له کفارو سره د اسلامي امارت تعامل؛ په کوم اساس ! دوهمه برخه

مولوي احمد جان

 

ګورئ! په تېره برخه کې د معاهدې د پورته ذکر شويو د دفعاتو او مادو څخه دا خبره واضحه معلومېږي، چې دلته په یو شکل د اشکالو کې په یو مقام کې د دووه نظامونو وجود او بیا د دغه دواړه نظامونو مشترکه دفاع منل شوې ده، نو له دې څخه معلومېږي چې د حالاتو او ضعف په وجه او د اسلامي قوت د علیا مصالحو په وجه په داسې شرايطو کې دا جائز دي چې د یو بل خطرناک دښمن خطره وي، یا نور عليا مصالح او اهداف تر نظر لاندې وي، نو د اسلامي نظام سره یو غیر اسلامي نظام هم برداشت کېدای شي، خو مسلمانان به په هغه بل نظام باندې په عمل کولو نشي مجبورېدلای او بل د دېنه دا هم معلومېږي چې تر یو وخته پورې په مدینه منوره (صلی الله علی منورها) کې غالبه حکمراني د اسلام او مسلمانانو وه، مکمله نه وه او په تدریجي ډول سره بالاخره کامله حکمراني د اسلام او مسلمانانو شوه او په معاهده کې لسم نمبر دفعه (ماده) دا وه چې قریشو او د هغوی حاميانو ته به مدینه منوره (صلی الله علی منورها) کې پناه او ځای نه ورکول کېږي، نو د دې څخه معلومېږي چې دغه وخت کې د نبي علیه السلام د جنګ او مقابلې ټوله توجه قریشو ته وه او د قریشو قوت ماتول تر ټولو اهم و، هماغه و چې نبي علیه السلام د أهم فالأهم په اساس نه غوښتل چې ځانته د جنګ نور محاذونه خلاص کړي، ځکه قریش په دغه وخت کې د جزیرة العرب تر ټولو طاقتور، ځواکمن، مهم او مؤثر قوت و، نو نبي علیه السلام هم د تقلیل الأعداء د پالیسۍ له مخې نه غوښتل چې د ضعف په دغه دوره او شرايطو کې نور محاذونه خلاص کړي، نو ځکه د یهودو سره دغه معاهده وشوه چې په مؤقتي توګه مسلمانان د یهودو د جنجال نه خلاص وي، د مدینې منورې (صلی الله علی منورها) څخه چې کومه لاره شام ته تللې وه او قریشو د تجارت لپاره استعمالوله، په دغه لاره کې چې کوم قبايل آباد وو، نبي علیه السلام د هغوی سره هم د دوستۍ او تعاون او همداراز له یو بل سره د جنګ نه کولو معاهده او تړون يې وکړ، دغه شان د جهېنه قبیلې سره يې هم د دوستۍ، صلحې، تعاون او د یو بل سره د جنګ نه کولو معاهده وکړه، د جهېنې قبیلې ابادي د مدينې منورې (صلی الله علی منورها) نه پنځوس ۵۰ یا پنځه څلوېښت ۴۵ میله باندې واقع وه، اصل کې قریش په هغه وخت کې په عربي نړۍ کې یو متمرد، سرکشه او مغروره قوت و او هر اړخيز کوښښ یې کاوو ترڅو نبي علیه السلام او مسلمانانو ته لا مشکلات پېدا کړي، نبي علیه السلام هم د نهایت حکیمانه بصیرت په اساس کوشش کاوو چې د مسلمانانو قوت په متعدد محاذونو باندې تقسیم نشي، نبي علیه السلام الاهم فالاهم ته متوجه و او غوښتل يې ترڅو له دغه کشمکش او کړکېچن حالت څخه په استفادې خپل قوت هم سېوا او زيات کړي او د کفر اصل طاقت چې قریش و، د هغوی کبر او غرور هم مات کړي، داچې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د دې كوښښ شروع کړ چې د قریشو اقتصادي ناکه بندي () وکړي او د هغې لپاره يې دوه منصوبې هم په کار واچولې، یوه داچې د ګڼو قبايلو سره يې د دوستۍ او تعاون معاهدات او تړونونه وکړل، لکه الرحیق المختوم کې مبارک پوري رحمه الله لیکي: ولكن كان من الحكمة إزاء هذه الظروف – التي مبعثها الوحيد هو قوة قريش وتمردها – أن يبسط المسلمون سيطرتهم على طريق قريش التجارية المؤدية من مكة إلى الشام، واختار رسول الله صلى الله عليه وسلم لبسط هذه السيطرة خطتين.

ژباړه: په دغه مشکل حالاتو او ظروفو کې چې اصل محرک، سرچینه او علت يې د قریشو قوت او سرکشي وه، د حکمت تقاضا دا وه چې مسلمانان به په هغه تجارتي لارو باندې قبضه وکړي چې مکې مکرمې نه شام ته تللې وې او رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه قبضې او تسلط لپاره دوه منصوبې اختیار کړې.

اوله منصوبه: عقد معاهدات الحلف أو عدم الإعتداء مع القبائل التي كانت مجاورة لهذا الطريق، أو كانت تقطن ما بين هذا الطريق وما بين المدينة، وقد أسلفنا معاهدته – صلى الله عليه وسلم – مع اليهود، وكذلك كان عقد معاهدة الحلف أو عدم الإعتداء مع جهينة قبل الأخذ في النشاط العسكري، وكانت مساكنهم على ثلاثة مراحل من المدينة، وقد عقد معاهدات أثناء دورياته العسكرية وسيأتي ذكرها.

ژباړه: د هغه قبايلو سره د تعاون او دوستۍ یا د جنګ نه کولو معاهدې وشوې، چې د دغه لارې په قرب و جوار کې پرتې وې یا د مدینې منورې (صلی الله علی منورها) او د دغه لارې په منځ کې آباد وو، دغه شان نبي علیه السلام د یهودو سره هم معاهده کړې وه چې مخکې يې موږ تفصیلي یادونه وکړه او همدغه شان په دغه لاره د عسکري او نظامي فعالیتونو څخه مخکې د تعاون او دوستۍ یا د جنګ نه کولو معاهده هم د جهېنې قبیلې سره کړې وه چې هغه د مدینې منورې (صلی الله علی منورها) نه په پنځوس یا پنځه څلوېښت میله په فاصله کې پراته وو، دغه شان د عسکري او نظامي تشکیلاتو په موقع يې نور معاهدات هم کړي وو چې وروسته يې تفصيلي يادونه کوو.

الثانية: إرسال البعوث واحدة تلو الآخرى إلى هذا الطريق.

ژباړه: په دغه لاره باندې د کنټرول، ولکې او قبضې لپاره دوېمه منصوبه دا وه چې نبي علیه السلام په پرلپسې توګه دغې لارې ته د مجاهدینو ګزمه کونکي ګروپونه او خپل ترصدچيان لېږل.

 

ادامه لري…

راشد خیام
Exit mobile version