نامشروع اړيکې دفتنو دروازې دي!

حسان مجاهد

د شريعت مهم اصل دادی، چي(اسباب الحرام حرام) يعني ټول هغه کارونه چي په واسطه يې دحرامو دروازه خلاصيږي حرام دي.

مثلاً الله تعالی مؤمنان کفارو ته له ښکنځل کولوځکه منع کړل؛ چي په غبرګون کي يې کفاردناپوهۍ او عداوت له امله الله تعالی ته ښکنځل کوي، که داوجه نشي نوکفاروته ښکنځل څه چي قتال ورسره فرض ده.

همدارنګه نامحرموته کتل، له هغوی سره خلوت، نامشروع اړيکي، يوازي سفر، اختلاط اوخبري(په غږ اوليکنه) هم ځکه حرام دي؛ چي داټول دفحاشي دروازې دي او په فتنه کي دوقوع خطره ترې پيښيږي.

الله تعالی حکيم ذات ده او مونږ ډير عاجزان يو نو ځکه الله تعالی مونږ دګناه اوفحاشي له مقدمو څخه منع کړو اود«لا تزنوا، زنامکوئ»په ځای يې «لاتقربوالزنا ، زناته مه نږدې کیږئ!» وويل؛ ترڅو له ګناه څخه ځان ساتنه آسانه شي.

په نن عصر کې داسلامي ټولنې زيات ځوان نسل د ناروا مينې په رنځ اخته ده، اکثره ځوانان او پيغلې دانټرنټ يا له بلي کومې لاري نامشروع اړيکي ساتي، چي انجام يې په سترې بلا (عشق مجازي) کي ابتلا شي، د انساني خلقت له هدفه شاته پاته شې، په قسم قسم ناروغيو اخته شي، ژوند يې له غمونو اوفکرونو ډک شي اوکله په لويه فتنه (فحاشۍ) کي راګیر شي. دپورته تحقيق له مخي دا ډول اړيکې ساتل حرام اودفتنې دروازې بلل کيږي .

ابن عباس، ضحاک، حسن بصري، مجاهد او عطاء رضی الله عنهم د (وَلا مُتَّخِذَاتِ أَخْدَانٍ ) النساء 25 په تفسير کي وايي: «له هغو ښځو سره نکاح وکړئ چي دپټ يار اوانډيوال نيونکې نه وي!»

په نامشروع اړيکواخته کسان بايدله داسي کړنو پرهيز وکړي او الله تعالی ته رجوع او تسليمي اختيار کړي؛ ځکه داکار په دنيا او آخرت کي ناوړه پايلې لري.

په کار ده! چي دداسي ناروا اړيکو نيولوڅو اسباب او عوامل په ګوته شي ترڅو ځان ترې وساتل شي چي بعض په لاندي ډول دي:

_ بدنظري(نامحرمو ته کتل)

نامحرمو ته له کتلو لويي فتنې پيداکيږي؛ ځکه سترګي دزړه لاره ده چي کله نظر په چا ولګيږي نو په زړه کي شهوت، مخالف جنس ته ميلان او غلط اوهام پيداکيږي نو لومړی باید دنظرپوره ساتنه وشي، علماء وايي: نفس دوږي سپي په څېر ده، وږي سپي ته چې غوښه ورښکاره شي، بیا په هيڅ ډول ترې صبر نشي کولای او کله چې غوښه ترې پټه شي؛ بیا ترې صبر وي، همدارنګه نفس ته چې کله ښایسته ښځې، هلکان او نور دګناه مواقع ور وليدل شي نو نفس ترې هيڅ صبر نه شي کولای او کله چې داسې شیان له نفس څخه پټ کړل شي؛ بیا دنفس ساتنه او صبر ممکنه ده.

_بي پردګي

بي پردګي هم دډيرو فتنو لامل ده، پکارده چي کله ښځه له کوره وځي؛ نو باید په پوره حجاب مستوره وي، داسي نازک، چسپ، نرم او جالب لباس په تن نکړي چي دمسلمانانو نظرونه ځان ته را واړوي.

_اختلاط

ام سلمه ( رضي الله تعالي عنها) وايي: « رسول الله ﷺ چې به کله لمونځ ادا کړ؛ نولومړی به ښځي له مسجد څخه ووتلې او صحابه کرام به تر هغه په مسجد کې ناست وو چي آخري ښځه به کورته ورسیده، ترڅو دښځو اوسړیو ترمينځ اختلاط واقع نشي» سره لدې چي هغه زمانه له فتنو ډيره محفوظه وه، نو دفتنو په دې اوسنۍ زمانه کې بايد په تعليمي ماحول، نظام، کسب او دژوند په نورو چارو کې له اختلاط(دسړیو اوښځو ګډژوند) څخه پوره ځان وساتل شي او دکورمسؤل بايدهغه چاته اجازه ورنکړي، چي دده له اهل سره يې ليده، کاته، ناسته او ولاړه حرام وي.

_دنامحرموآواز

دښځو آوزا هم سترده، په قران کريم کې ښځو ته حکم شوی ده چي کله څوک دروازه وټکوي نو ښځه دي په نرمو الفاظو سره جواب نه ورکوي ځکه بیادهغو خلګو په زړوکي ناوړه طمع پيداکيږي چي په زړو کي مرض لري، کتابة (ليکل)هم دخبرو حکم لري، نو بايد هيڅ وخت د پردۍ ښځي سره خبري ونشي او آواز يې واوريدل نشي، په ځانګړې توګه چي موسيقي اوساز لرونکی آواز وي.

_د عشقي کتابونو او کيسو لوستل

دعشقي کتابونو، ناولونو، شعرونو جذابو اوجنسي غريزو پارونکو کيسو لوستل دځوان نسل په اذهانو منفي اغېز کوي او دګناه طرف ته يې په آسانۍ سره جلبوي، نو بايد دداسي شيانو په ځاي دصحابه کرامو، اتلانو او دامت دهغو عارفينو، بزرګانواواسلافوژوندونه مطالعه شي چي دالله تعالی په عشق اومينه کي غرق وو او دژوند د هرنوع راحت او لذت په بدل کې يې ځانونه عبادت ته وقف کړي وو.

_دانټرنيټ غلط استعمال

غربي نړۍ دهرمسلمان کورته هغه اسباب په آسانۍ سره ورسول، چي په واسطه يې ځوان نسل ته دډيرو ګناهونولاره هواريږي، نو
دهر کور مسؤل باید زامنو او لورانو ته ټليفون، ټيلويزون، (وي سي آر )او دانټرنټ نوروسائل مساعد نکړي ؛ ځکه دکشرانو اذهان خالي او له معلوماتو بي برخي وي اودانټرنيټ واګي چي دکومو خلګو په لاس کې دي هغوي داسي شهوت پارونکي، نيم لوڅي، فاحش اوګمراکونکي تصويرونه، فلمونه اوخپروني نشروي چي هدف يې دځوان نسل عرياني او فحاشي ته دعوت وي.

نو له ټولو هغو اسبابو څخه چي ګناه اوفتنې ته لاره هواروي باید دځان او نورو ماتحتو حمايه وشي او ددې کار لپاره بايد جدي اقدام وشي، ترڅو يوه داسي عفيفه او حياناکه ټولنه ولرو چي اسلام يې له مونږ غوښتنه کوي.

اللهم جنبنا الفواحش ماظهر منها ومابطن آ مین يارب العلمين

حسان مجاهد زنا نامشروع اړيکې

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version