موسکو په افغانستان کې پر امریکا د داعش د ملاتړ تور پوري کړ

د روسیې د دفاعي استخباراتو ادارې پر امریکا تور پوري کړی چې په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر وېب پاڼه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې هغه تورونه رد شوي چې ګواکي روسیه دې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي، او ویل شوي چې هیڅ داسي ملموس شواهد څوک نه شي وړاندي کولای چې دغه ادعا ثابته کړي، خو بلمقابل ډېر داسي شواهد موندل شوي چې امریکایان دي په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي د مثال په ډول تیره جنوري میاشت په سرپل ولایت کې درې امریکایي عسکر ونیول شول چې غوښتل یې پر داعش وسلې وپلوري او همداسي یو شمېر داعشیان نیول شوي وه چې زیاتي پیسې ورسره وي، خو دغه امریکايي عسکر وروسته د امریکا قومندانۍ ته وسپارل شول او خوشي شول.

او زیاتوي چې ټول اسناد دا جوته وي چې ددغه پيښې وروسته د پيښې اړوند ټول تحقیقات او اسناد ضایع کړل شول او همداسي وسلې او پیسې لادرکه شوې.

په خبرپاڼه کې د ازبکستان د اسلامي ډلې مشر طاهر یلداش د زوی خبره هم شوې چې په کال ۲۰۱۶ کې له بګرام هوايي ډګر څخه خوشي شو او د جوزجان په درزاب ولسوالي کې یې د داعش لومړی بنیاد رامنځته کړ.

په خبرپاڼه کې د سرپل والي محمد ظاهر وحدت هغه څرګندونې هم یادې شوي چې په صیاد ولسوالي کې نامعلومو الوتکو د داعش په سیمه کې ناسته وکړه او بیا د مزارشریف هوايي ډګر ته ولاړې چیري چې د ناټو ځواکونو د نظامي الوتکو اډه د «مارمل» په نامه هم شتون لري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امریکا اوس خپل د ۱۵ کلونو جګړو ناکامیو او غلطیو بار پر روسیې اچوي، په داسي حال کې چې ډېر داسي شواهد پراته دي چې امریکا د داعش ملاتړ کوي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version