نازولی فلسطين

پنځمه برخه
عزیز الدین مصنف

آيا امريکا د يهودو په لاس کې ده!؟
کله چې په ۱۹۶۷م کال د اسرائيلو او عربانو ترمنځ سختې نښتې رامنځته شوې او امريکا په دغو نښتو کې له اسرائيلو څخه په مستقيمه توګه ملاتړ اعلان کړ، له همدې څخه وروسته داسې انګېرل کېږي، چې ګويا آمريکا د يهودو په لاس کې ده.
د دې پوښتنې د تشريح لپاره به د (يهودی جهانی يگانه مشکل جهان له کتاب څخه يو متن را انتخاب کړو)
دا کتاب چې د يو مشهور ميلونر لخوا ليکل شوی، هنري فورد نوميږي، په دې کتاب کې پر يهوديانو هر اړخيز بحث شوی، د يهوديانو پټې ناستې، راتلونکي پلانونه او نور ډېر څه پکې ياد شوي. د يهودانو په اړه دا يو تر ټولو مشهور او مهم کتاب دی، کله چې په ۱۹۲۱م کال د فورډ ماشين جوړولو مشهور شرکت دا کتاب چاپ کړ، يهوديانو په لوړه بيعه له ټولې نړۍ څخه راټول کړ او ويې سوځاوو، مګر بيا هم په عربي نړۍ کې په خورا سرعت سره خپور شو، په امريکا کې د دې کتاب يوه نسخه په ۸۰۰ ډالره پلورل کېدله، مګر د يهودانو تر ډېرو فشارونو وروسته يې ليکوال مجبور شو، ترڅو په يوه ليکل شوې بخښنه لاسليک وکړي.

د کتاب له متن څخه:
څلور سوه کاله کې چې يهوديان امريکا ته ننوتلي، يهوديانو په امريکا کې دومره زحمت ويستلی چې د نړۍ تر ټولو قوي هېواد کې خپل نفوذ وکړي.
د هلند حاکم ستويفيسات د يوې اعلاميې په ترڅ کې له يهوديانو څخه وغوښتل چې له نيويارک څخه ووځي، مګر د دې ښار په ساختماني شرکتونو کې د يهوديانو ډير سهم ته په کتو د هلند حاکم له خپلې غوښتنې څخه په شاه شو، ( نيويارک په دې وخت کې د هلند تر لاس لاندې و).
د هلند حاکم دومره وکړل چې له مشهورو تجارتي شرکتونو څخه يې يهود ګوښه کړل، مګر نن ورځ نيويارک د يهوديانو تر ټولو لوی مرکز دی، په نيويارک کې ډير صنعتي شرکتونه او ځمکې د يهودو په ملکيت کې دي همدا رنګه يهوديان په نيويارک کې تر لاس لاندې ساحو کې بل چاته د تجارت او کاروبار اجازه هم نه ورکوي، په همدې اساس مونږ امريکايان د يهودانو له هغه شعار څخه بايد تعجب ونکړو چې وايي: امريکا هماغه ځای دی چې زمونږ پيغمبرانو له مونږ سره وعده کړې، نيويارک زمونږ اورشليم دی او غرونه يې لکه د صهيون غرونه.
د جورج واشنګتن په وخت کې په ټوله امريکا کې څلور زره يهوديان استوګن وو، کله چې د آمريکا د آزادۍ جګړه پېښه شوه، يهوديانو خپله پوره برخه پکې واخيسته، د دې جنګ به لا ۵۰ کلونه نه وو تېر شوي، چې په امريکا کې د يهوديانو شمېر ۳۳۰۰۰۰۰ نفرو ته ورسېد، په داسې حال کې چې دقيقه شمېره يې لا هم چاته نه ده معلومه، په دې کې هم د يهوديانو خاص راز پروت دی، تعجب خو لا دا چې د آمريکا د نفوسو د احوال او ثبت اداره هم له يهوديانو سره ده.
که تاسو په آمريکا کې د شته فرانسويانو، آفريقايانو او آسيايانو شمېر وغواړئ، نو فوراً به يې معلومات وشي، مګر کله چې د يهوديانو د شمېر پوښتنه وشي نو پوښتنه همداسې پوښتنه پاتې شي.
دا چې يهوديان د امريکا ډيری تجارتي شرکتونه کنټرولوي، خپله امريکا هم په دې ناخوښه ده، ځکه په هغو هېوادونو کې چې هلته يهوديان استوګن وي هلته د فساد کچه تر ټولو لوړه وي، نور هېوادونه په ښه سترګه نه ورته وګوري، تر ټولو ښه مثال يې اسپانيا، آلمان او انګلستان دی، چې په دې هېوادنو کې يهوديان پراخ لاس لري.

نن ورځ امريکا نړۍ ته د يهودو له سترګو ګوري، يهوديانو په ټوله آمريکا کې نفوذ کړی، تر دې حده چې هره کليسا يې تر کنټرول لاندې ده.
د امریکا ټولې اقتصادي پروژې د يهودو لخوا عملي کيږي، په امريکا کې يهوديانو دومره ډېر نفوذ کړی چې عيسويان يې هم تر اغيزې لاندې راوستلي، همدارنګه د ټولې امريکا د هر پوهنتون ټولې چارې، فکر، نظر او عقيده د يهوديانو په لاس کې دي.
په ټوله آمريکا کې يهود تر دوو نومونو لاندې فعاليت کوي.

✓ کهيلا نيويورک
✓ د آمريکا د يهودو کابينه

کهيلا په آمريکا کې د يو خپلواک حکومت په توګه فعاليت کوي، په داسې ډول چې د دې سازمان ټول قراردادونه د (قانون) ارزښت لري.
د امريکا په نيويارک ايالت کې د دې سازمان شتون يهوديان دې ته لېواله کړي چې نيويارک ته هجرت وکړي، ځکه يهوديانو ته دا سازمان د مور او پلار حيثيت لري، د يهوديانو دا سازمان په امريکا کې خپلې مهمې غونډې ترسره کوي، اوس وخت کهيلا خپل نوم بدل کړی او پر ځان يې د (د يهوديانو نړیوال کنفرانس) نوم ايښی، په ټوله نړۍ کې زرګونه مخفي او پټ سازمانانونه د کهيلا تر لاس لاندې کار کوي.

زه له يهوديانو يوه پوښتنه کوم: تاسو چې د وطن پرستۍ دعوې لرئ، نو دا دومره سازمانونه د څه لپاره، دا د چا پر وړاندې په فعاليت بوخت دي، دا سازمان ولې هڅه کوي ترڅو نيويارک له امريکا څخه بېل کړي، که يهوديان د امريکا لپاره وفادار وي نو د داسې يوه تنظيم شتون په څه مانا، د ټولې نړۍ لپاره کهيلا د عبرت درس دی، چې بايد نړېوال د يهودو له شومو اهدافو څخه ځانونه خبر کړي.
د امريکا جمهوري ګوند د کهيلا له سرسختو ملاتړو څخه ګڼل کېږي، ځکه خو هر وخت په ټاکنو کې بريالی هم وي، په حقيقت کې دا ګوند د کهيلا تر مستقيمې ادارې لاندې دی.
د آمريکا د ولسمشر د ټاکلو يوازينی شرط د يهودو خوښي ده، مګر د امريکا خلګ فکر کوي چې ولسمشر د دوی په خوښه راغلی، که چيرته په ټاکنو کې بريالی ولسمشر د يهودو په خوښه کړنې ترسره نه کړي، د يهودو لخوا يې په اړه دومره ناوړه دوسيې ثبتېږي چې آن په خپله خوښه ميدان پرېښودلو ته اړ ايستل کېږي.
يهود اوس خپل پخوانی سياست مخته وړي، دوی وايي: يهوديان بايد صحنې ته ونه ووځي، بلکې نور خلګ مخته کړي او دوی خپله صحنه مديريت کړي، دا چاره د دې سبب شوې چې يهودان ډېر په اسانۍ سره خپلو اهدافو ته ځانونه رسولای شي.
په امريکا کې د يهودو يو بل تنظيم د (تاماني) تر نوم لاندې له ډېر پخوا راهيسې فعاليت کوي، د دې تنظيم چارې بېخي پټې او مخفي دي، هيڅکله سياست ته نه راوځي، بلکې هميشه د صحنې تر شا خپلې چارې مخته وړي، د يادونې وړ ده چې د تاماني سازمان ټول مصارف په نړۍ کې د عياشۍ له مرکزونو او د مخدره موادو له قاچاق څخه ترلاسه کېږي.

ادامه لري…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version