پیمانه خپره شوې او هم نورې نړۍ سره شریکه شوې ده.

د داعش پر ضد د مسلمان ولسونو شکونه هغه مهال زیات شول چې د نورې کفري نړۍ پر ځای يې په جهادي خوځښتونو بریدونه پیل او هغوی یې «مرتدین او منحرف» وبلل.

داعش پر ضد د عربي نړۍ ډيری علماو هم فتواوې ورکړي او د دوی کړنې یې د اسلام له دایرې بهر ګڼلي دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version