ماشومان مو د داعش له فکره لرې کړﺉ

#image_title

قلب الاسد الافغاني

 

داعش هغه پلیته ډله ده چې د ماشومانو ذهن ته ډېر متوجه وي او هر وخت غواړي چې د مسلمانانو ماشومان په خپل فکر سمبال کړي، که مونږ د دوی ډلې ته وګورو؛ زیات شمېر کم عمره هلکان ورسره وي.

 

دوی ځکه زمونږ په کم عمره نسل کار کوي چې پاخه خلک خامخا د دوی په غیر اسلامي کړنو پوهېږي، دوی نه د اسلام لپاره جنګېږي او نه یې هم د اسلام اقامة په نظر کې ده؛ که چېرته دوی اسلامي ډله وای نو بیا یې ولې په ډله کې علماء شتون نه لري؟

 

ولې د دوی صفونه په کم عمره هلکانو پوره شوي دي؟

 

ولې د دوی په صفونو کې د نارینوو په ګډون ښځو ته هم اجازه ور کول کېږي؟

 

ولې د دوی په صفونو کې ښځې په جنسي ځورونه ځورول کېږي او ولې بالآخره د دوی په ډله کې په غیر شرعي توګه ماشومان زیږول کېږي؟

 

خو د ټولو خبرو لنډون دا دی چې د داعش ډله هغه ډله ده چې غواړي زمونږ د کم عمره نسل فکرونه خپل لوري ته جلب کړي او بیا ترې د ډال په څېر استفاده وکړي.

 

نو مهمه ده چې خپل نوی نسل مو د داعش په غیر اسلامي او غیر انساني کړنو خبر کړو او د دوی له نجس صف څخه یې لرې وساتو.

هرماس الافغاني
Exit mobile version