له فلسطین سره د داعش همدردي؟!

انجينر عمیر

د داعشیانو د تاریخ له مطالعې څخه دا څرګندېږي چې دوی تر کومه حده د اسلامي خلافت د داعيې او له مسلمانانو سره د همدردۍ مخینه لري.
یقیناً د دوی په هکله معلومات او څېړنه به دا په ډاګه کړي چې دوی مسلمانانو ته کوم زیان او ضربه په دې کم وخت کې ورسوله، کفارو خصوصاً یهودو او غربیانو په ډېرو صدیو او پېړيو کې نه وه رسولې.
داعش چې کله خپل مسیر د القاعدې له مجاهدینو څخه جدا کړ، پر ځای د دې چې د اسلام دښمنه ډله ټپلو پر خلاف خپله جګړه پېل کړي، لومړی يې د خپلو بریدونو هدف د القاعدې مجاهدین وګرځول، مجاهدينو ته يې دومره زیان او توان واړاوو، چې غربیانو په ځانګړې توګه امریکایانو په کلونو کلونو کې مجاهدینو ته نه وو اړولی، د القاعده هغه مشران چې امریکایانو ته ډیر مطلوب وو، دوی یې هویتونه په ډاګه کړل، ځیني يې پخپله په شهادت ورسول او ځیني یې د امریکایي استخبارتو په مټ شهیدان او زنداني کړل.
له هغې وروسته یې ټولې جهادي ډلې او احزاب چې د دوی له فکر سره یې رابطه او موافقه نه درلوده، په یو نوم او بل نوم بدنام کړل، د ارتداد او کفر ټاپې يې پرې ووهلې او د هغوی خلاف یې جګړه پېل کړه، چې دې سره یې اکثره جهادي تنظیمونو کې درز پیدا، ځیني کمزوري او د ځینو عملیاتو کچه یې صفر ته راښکته کړه، هغه څه چې امریکایانو د زرګونه عسکرو په وژلو ترلاسه نکړل، مګر د داعشیانو په مټ یې په ډیرې اسانۍ ترلاسه کړه او لا هم د دې په هڅه کې دي.
د دې جهادي تنظیمونو په قطار کې یو هم حماس و، کله چې فلسطینیان په ځانګړي ډول حماس د یهودو په مقابل کې رامنځته شو، نو د نړۍ ټول مسلمانان یې چېلنج کړل ځکه چې دا د ټول امت د ایمان او غیرت مسئله وه، داعشیانو د دې پر ځای چې د فلسطینیانو سره همدردي وښایي، حماس یې یوه تکفري ډله وبلله او د حماس پر ضد یې راپورونه او څرګندونې خپرې کړې، دا چې دا څرګندونې د مسلمانانو لخوا د توند غبرګون سره مخ شوې او د داعشیانو څېره يې نوره هم روښانه کړه، داعشیانو د خپل شرم د پټولو لپاره ډېرې جالبې وکړې چې پدې لړ کې یې څو ورځې وړاندې یو راپور نشر کړ، چې ګواکې مونږ د فلسطین د مسلمانانو ورورڼو د غچ اخيستنې په موخه د مالي هېواد په پوځونو توغندي وتوغول، نو ماته یوه کیسه را یاده شوه، هغه دا چې “یو ماشوم بازار کې چا وهلی و، په ژړا او فریاد کور ته راغی او خپل پلار ته یې د خپلې ناچارۍ کیسه وکړه، پلار یې سخت غصه شو او د بازار لاره یې ونیوله، بازار ته په رسېدو سره یې خپل زوی ته وویل چا وهلی وې؟ ته یې را په ګوته کړه چې چاره یې وکړم، ځوی یې د قصاب په لور اشاره وکړه، سړي چې د قصاب لاس کې غټه چاړه وليده نو خپل ځوی ته په مسکا شو او زیاته یې کړه اې کمعقله دا خو دې ماما دی، که خوښه دې وي دا کچالو ولا به درته چپه کړم”.
نو داعش هم خپل ماما سره لاس نه اچوي کچالو (مالي هیواد) والا باندې توغندي توغوي.
جوماتونه او خانقاوې الوزوي، او دا ډول څرګندونې کوي چې ګواکې له يهودو یې د فلسطینیانو غچ واخیست.
کله چې عقل کډه وکړي، نو انسان دا فکر کوي چې ممکن ټول خلک به زمونږ په شان وي، حال دا چې اوس اکثره مسلمانان دا درک کولای شي چې داعش څه شی دی او د څه شي لپاره فعالیت کوي؟

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version