نور تحفه نه لرم زوی رانه قبول کړه!‎

المأخذ: «حیاة الصحابة»

ژباړه: م. حمد الله(دانشمند)

“انس”(رضی الله عنه) فرمایي: کله چې نبي علیه السلام مبارک مدینې منورې ته په خپله زرینه څېره ښکلا وروبښله هغه مهال زه اته (۸) کلن وم. مور مې له ځان سره د مدینې د جانان په وړاندې حاضر کړم، ورته یې وفرمایل: اې د الله پاک رسوله! تاته د انصارو سړو او ښځو تحفې ډالۍ کړې له مانه پرته، زه په کور کې نور داسې څه نلرم، چې تاته یې ډالۍ کړم، یواځې یو زوی لرم هغه مي را ویستی ترڅو له تا سره په اړینو کارو کې مرسته وکړي رانه قبول یې کړه!

هغه مبارک زیاتوی، چې لس (۱۰) کاله مي د هغه علیه السلام مبارک خدمت تر سره کړل، نه یې وهلی یم، نه یې راته سپکې سپورې ویلې او نه یې زما په وړاندې تندی کونځې کړی.

صلی الله علی من هو علی خلق عظیم و علی اله و صحبه اجمعین.

المأخذ: حیاة الصحابة بحوالة ابن عساکر.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version