هغه زبرځواک چې په پټه یې داعش جوړ او ملاتړ یې ترې وکړ

محمد صادق طارق

 

د المرصاد ادارې د داعش او د هغې د پټو ملاتړو اصلي څېره په ډاګه کړه، ترڅو د انسانیت دُښمنان ټولو ته ښکاره شي او د خپلو شومو موخو په ترلاسه کولو کې لا زیات رسوا شي، خو له بده مرغه ددې حقیقت منل آسانه کار نه دی، نو ځکه مې اړینه وګڼله، چې د هغه زبرځواک په اړه چې په پټه توګه د داعش څخه ملاتړ کوي او د داعش د فزیکي شتون لامل شوی، ترې بحث وکړم.

که څه هم امریکا له کلونو راهیسې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادعاوې کوي او له دې ادعا سره-سره یې د ډېرو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې او حتیٰ پر یو شمېر هېوادونو یې بریدونه کړي او پوځي اډې یې جوړې کړې دي، خو کره اسنادو د متحده ایالاتو د ترهکرۍ نور اړخونه هم روښانه کړي دي.

دا په زړه پورې ده چې پوه شئ، چې محرم(پټ) اسناد بې له شکه ښیي چې امریکا په نړۍ کې د داعش د پروژې طرحه کوونکی او بنسټ ایښودونکی دی.

«ګلوبل تحقیقاتي مرکز» د «واشنګټن بلاک» په حواله لیکلي دي چې: « د داعش د خلافت پروژه په امریکا کې جوړه شوې وه» د دې وېبپاڼې په حواله، د امریکا د حکومت رسمي اسنادو دا ثابته کړې، چې امریکا د داعش له جوړېدو ملاتړ کړی دی.

د ګلوبل ډیټابیس مدیر په خپله ځانګړې لیکنه کې یادونه کوي چې: «د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې داسې اسناد خپاره شول چې نه یوازې دا ښيي چې داعش د امریکا د استخباراتو له خوا جوړ شوی، بلکې دا هم تاییدوي چې د خلافت پروژه په واشنګټن کې طرحه شوې وه.

له همدې امله د امریکا پخواني ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” هم په خپلو خبرو کې د اوباما اداره په فعاله توګه د هغو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنه کړه چې وروسته په داعش بدل شول. ټرمپ په وار وار ټینګار کړی، زه غواړم ووایم، چې «هیلري کلنټن» هم د داعش له بنسټ ایښودونکو څخه ده.

د امریکا د جمهوري غوښتونکو سناتور “راند پاول” هم په خپلو خبرو کې له داعش سره د امریکا پټې اړیکې په ډاګه کړې او ویلي یې دي: «داعش په سوریه کې زموږ متحد و؛ موږ یې ملیشو ته وسلې ورکړې، تر څو د دمشق حکومت وفادار ځواکونه شاته کړي او د دغې ډلې لپاره مو په سوریه کې خوندي ځایونه جوړ کړل.»

د روسیې چارواکو هم منلې چې داعش د امریکا له خوا رامنځته شوی او ملاتړ یې کوي، له همدې امله د امریکا د پوځ جنګیالیو د سوریې د پوځ پر څو پوستو بریدونه وکړل.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې “ماریا زاخارووا” وویل: دا واقعاً یوه وحشتناکه پایله ده، چې سپینه ماڼۍ د داعش ملاتړ کوي.

قضاوت په پای کې تاسو ته پریږدو؛ یو هېواد چې د یو زبرځواک د ادعا سربیره، په پټه توګه فتنه ګرې ډلې رامینځته کوي او ملاتړ یې کوي، آیا دا د هغه ضعف(کمزوري) نه څرګندوي؟ ښکاره ده، چې هغه نور له خپلو سیاسي، نظامي او اقتصادي سیالانو سره د جګړې توان نه لري، د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره باید په پټه د دغسې ډلې ملاتړ وکړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version