له اُمت سره د داعشي خوارجو خیانت

عبدالوهاب احرار

محترمو مسلمانانو، لکه څنګه چې مونږ او تاسو ته بهتره معلومه ده چې الله جل جلاله مونږ او تاسو ته د جهاد امر کړی او داسې یې فرمایلي:

كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ ۖ وَعَسٰىٓ أَن تَكْرَهُوا شَيْـًٔا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ وَعَسٰىٓ أَن تُحِبُّوا شَيْـًٔا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ. [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 216].

ژباړه:

تاسې ته د جنګ امر شوی دى او هغه تاسې ته ناخوښ دى. كېداى شي چې يو شى تاسې ته ناخوښ وي او هماغه ستاسې لپاره ډېر غوره وي؛ او كېداى شي چې تاسې يو شى خوښوئ او هماغه ستاسې لپاره ناخوښ وي. الله پوهېږي، تاسې نه پوهیږئ!

لله الحمد په عربي او عجمي خاورو کې د اسلام رښتیني لارویان د جهاد په مقدسه فریضه بوخت دي او تل یې د اسلام دُښمنانو ته د عبرت تاریخي درسونه ورکړي، چې ځينې یې د بریا تر پولو ورسېدل او ځینې یې نږدې دي. إن شاء الله.

کُفار تل دا هڅه کوي چې په خپلو شومو پلانونو او دسیسو د اسلام د سپیڅلو لارویانو مخه ونیسي چې له دسیسو څخه یې یوه مهمه دسیسه د وخت جوړ شوي داعشي خوارج دي.

لکه څنګه چې په افغانستان کې د امریکایي اشغالګرو د اشغال پر مهال داعش فتنګر د امارت په وړاندې جنګول او د امارت لاسته ورغلې سیمې یې بیرته نیولې، نو همداشان یې نن ورځ په جزیرة العرب کې هم دا لوبه شروع کړې.

لکه څنګه چې د امریکایي اشغالګرو توغ (بیرغ) په افغانستان کې ټیټ شو، همداشان نږدې ده چې په صومالیا کې هم د صلیب بیرغ ټیټ شي. خو دا چې د صلیب بیرغ چېرته په تیتېدو شي، بیا د موساد فتنګره ډله داعش په لویه جګړه لاس پورې کوي او د درواغجن خلِافت تر نامه لاندې د اسلام رښتوني لارویان چې د صلیب په وړاندې په وسله وال جهاد اخته وي، مخه یې نیسي.

لکه څنګه چې څو ورځې مخکې د القاعده څانګې الشباب خبر ورکړی، چې د دوی لاس ته د تازه ورغلیو سیمو باندې داعش خوارجو بریدونه کړي چې د القاعدې څنګې الشباب مجاهدینو ته یې زیانونه او مرګ ژوبله اړولې ده.

دا اول ځل نه ده چې داعش داسې کردار تر سره کوي بلکې داسې رزالتونه یې په افغانستان، عراق، شام او یمن کې هم کړي، تر څو د صلیبي اشغالګرو دسیسې او پلانونه له منځه لاړ نشي.

دا په یاد لرئ! چې داعش هېڅکله نه غواړي چې په منځني ختیځ کې دې د امریکا او بریتانیا د ګټو خِلاف داسې ځواک رامنځته شي چې زیان ورته ورسوي.

دا لوبه اصلاً د اسرائیلو له لوري په اوسط ډول په جزیرة العرب او منځني ختیځ کې څارل او کنټرولیږي.

خو د افسوس ځای دا ده! چې بیا همدا داعش د اُمت د وحدت او خِلافت دعوې هم کوي، خو په ضمن کې د مخلصو جهادپالو مجاهدینو مخه هم نیسي او په وړاندې یې ناحقه جګړه کوي.

(داعش غدر خیانة اجرام دولة النفاق في العراق والشام)

هرماس الافغاني
Exit mobile version