اسلامي امارت د خپلې مبارزې له پیله تر ننه پورې د خپلو شرعي اهدافو د تحقق لپاره یوازې پر داخلي بعد تمرکز نه دی کړی، بلکې له نړیوالو سره یې د خبرو اترو لپاره هر وخت یوه دروازه خلاصه پرېښې ده، ځکه په دې باور لري چې د افغانستان په تېره بې ثباتۍ کې بهرني لاسونه ښکېل وو، د بهرنۍ اغېزناکې دیپلوماسۍ دغه غوره تجربه نړیوالو ته هم دا باور ورکوي چې له اسلامي امارت سره تعامل کېدلی شي، ځکه چې په خبره ولاړ او د خپل ولس له منځه را ولاړ شوی او ولس خوښی نظام دی.
له نړیوالو سره د اسلامي امارت تعامل د دیني او ملي ارزښتونو په رڼا کې تر سره کېږي او د خپل سیاسي مشروعیت پر مټ یې ګڼو نړیوالو هېوادونو ته قناعت ورکړی چې دوی نه د چا په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اراده لري، نه افغان خاوره ګاونډیو او نړیوالو ته ګواښ ګرځېدلی شي، همداسې یې له نورو هم توقع ده چې له ناټو او امریکا عبرت واخلي او هېڅکله هم د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، بلکې د یوه داسې سیاسي تعامل لپاره را وړاندې شي چې د متقابل درناوي پر اصولو ولاړ وي.
سره ددې چې اسلامي امارت د خپل حاکمیت په تېرو نږدې درې نیمو کلونو کورنیو چارو او هېواد ابادونې ته زیاته مخه کړې ده او د هرې ودانیزې پروژې په عملي کولو سره یې د ولس ملاتړ یا په اصطلاح داخلي مشروعیت تر لاسه کړی دی، خو په بهرنۍ کړنلاره کې یې هم د چین او روسیې په څېر سترو هېوادونو سره د سیاسي تعامل له لارې دیپلوماټیکې اړیکې ټینګې ساتلې دي.
د اسیا د دوو سترو اقتصادي او سیاسي ځواکمنو هېوادونو چین او روسیه کې همدا اوس د اسلامي امارت استازي (سفیران) فعال حضور لري او له سیاسي تعامل پرته په اقتصادي او ټولنیزو چارو کې د افغانستان د ګټو د خوندیتوب او له افغان وګړو څخه د مشروع دفاع هڅې جاري ساتي، ددغه تعاملاتو په لړۍ کې بل وروستی ګام، د هند له لوري د یوه قونسل په توګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت منل وو، چې په خواله شبکو کې یې افغانانو تود هر کلی وکړ.
په ګڼو اروپايي هېوادونو کې هم د جمهوریت مهال سفارتي کارکوونکي او مسوولین، چې اوسني نظام ته ژمن نه وو، یا یې پيروي نه کوله، بلکې په جمهوریت کې پر بهرنیو چارو وزارت د واکمنې ډلې (جمعیت) استازي وو او دي، خپله د کوربه هېوادونو له لوري ګوښه او باورلیکونه یې اخیستل کېږي، چې دا خپله اسلامي امارت ته د تعامل دروازې پرانېستل دي او لرې نه ده چې په نیویارک او ژینوا کې په هم د اسلامي امارت سیاسي استازو ته هر کلی وویل شي.
په دې کې هېڅ شبهه نشته چې اسلامي امارت اوسمهال بشپړ داخلي مشروعیت تر لاسه کړی دی، د خلکو استازولي کوي او د خلکو لپاره کار کوي، ځکه خو د نړیوالو لپاره داسې د خو او نیوکې ټګی نه پاتې کېږي چې د افغانستان له دغه مشروع حق (رسمیت) څخه دې ځان وغړوي، په همدې اساس ګڼ هېوادونه د امریکا پر ګوت څنډنو سربېره هم دې حقیقت ته غاړي ږدي او له اسلامي امارت سره سیاسي تعامل ته را نږدې کېږي، چې د افغانستان د اوسني نظام ملي ملاتړ او مشروعیت یې درک کړی دی.
نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه او د اسلامي هېوادونو سازمان باید په دې حساس وخت کې خپل مسوولیت په ښه ډول درک کړي او افغانستان یوازې پرېنږدي، ځکه چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت د شوروي په وړاندي د جهاد له بریا وروسته د کورنیو جګړو د تکرار او د نړیوالې ټولنې د مخ اړولو یا بې پروایۍ مخنیوی کړی، چې له دې سره د ګاونډیو او سیمې هېوادونو لپاره د امنیت، غوره اړیکو او په افغانستان د یوه متحد، ملي او استازي نظام ضمانت ورکړی دی.
د نړۍ هېوادونه په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونه باید نور دا درک کړي، چې اسلامي امارت د خلکو په خوښه راغلی نظام دی، په ملي بودیجه او اراده باندې چلېږي او په تېرو درېیو کلونو کې هم نه ورباندې نړیوالو فشارونو څه زور راوړلی شو او نه هم له دغه سپېڅلې خاورې ګاوڼدیانو او نړۍ ته کوم احتمالی خطر متوجه شو، چې ان شاءالله په راتلونکي کې به هم پېښ نه شي، بلکې له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره به د اړیکو توازن ته د خپلو اسلامي او ملي ګټو په رڼا کې جدي پاملرنه کېږي.