مسجد اقصىٰ او پر ضد یې د يهودو سازشونه

درېيمه برخه
ناصر سعید

د مسجد اقصىٰ تاریخ:
د امام بخاري رحمه الله له روايت څخه داسې معلومیږي، چې حضرت ابراهيم عليه السلام د کعبې شريفې د تعمير جوړولو نه څلويښت کاله وروسته د مسجد اقصىٰ بنياد کېښود، چونکه دا يو مقدس تعمير وو، نو خلکو په بيت المقدس مشهور کړ او د وخت په تېرېدو دا ټوله ساحه په بيت المقدس مشهوره شوه.
د حضرت اسحاق علیه السلام او حضرت يعقوب عليه السلام همدغه وطن وو. حضرت موسىٰ عليه السلام هم همدلته پيدا شوى.
زر کاله له ميلاده مخکې حضرت داوود عليه السلام بيت المقدس د خپل حکومت دار الخلافه وټاکلو.
شپږسوه کاله مخکې له ميلاده د بابل بادشاه بخت نصر په بيت المقدس قبضه وکړه او هر څه يې تباه کړل، خلک له ډاره د دغه ځايه وتښتېدل، وروسته حضرت عيسىٰ عليه السلام بيا بيت المقدس د خپل دعوت مرکز جوړ کړ.
614 عيسوي کال کې ايرانيانو په دغه ښار حمله وکړه، هغوى هم لوى قتل عام وکړ، د خلکو کورونه او آبادۍ يې ړنګې او ويجاړې او دغه ځاى يې په بدامنۍ بدل کړ، آن تر دې چې د عيسايانو مشهوره کليسا کنيسة القيامة يې هم ونړوله. د ايرانيانو حکومت د قرانکريم د وړاندوينې مطابق د روم بادشاه هرقل له لوري نسکور شو او دغه ښار کې د فارس حکومت پاى ته ورسېد.
بيت المقدس تر 637 عيسوي کال پورې د روميانو تر قبضې لاندې وو، تر څو نبي کريم صلی الله علیه وسلم مبعوث شو، هغه سره د بيت المقدس د آزادۍ او د هغه د تقدس د بحالۍ ارمان وو، لیکن دغه مُبارک ځاى او د مسلمانانو لومړى قبله د اميرالمؤمنين حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په دور مُبارک کې فتح شو، له هغې وروسته په دور اُموي او دور عباسي کې پدې مسجد کې غير معمولي مرمت ترسره شو او دغه ښار تر ډېره وخته د مسلمانانو مرکز او د عبادت ځاى وو.
په 1099 عیسوي کال کې صليبيانو په مسجد اقصىٰ حمله وکړه، تقريباً 70000 مسلمانان یې په شهادت ورسول او دغه جومات د صليبيانو په عبادت ګاه بدل شو.
88 کاله دغه جومات د مسلمانانو له لاسه بهر شو، لیکن په دې وختونو کې هم مسلمانانو د دې جومات آزادولو لپاره مختلف کوښښونه وکړل، چې بالاخره په 1187 عیسوي کال د حطين په مقام سلطان صلاح الدین ایوبي صليبيانو ته شرمناک شکست ورکړ او دغه خاوره يې د دوى له قبضې آزاده کړه، خو له مسلمانانو سره د صليبيانو عداوت او دُښمني اخرنۍ حد ته ورسېده.
په حقيقت کې له 1880 عیسوي کال څخه د تښتېدلو يهودانو فلسطين ته د بيا راتللو سلسله شروع وه، دلته یې په پراخه پيمانه بشري قوه جوړه کړې وه، لیکن په 1897 عیسوي کال کې باقاعده د صيهوني رژیم د تحريک شروع وشوه.

نور بيا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version