مسلم دوست: افغانستان کې داعش د استخباراتو په لاس کې لوېدلی

په افغانستان کې د داعش مخکښ غړی «عبد الرحیم مسلم دوست» وايي چې په دې هیواد کې د داعش ډلې مشر «حافظ سعید خان» ته د سیمه ییزو استخباراتو لخوا پیسې ورکول کیږي او نوموړی په دغو پیسو افغانان وژني.

حافظ سعید خان د پاکستان د اورکزو قبیلې اوسیدونکی دی، نوموړی په افغانستان کې د داعش امیر ټاکل شوی.

عبد الرحیم مسلم دوست چې پخپله هم د داعشي مفکورې ټینګ ملاتړی دی، په یوې تازه خبرپاڼه کې یې د دغې ډلې سیمه ییز مشر «جاهل او احمق» بللی او ویلي یې دي چې نوموړي د خلافت نوم بد کړی.

نوموړي په خپلو داعشي ملګرو غږ کړی چې د حافظ سعید خان له ملاتړه لاس واخلي او د هغه له صف څخه رابېل شي.

که څه هم مسلم دوست نه دي ويلي چې د حافظ سعید خان څخه د جلا شوو داعشیانو برخلیک به څه وي او د چا تر مشرۍ او شعار لاندې به جګړې ته دوام ورکوي، خو ګومان کیږي چې نوموړی هڅه کوي خپل ځان د داعش د مشر په توګه اعلان کړي. خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې ایا د مرکزي داعش لخوا به ومنل شي او که نه.

عبد الرحیم مسلم دوست یو له هغو کسانو څخه وه چې ډيری افغانان یې د داعش مفکورې ته جلب کړي وو. خو نوموړي اوس په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې «خبر نه وو چې د حافظ سعید خان غوندې جاهلان او نور احمقان به دا سپېڅلي نومونه بدناموي، ظلمونه، وحشت او جهالت به خپروي او د سیمې د استخباراتو په لاس کې به پریوځي».

وړاندې هم داسې راپورونه تر ګوتو شوي وه چې په افغانستان کې داعش ته منسوبو جنګیالیو ترمینځ د مالي امکاناتو او پیسو په سر اختلافات اوج ته رسیدلي او شونې ده چې دغه پروژه په څو ټوټو وویشل شي او یا هم له مینځه لاړه شي.

دا لومړی ځل نه دی چې مسلم دوست په افغانستان کې د داعش په کړنو نیوکې کوي، نوموړی د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د داعش لخو د تښتونو، بې ګناه خلکو نیولو، ځورولو، ناروا وژنو، ښوونځيو تړلو او نورو جنایتونو څخه پرده پورته کړې وه، خو د ځان د سپیناوي په توګه یې ویلي وه چې د دغو کړنو د مخنیوي هڅه یې کړې خو بریالی شوی نه دی.

عبد الرحیم مسلم دوست وروسته له هغه د داعش پر وړاندې غږ پورته کړ چې د دغې ډلې د عامه وژنو او ظلمونو راپورونه رسنیز شول او د ولس توند غبرګونه یې راوپارول.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د داعش پدیدې له راټوکېدو سره جوخت داسې باورونه پیدا شول چې دغه ډله د افغانستان، پاکستان او امریکايي استخباراتو ګډه پروژه ده او د همدوی له ملاتړ څخه برخمنه ده.

د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د ولسي جرګې مرستیال حاجي ظاهر قدیر ویلي وه چې له داعش ډلې څخه د ملي امنيت د ښکاره ملاتړ اسناد او شواهد په واک کې لري. نوموړي ویلي وه چې کله د طالبانو او داعش وسلوالو تر منځ نښته کیږي نو دامریکا د بې پيلوټه الوتکو له خوا یوازې طالبان په نښه کیږي.

د یادونې وړ ده چې پر افغان حکومت او امریکا د داعش د ملاتړ د نیوکو تر زیاتېدو وروسته په ننګرهار ولایت کې د دغې ډلې پر وړاندې وخت ناوخت هوايي بریدونه او عملیات ترسره کیږي، چې ډیری مرګ ژوبله یې ولسي خلکو ته اوړي.

د عبد الرحیم مسلم دوست پیغام پاڼه د خواله رسنیو له لارې نن ټکی اسیا ته رارسېدلې، چې کټ مټ یې خپروو:

—————————————-

پیغام: بی غورو ته

اسلامي خلافت، اسلامی دولت اوداسی نور سپيڅلي نومونه او شعارونه هغه نومونه اوشعارونه دي، چی هرمسلمان ورسره مينه لري.

ما دابوبکر بغدادي دخلافت له اعلانه څوکاله مخکی د(ملاک الامجاد) په نامه يوکتاب په عربي ژبه ليکلی دی چی چاپ شوی اوخپورشوی دی، په هغه کی د(خلافة الکبری او امامة العظمی) مسائل اواحکام څېړل شوي دي، کله چی دخلافت اعلان وشو، مونږ دا وګڼله چی خپله ورکه مو وموندله، بيعت مو ورسره وکړاوداموګڼله چی داسلامي امت دستونزودحل يوه دروازه پرانستل شوه، زه په تيرا کی وم، ډلی ډلی علماء اونور وګړي به راتلل اومونږ به ورته ددليلونوپه رڼا کی قناعت ورکاوه؛ خوخبرنه وو چی د حافظ سعيد خان غوندې جاهلان او نور احمقان به دا سپيڅلي نومونه بدناموي، ظلمونه، وحشت اوجهالت به خپروي اودسيمی داستخباراتو په لاس کی به پريوځي.

ما دسعيد خان په خلاف غږ پورته کړ، برائت می ترې اعلان کړ اوګڼو ننګيالو هم همدا کار وکړ. خوڅوبی غوره افغانان ورسره پاتی شول چی عبدالخالق عمر، سعد امارتي اوشيخ عبدالقاهرپکې ديادولو وړ دي ، دې ښاغلوته زه وايم چی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:( من مشی مع الظالم ليعينه وهويعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام)(چاچی دظالم مرسته وکړه اوهغه پوهيده چی ظالم دی نو هغه له اسلامه وواته).

نومونږ به يا له اسلامه وتو او دسعيدخان په داعش کی به پاتی کيدو او يابه موهغه پرېښوده اواسلام کی به پاتی کيدو.

ښاغليو! په کوټ اوشينواروکی چی سعيدخان بی ګناه افغانانوسره کوم ظلمونه وکړل تاسوبه يی کومه توجيه کوئ؟ستاسو اميرته مادعوت ورکړی ؤ؛ خو اوس دزرک ابوبکرپه لاس دچندوپه نامه لشکرطيبه(آی ايس آی) حافظ سعيد ته پيسی راليږي اوهغه پرې افغانان وژني ، دپاکستان لورته يواځې دخولی ډزی کوي او تاسو غوندې بی غوره افغانان پرې غولوي.

ما داګڼلی وه چی تاسو به زماپه ننګه له سعيد خانه را بيل شئ؛ خوتاسونه يواځې داچی رابيل نه شوئ بلکی دمسلمانانو په ځورونوکی ورسره شريک پاتی شوئ!!!!! دکوټ دبختيار، عبدالله بزرګ، عبدالله ولد اعتبارګل ميا صاحب جان اونوروحماقتونه خوهغه جرمونه دي، چی له وخيموعواقبوبه يی هيڅکله بچ پاتی نه شي؛ خوستاسوځواب به الله تعالی اوبيا هغوافغانانو ته څه وي چی په څو جاهلانو اورکزو مو ولوټل؟؟؟؟؟.

عبدالرحيم مسلم دوست الافغاني

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version