نازولی فلسطين

اوومه برخه
عزيز الدين مصنف

یو عربي تاریخ پوه لیکي: مخکې تر دې چې اسرائيل منځ ته راشي، د اسرائيلو د حکومت په نوم په تاريخ کې هيڅ نوم نشته، ځکه دوی پخوا په دې نوم کوم حکومت نه درلود، د اسرائيلو پخوانی لومړی وزير بن ګورين وايي: يهود څو ځلې د يو حکومت په جوړولو پسې شوي وو، مګر بريالي نه شول، تر هغو چې د سوئس په بال ښار کې یې د تؤدور هرتزول په مشرۍ کنفرانس ترسره کړ، ترڅو د یو نوي دولت د جوړونې لپاره لومړني ګامونه پورته کړي.
هرتزل په ۱۸۹۵م کال د (يهودي دولت) تر سرليک لاندې يو کتاب وليکه چې له يهودو يې غوښتنه کړې وه ترڅو د ځان لپاره په آرژانتائن کې حکومت جوړ کړي. ( تاريخ الحرکه الصهيونيزم، دوکتر آلن تاير)
کله چې هرتزل دا کتاب وليکه او د يهوديانو لخوا فلسطين د استوګنې لپاره وټاکل شو، نو هرتزل ډېر په بېړه ترکيې ته سفر وکړ، هغه وخت په ترکيه کې د عثماني امپراطورۍ سلطان عبدالحميد واکمن و، هرتزل له سلطان عبدالحميد څخه وغوښتل چې د ښو ډېرو پيسو په بدل کې دې د فلسطين په خاوره اسرائيلو ته ځای ورکړي، مګر د سلطان عبدالحميد لخوا يې دا خبر رد شوه، هماغه و چې هرتزل بېرته انګلستان ته ولاړ، انګلستان ته په تلو يې دا هېواد دې ته مجبور کړ ترڅو د سينا صحرا د يهوديانو لپاره پرېږدي، په پای کې څو انګليسي انجنيران د سينا صحرا د معاينې لپاره هلته ولاړل، مګر د سينا صحرا د اوسېدو لپاره مناسب ځای نه و، بلکې د فلسطين د استعمار لپاره يې نقشې طرحه کړې.
همدا وخت و چې لومړنۍ نړېواله جګړه شروع شوه، او د ټولې نړۍ خصوصاً يهوديان خپل راتلونکي ته اندېښمن وو.
لومړنۍ نړيواله جګړه کې انګلستان يو څه نا آرامه و، هڅه يې کوله ترڅو امريکا د جنګ صحنې ته راولي او د ځان لپاره يو ملګری پيدا کړي، دا چې امريکا د يهوديانو لخوا اداره کېدله نو د انګلستان يهوديانو ته اړتيا پيدا شوه، د دې لپاره چې يهوديان امريکا په لومړني نړېوال جنګ کې داخله کړي، بايد انګلستان له يهوديانو سره د فلسطين په نيولو کې يو تړون لاسليک کړي.

جيرالد کې سميث وايي:
يوازينی څه چې امريکا يې لومړنۍ نړېوالې جګړې کې ګډون کولو ته وهڅوله، هغه صهيونيزم و، دا پلان چې د لندن په يوه کور کې طرحه شوی و، د مخته وړلو لپاره يې جيمس مالکوم پلانونه طرحه کول، جيمس مالکوم په خپلو خاطرو کې ليکي:
يو له هغو کسانو چې امريکا مو لومړنۍ نړيوالې جګړې ته راوسته، زه وم، دی وايي د مختلفو سفرونو او مقالو په ليکلو مې اروپايي هېوادونه دې ته وهڅول ترڅو يهود له پامه ونه غورځوي، د امريکايي يهوديانو سره مې بې شمېره مجلسونه او ناستې ترسره کړې چې په پايله کې په دې وتوانيدم، تر څو د ۱۹۱۷م کال په پسرلي کې امريکا لومړنۍ نړيوالې جګړې ته راولم.
د صهيونستانو مشر حاييم وايزمن، په روتشيلدبر، لويد جورج، ونستون، چرچيل او بلفورد باندې تر فشار راوړلو وروسته دوی دې ته وهڅول چې د يهوديانو د حکومت د تشکيل لپاره د وفادارۍ لوړه وکړي. انګلستان چې له پخوا له يهوديانو سره دا ډول وعدې کړې وې نظامي وزارت ته يې امر وکړ، چې داسې عهد نامه او قرارداد وليکي ترڅو هم يهود راضي شي او هم د عربانو د عکس العمل سبب ونه ګرځي.
مالکولم ورپسې ليکي: مخکې تر دې چې دا عهدنامه وليکل شي، ما د سعودي له استازي مارشال حداد سره د يو ملاقات په ترڅ کې د دې موضوع جريان په دې ډول بيان کړ: دا چې د امريکا په راتلو سره د دواړو ګټې خوندي دي، نه بايد عربان شورش وکړي.
تر دې وروسته د صهيونيستانو له مشر وايزمن څخه انګلستان غوښتنه وکړه ترڅو وفاليک وليکي، وايزمن د انګلستان د بهرنيو چارو له وزير آرثرجيمس بلفور نه يهودي روچليد ته په خطاب کې دا ډول وليکل:
انګلستان په فلسطين کې د يهودو لپاره د دولت له جوړولو سره پوره موافق دی او انګلستان هڅه کوي تر څو د دې چارې د لا ښه تنظيم لپاره خپل کوښښ وکړي.
وروسته دا عهدنامه د واشنګتن قاضي برانديس ته تلګراف شوه، وروسته د برانديس تر خوښي د انګلستان د بهرنيو چارو په عهد نامه امضاء وکړه او د هغه وخت تر ټولو سرمايه دار يهودي روچيلد ته يې وسپارله. دا عهدنامه په ۱۹۱۷م کال لاسليک شوې وه، مګر مسلمانان هغه وخت خبر شول چې کله عثماني امپراطورۍ له سقوط سره مخ او د فلسطين ډېره برخه د يهوديانو لخوا غصب شوې وه، دا د ۱۹۱۸م کال و. (خطر اليهوديه العالميه علی الاسلام و المسيحيه: صفحه: ۲۳۹)
د ۱۹۲۰م کال په اوږدو کې انګلستان اعلان وکړ، چې د فلسطين حکومت به له نظامي څخه مدني ته واوړي، له دې اعلان سره سم يهوديانو متفقينو ته د لاسليک لپاره يو خط وليږه چې بايد په فلسطين کې د يهوديانو لپاره بېل سياسي او اداري تشکيلات رامنځته شي ترڅو د يهوديانو مهاجرتونه په سمه توګه رهبري کړي، همدارنګه پرېکړه وشوه، چې فلسطين ته په ورغلو يهوديانو د تنظيم لپاره بايد يوه کابينه رامنځته شي.
او هلته ورغلو مهاجرينو ته ځمکې او د استوګنې ترتيبونه وکړي، دا عهدنامه په ۱۹۲۲م کال د سازمان ملل لخوا په تصويب ورسېده، د دې عهدنامې تر لاسليک وروسته انګلستان خپل نماينده هربرت صموئيل يهودي فلسطين ته ولېږه، صموئيل د پنځوسو کلونو لپاره په فلسطين کې پاتې شو، او لاندې کارونه يې ترسره کړل.
✓ شپېته زره يهوديانو ته د ځای ترتیب
✓ په حکومتي نظام کې يهوديانو ته مهم پوسټونه ورکول
✓ له عربو څخه په زور د ځمکو اخيستل او يهودو ته ورکول
✓ د خارجي تجارت چارې يهودو ته سپارل
✓ په عربو د مسلح ګرځېدو بنديز
✓ يهودانو ته د اسلحو اخيستلو لپاره د اسانتياوو برابروول
د ټولې نړۍ يهوديانو ته د فلسطين تابعيت وکړل شو، په فلسطين کې مېشت عربو څخه خپل تابعيت واخیستل شو، له بل اړخه يهوديانو د اسرائيلو ښه ملاتړ کاوو، ځکه خو يې د اردن په ختيځه څنډه کې يوه قوه نظامي اډه هم تأسيس کړه، ترڅو يهوديانو ته هيڅ کوم خطر پېښ نه شي.
(خطير الهوديد: ۲۴۲)

ادامه لري…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version