له مدبر غازي نور الدین زنګي رحمه الله نه دا مهم درس باید زده کړو!

ژباړه: عبیدالله رقیب

یو ځوان له روم نه نور الدین زنګي (رحمه الله) ته راغی، اسلام یې اعلان کړ او د مسلمانو په سیمه کي یې د اوسیدلو اجازه وغوښته.
زنګي ورنه وپوښتل چي: په کومه برخه کي مهارت لرې!؟
رومي ځوان: په طب، خصوصا جراحي څانګه کي.
زنګي: زموږ د زخمي عسکرو معالجه په غاړه اخستاي شې؟!
رومي ځوان: همدا مي د ژوند ترټولو مهم هدف دی، ښاغلي زنګي! د همدې هدف لپاره راغلی یم ترڅو هغه ګناوي جبران کړم چي د رومي عسکرو خدمت مي کړی ده.
زنګي: زویکیه! ډاډه اوسه چي اسلام او توبه تېري بدۍ له منځه وړي؛ (اوس ته جنایتکار نه، بلکي سپېڅلی مسلمان یې!)
زنګي: د علاج مواد او دوایې به له کومه کوې؟!
رومي ځوان: کوم مواد چي زه کاروم یواځي په روم کي پیدا کیږي.
زنګي: موږ دا نه خوښوو چي خپل زخمیان د دښمن له خاوري تداوي کړو؛ ته یو ګروپ عسکر په عادي لباس کي درسره واخله، روم ته لاړ شه، هغه بوټي راوړه چي په دوا کي کارېږي، چي دلته (د مسلمانو په خاوره) کي یې وکرو.
ځوان لاړل او څه موده وروسته یې د اړتیا وړ ټولو موادو نمونې راوړې.
نور الدین زنګي ورته څه سره زر، یوه ټوټه ځمکه او څه همکاران په لاس ورکړل، او ورته یې وویل چي پدې ځمکه دا بوټي وکره چي په ثمر ورسېدل ماته یې راوړه؛ خو د رومي ځوان لپاره یې دولتي معاش مقرر نه کړ بلکي ورته یې وویل چي د دې ځمکې په یوه برخه د ځان د مدرک لپاره کرونده کوه او حاصلات یې خپله اخله.
ځوان همداسي وکړل، او څه موده وروسته یې د طبي بوټو حاصلات زنګي ته راوړل.
زنګي ورته ځانګړی ځاي ورکړل او ورته یې وویل چي پدې ځاي کي دواګاني جوړوه که مواد مو په کار شو نو له خپلي اسلامي خاوري یې راغواړه، نه د دښمن له خاوري.
زنګي څو ځوانان هم امر کړل چي له نوي مسلمان طبیب نه د طب په اړه زده کړي وکړي ترڅو د اړتیا په وخت کي پردیو ته په لاس اوږدولو مجبور نشو.
څه موده وروسته ځوان زنګي ته راغی او ورته یې عرض وکړ چي: ای امیره: ما ډیرو ځوانانو ته په خپل مسلک کي پوره زده کړه ورکړه اوس په معالجه کي ما ته اړتیا نه لري؛ ماته اجازه وکړه چي خپله توره واخلم او د الله د دښمن په ضد وجنګېږم لکه چي د دوي ترڅنګ ستاسو پرضد جنګېدم؛ اوس زما لوي ارمان دا دی چي د الله په لاره کي شهید شم.
زنګي: وصیت دي ولیکه، او اسلحه په خپلو شخصي پیسو واخله، زه درته له بیت الماله اسلحه نه درکوم (ځوان متعجب شو) ورته یې وویل: ومي اورېدل او ومي منل.
ځوان د مسلمانو په لښکر کي د رومیانو مقابلې ته ووت، په رومیانو یې سخت بریدونه وکړل، او هیڅ رومي یې مقابلې ته د ټینګي نه ؤ، تر دې چي د رومیانو ترمنځ د شیطان په نوم مشهور شو، چي په کوم ټولګي به یې ور مخ شو هغوي به ویل: تښتئ شیطان درغی.
د جګړې له ختمېدو سره زنګي د ځوان په لټه کي شو، په ژوندیو کي ترسترګو نشو، او په زخمیانو کي هم نه ؤ، خپله یې شهیدان پسي کتل چي رومي ځوان یې د شهیدانو په منځ کي ولیدل، په غېږ کي یې ونیول او ډیر سخت یې ورته وژړل، که ګوري د ځوان په جېب کي یوه ورقه ده چي پکې داسي پیغام لیکل شوی دی:
امیر صاحب: زما له مال نه یوه برخه زما کورنۍ ته ورکړئ او نور مال مي د مسلمانو د لښکر په تجهیز ولګوئ دا به زما له مرګ وروسته په ما پسي خیرات وي، محترم امیر صاحب: زه اوس وپوهېدم چي تا زما لپاره څه غوښتل او څه دي رانه غوښتل: تا ماته د تنخوا په ځاي ځمکه راکړه ترڅو د مسلمانو عسکر د خپل لاس ګټلې وخوري (نه بیت المال).
تا ماته اسلحه رانکړه ترڅو زما اسلحه خپله شخصي وي (اجرونه مي ټول خپل شي).
تا ماته د مسلمانو له ځمکې طبي بوټي تهیه کړل ترڅو مو امت ته دا پیغام ورکړی وي چي: د مسلمانو بیرغ به ترهغو هسک نه شي ترڅو یې خوراک له خپله لاسه نه وي، او دوا او اسلحه یې خپله جوړه نه وي؛ نو الله تعالی دي پدې نیت او اراده نېکه بدله درکړي او له رب تعالی نه سوال کوم چي په جنت کي مو سره ملګري کړي.
#سرچینه ابن الاثير
البداية والنهاية ابن كثير
عربي تاریخ پاڼه

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version