له خپلوانو سره اړيکې شلول

د لويو ګناهونو (الکبائر) له جملې څخه يو هم د خپلوۍ اړيکو شلول دي. دا لويه ګناه ده او د لويو ګناهونو د بښل کېدو لپاره دا شرط ده چې ښه په کلکه توبه ترې واېستل شي، له الله تعالی څخه بښنه وغوښتل شي، په تېرو ګناهونو پښېماني  څرګنده کړي او په راتلونکې کې د دې ډول ګناهونو د نه کولو کلک عزم او اراده وشي.

الله سبحانه وتعالی په خپل سپېڅلي کلام کې فرمايلي: (يٰٓأَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِى خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وٰحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَآءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِى تَسَآءَلُونَ بِهِۦ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا) سُوۡرَةُ النِّسَاء.

ژباړه: اې خلكو له خپل هغه رب څخه ووېرېږئ چي تاسي يې له يو تن څخه پيدا کړئ او له هماغه تن څخه یې د هغه جوړه منځ ته راوړه او له دې دواړو څخه یې په نړۍ کښي ډېر نارينه او ښځي خواره کړل. له هغه خداى څخه ووېرېږئ چي په وسيله يې تاسي يو له بل څخه خپل حقوق غواړئ، او د خپلولۍ او پيوندونو له غوڅولو څخه ډډه وکړئ.  باور ولرئ چي الله پر تاسي څارونكى دى.

بل ځای فرمايي: (وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا ۖ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَىٰ وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالْجَنبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالًا فَخُورًا) سُوۡرَةُ النِّسَاء.

او تاسي ټول د الله بندګي وکړئ، له هغه سره هیڅ شي شريك مه نيسئ. له مور او پلار سره غوره رويه وکړئ. له خپلوانو، يتيمانو او مسكينانو سره نېک چلن وکړئ. او له خپلوانو ګاونډیانو سره، پرديو ګاونډیانو سره، د څنګ له ملګري او مسافر سره او له هغو مینزو او غلامانو سره چي ستاسي په لاس کښي وي، د احسان چار چلن وکړئ. باور ولرئ چي الله داسي څوك نه خوښوي چي په خپله انګېرنه مغرور وي او په خپله لوړتيا ویاړي.

همداراز نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:

وعن أَبي محمد جُبَيْرِ بنِ مُطْعِمٍ رَضِی اللهُ عَنهُ: أَنَّ رسولَ اللَّه صَلي اللهُ عَلَيه وَسلم قَالَ: لا يَدْخُلُ الجَنَّةَ قَاطِعٌ، قَالَ سفيان في روايته: يَعْني: قاطِع رحِم. متفقٌ عَلَيهِ.

يعنې د خپلوۍ اړيکو شلونکی کس به جنت ته داخل نه شي!

همداراز د يو بل حديث شريف مفهوم دی، چې هغه کس د خپلوۍ پالونکی نه دی چې د نورو په بدل کې دی هم ورسره پالي، بلکې رښتينی خپلوي پالونکی هغه څوک دی چې شلېدلې اړيکې بيرته ټينګې کړي.

الله تعالی ټول مؤمنان خپلو کې سره وروڼه بللي او بيا چې د چا نسبي خپلوي هم وي، بيا خو بيخي لازمه ده چې يو له بل سره ښې اړيکې وپالي، يو د بل له سهوو او غلطيو تېر شي، بښنه وکړي او خپل منځ کې مينه، محبت، يو له بل سره مرسته او همدردي ولري او همدې ته صله رحمي ويل کيږي. همداراز د بل په بديو بايد صبر وشي، الله تعالی صابرينو خلکو ډېر لوړ مقام ټاکلی. که يو کس له تا سره ښه کوي او ته يې هم په بدل کې ښه ورسره کوې، دا هم ښېګڼه ده، خو تر دې غوره عمل دا دی چې يو کس له تا سره بد کوي، خو ته ورسره د بدو پر ځای ښېګڼه وکړې.

سميع الله افغان

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version