له خوارجو سره د ابن عباس رَضِیَ اللهُ عَنهما د مناظرې متن او په هغه کې تأمل؛

لیکوال: مولوي ابو خالد

_ کله چې ابن عباس رضی الله عنه په یواځې سره د څو زرو خوارجو پر وړاندې ودرید او له خوارجو څخه یې وپوښتل: د تاسې اعتراض د علی رَضِیَ اللهُ عَنهُ  او د رسول الله ﷺ  د اصحابو  په نسبت څه دی؟

_ له خوارجو څخه یوه تن وویل:
یو: حکمراني او زمامداری یواځې د اللهﷻ  ده؛ مګر الله تبارک وتعالی  ندي فـرمایلی:
  إنِ الحُکمُ إلاّ للهِ = حکمرانی یواځې د هغه الله ده ؛  نو بیا ولی علی رَضِیَ اللهُ عَنهُ  په خلکو او ټولنه کې څو حکمونه حاکم کړی دي؟!

_دوهم: بیا یې د جَمل د جګړې په اړه ــ له حضرت ابن عباس رَضِیَ اللهُ عَنها څخه سوال وکړ: زبیر، طلحه، او عایشه، ـ رَضِیَ اللهُ عَنهماـ که چیرې مسلمانان وو نو ولی علی رَضِیَ اللهُ عَنهُ  له هغوی سره وجنګید؟ او که کافر وو نو د هغوی مال او ثروت یې ولی حلال ونګڼل او ښځې یې ولی په اثارت او کنیزي سره ونه نیولې؟؟

_ دریم : علی ،د هغو کارونو په واسطه چې تر سره کړی یې دي، د امیر المؤمنین والی صفت او ځانګړتیا یې له لاسه ورکړې ده، نو نور امیر المؤمنین باقی نه پاتی کیږی!

_ د خوارجو د سوالونو او شبهاتو له اتمام نه وروسته، ابن عباس (رضی الله عنه) هغوي ته په خطاب کې وویل: که د تاسې شک او ګومانونو ته ځواب در کړم، بیابه سمې لارې ته بیرته را وګرځي؟! خوارجو ورته وویل: هــوکې!!

_ ابن عباس (رضی الله عنه) د خوارجو لومړني کج فهمي ته چې ویل یې، حکمراني یواځې د الله ده، وویل:
مگر اللهﷻ د ښځې او خاوند تر منځ د مشکلاتو په اړه نه وایی:﴿وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَیْنِهِمَا فَابْعَثُواْ حَکَمًا مِّنْ أَهْلِهِ وَحَکَمًا مِّنْ أَهْلِهَا إِن یُرِیدَا إِصْلاَحًا یُوَفِّقِ اللّهُ بَیْنَهُمَا إِنَّ اللّهَ کَانَ عَلِیمًا خَبِیرًا﴾[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 35]
«او كه تاسي چيرته د مېړه او مېرمني د اړیکو د خرابېدو په باب اندېښمن ياست؛ نو يو منځګړی د مېړه له خپلوانو څخه او يو د مېرمني له خپلوانو څخه وټاكئ. كه هغوى دواړه روغه جوړه كول وغواړي؛ نو الله به د هغو دواړو تر منځ د توافق لاره برابره کړي. الله په هر څه پوه او باخبره دى.»

_ په داسې شرایطو کې د اللهﷻ  دستور دا دی چې یو داور او حکم د ښځې له لوری او یو حکم دې د نارینه له لوری، دغه مشکلات حل او فصل کړی!!

_ د رسول الله ﷺ  دغه عالم او دانشمند صحابی، له قرآنکريم څخه یو بل دليل هم ورته راوړ چیرته چې اللهﷻ  فرمایی: ﴿یا أیها الذین آمنوا لا تقتلوا الصید وأنتم حرم ومن قتله منکم متعمدا فجزاء مثل ما قتل من النعم یحکم به ذوا عدل منکم﴾ « ای کسانو چې ایمان مو راوړی دی په داسې حال کې چې مُحرِم (په احرام کې) یاست، ښکار مه وژنی او هر چاچې له تاسې هغه ووژنی باید نظير د هغه څه چې وژل شوی له څارويو څخه کفاره ورکړي چې [نظير والی ] د هغه د تاسې له منځ څخه دوه عادل کسان تصدیق کړی» 

_ کله چې حاضرو خوارجو د ابن عباس رَضِیَ اللهُ عَنهُ  دغه دوه قانع کونکی دلایل واوریدل، قانع شول او له هغو شک او شبهو څخه چې هغوي درلودلې، لاس واخیست او پښيمانه شول.

_بیا ابن عباس رَضِیَ اللهُ عَنهما د رسول الله ﷺ  د کورني حضرت عایشې، د هغوي د ثروت او ناموس د حلال ګڼلو او د جمل په جګړه کې د عایشې رَضِیَ اللهُ عَنها د حضور د بهانې په اړه وویل: آیا تاسې د دې غوښتونکی یاست چې په جنګ کې د رسول الله ﷺ  کورنۍ، ثروت او سامان په غنیمت سره ونیول شی؟!
که چیرې د تاسې نظر هو وي، پوه شي چې په دې لید او آند سره مو کافر شوي یاست؛  ځکه چې الله تبارک وتعالی  د رسول الله ﷺ  میرمنې دا رنګه معرفی کړی«النبیُ أولى بالمؤمنین من أنفسهم وأزواجه أمهاتهم»
….. د رسول الله ﷺ  میرمنې د تاسې میندی دي

_ بیایی د خوارجو د دریمې شبهې په ځواب کې چې ویل یې، چې حضرت علی رَضِیَ اللهُ عَنهُ  له هغه مماشتو سره چې له خپلو مخالفانو د  رسول الله ﷺ  له صحابه و سره یې درلود، د امیرالمؤمنین والی لیاقت یې له لاسه ورکړی دی، وویل:مګر رسول الله ﷺ  د حدیبیې په پیمان کې، د “الرسول ” د صفت له درج کولو څخه په هغه تړون کې تیر نشو؟! کله چې حضرت علی د هغه پیمان متن لوسته او د متن دغه ځای ته را ورسید چې دا هغه پیمان دی چې د ” د رسول الله ﷺ  ” له لوری امضا او مهر کیږی،  سهیل ابن عمرو د قریشو نماینده بلا فاصله د دې برخې په اعتراض کې وویل:دا صفت “رسول الله ” د تړون له متن څخه باید حذف شی؛ ځکه که چیرې ما د محمد په رسالت باور درلودی، له هغه سره مې مبارزه نه کوله، او په نتیجه کې د دې اړتیا نه وه چې له هغه سره دې د صلحي پیمان امضا کړم؟! رسول الله ﷺ  د قریشو د نماینده د اتعراض په غبرګون کې د پیمان نامې لیکوال ته چې حضرت علی رَضِیَ اللهُ عَنهُ و وویل:

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version