دا چې موږ په نظامي او سياسي ډګر کې د خپلو لکونو ځوانانو په قربانيو او سرښندنې سره خپلواکي تر لاسه کړې. او د هېواد په کورنيو چارو کې مو د هر يرغلګر لاسونه ور غوڅ کړي، خورا زياته د خوښۍ او سر لوړۍ خبره ده.
خو له بده مرغه د تېرې شل کلنې دورې د پردي پالې او ناقصې اقتصادي پاليسۍ د حتمي پايلې له امله؛ دا وخت زموږ ملت له بې سارې نېستۍ او بې وزلۍ سره مخ دی. چې پرته له شکه دا حالت موږ اړ باسي، څو د هر رزيل او خسيس پر کاله ګدايي او دروېزه وکړو او خپل اسلامي عزت او افغاني غرور تر پښو لاندې کړو.
د دغه شان بدې ورځې نتایج بیا نو له هیچا پټ نه دي او موږ تاسې ټول ښه پوهیږو، چې د پردي خیر او خیرات ترلاسه کولو لپاره به موږ د خلکو څه ډول شرایط منو او د هغوی څومره مداخلو ته به موقع ورکوو؟!
بناء پر دې اوس د هر با احساسه، مؤمن او غیرتي افغان؛ دیني او ملي فریضه ده چې په کور دننه د ټولو ملي عوایدو د لا ښه او غوره انتظام او په مالي ادارو کې د اخلاص او شفافیت لپاره تر انتهايي درجې هڅه او هاند وکړي.
البته په دې برخه کې تر هر چا لوی او دروند مسؤلیت د اړوندو چارواکو دی، ځکه د همدوی مسؤلیت دی چې ګمرکونه او محصول راغونډونکې ادارې په جدي توګه وڅاري. د معدنونو په قراردادونو کې د غلا/غلطۍ مخه ونیسي او په ګردو مالیاتي ادارو کې د یوې یوې روپۍ پوښتنه وکړي.
همدارنګه مشران چارواکي مکلف دي څو د خپل رعیت د بسیاینې او له پردۍ متازۍ څخه د ژغورنې په خاطر داسې اغېزناک، واقعي او حکیمانه اقتصادي پلانونه چمتو کړي، چې په برکت سره یې زموږ دا کړېدلی ولس په لنډه موده کې پر خپلو پښو ودریږي، پر خپلو وسایلو او پیداوار بسیا او په دې توګه خپل عزت او خپلواکي وساتلی شي.
موږ ټول باید باوري اوسو چې څو پورې خپلې اقتصادي تګلارې اصلاح او مالیاتي ادارې صفا نه کړو، هیڅکله به نه اقتصادي خپلواکي وګټلی شو او نه به د سیاسي ازادۍ ساتنه وکړی شو.
زموږ په اند په دې لړ کې د امارت مشرانو ته لازمه ده چې وخت ناوخته پر خلکو غږ وکړي، پرله پسې کار ته یې وهڅوي، د سپما توصیه وکړي، له ګردو سرکاري چارواکو د بیت المال د ډېر خیال ساتلو غوښتنه وکړي او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا، ټینګار پرې وکړي.
همدا د حکومت او رعیت لپاره پر خپل ځان د بسیا کېدنې او د خپل ملي پت او عزت د خوندیتوب لارې چارې دي. نو هر څوک یې چې په رښتیا غوښتونکی وي، په کلکه دې عمل پرې وکړي.