فلسطین او توره!

رفیق

د اسلام او مسلمانانو لومړۍ قبله ازادي نن له عربو او عجمو د وس او طاقت څخه لوړه موضوع ده، ځکه لسیزې کېږي چې د بیت المقدس دننه داسې مقاومت او ځواک راڅرګند شوی، چې د تېر په څېر یهود، صلیبیان، تش په نوم مسلمانان او صهیونیستان سره متحد کېږي. د همدې ځواک او د اقصی ازادۍ د نوم په وړاندې، د تل په څېر د کفر زنګ ګړانګیږي او اواز کوي: چې دوی (فلسطین) او یا موږ وټاکئ.

همدغه اعلان او زنګ تش په نوم مسلمانان دومره مغلوب کړل، چې د غزې د مسلمانانو په وړاندې یې د ټول کفر او باطل د وحشت او ظلم نه یوازې دفاع وکړه، بلکې غندنه یې هم ونه کړه. په غزه کې لوږه او تنده راغله، خو همدغو مسلمانانو نه اوبه ورکړې او نه خوراک، بلکې د اُمت د حق غوښتونکو او مبارزینو ته یې د “دهشتګر” لقب ورکړ.

کله چې د اشغالګرو له لوري اُمت مایوسه شو، یوې داسې اوږدې مبارزې او مقاومت بنسټ کېښودل شو، چې ټول کفر یې د کنټرول او مخنیوي لپاره راووت. غزه یې له خاورو سره خاورې کړه، خو د اُمت دغو مخلصو او مېړنیو مجاهدینو هېڅکله د خپل ژوند ظاهري ستونزې د جګړې او مقاومت خنډ ونه باله، بلکې په خپل جالب مقاومت یې کفار او صهیونیستان دې ته اړ کړل، چې له دوی څخه د خپل امنیت تضمین وغواړي.

دا د فلسطیني مقاومت او جهاد زور بیانوي، چې د تېر په څېر یې د ایماندارو قوت د وخت غلامانو او ایمان پلورونکو ته وښود. موږ د وخت هغه لښکر یو، چې توره مو د ایمان په ځلا د کفر کلا او کمربند ماتوي. نن ځکه د ټول اُمت د تورې لقب فلسطین ته ورکړل شوی او دا د ټول کفر په وړاندې د بیت المقدس، یعنې لومړۍ قبلې، د پور استازولي کوي.

د تاریخ په تسلسل کې اسلامي اُمت هېڅکله د خالد بن ولید او صلاح الدین ایوبي په څېر مېړنیو له شتون څخه بې برخې نه دی پاتې شوی. د شهید یحیی سنوار څخه نیولې تر عزالدین حداد پورې، دا د هغو قربانیو بیا یادونه ده چې نورالدین زنګي پرې ځان نذرانه کړ، خو د اُمت اراده او جذبه یې راویښه کړه. نن د حداد شهادت د تاریخ په اوږدو کې زموږ د قربانیو تکرار دی. همدغه تکرار موږ پیاوړي کوي، او همدغه د قربانیو تسلسل دی چې موږ د صهیونیستانو، یهودو او صلیبیانو په وړاندې متحد او راویښ ساتي.

د شهید عزالدین حداد له صف څخه تلل لویه ضایعه ده، چې موږ یې په تللو د یتیم کېدو احساس کوو، خو هېڅکله به موږ د صهیونیستانو او یهودو په وړاندې تر هغه وخته ورک او ډوب نه شو، تر څو چې بیت المقدس وي. تر هغه وخته به موږ هم وو. همداسې به د شهادت، مېړانې او فداکارۍ تاریخ تکراروو. دا تکرار به موږ ستړي نه کړي، خو ډېر کفار او د باطل لارویان به تر تېغ کړي.

دا د اُمت د مجاهدو لښکرو او صفونو راز دی، چې مجاهدین که څه هم کم شهیدان کېږي، خو کفار او د باطل لارویان داسې له منځه ځي چې د میدانونو تشې ډکوي. د فلسطین جهادي مقاومت به هېڅکله کمزوری او ورک نه شي، ځکه دلته د خالدؓ او صلاح الدین ایوبي په څېر شخصیتونو پلونه او اولادونه زیږېدلي دي. کومه ځمکه چې د اُمت د مېړنیو قدمونه پرې ایښي وي، هلته د مسلمان قوم ورک کېدل ناممکن دي. موږ به هم یو او لومړۍ قبله به هم وي. الله ج دې د شهید عزالدین حداد شهادت قبول کړي.

Exit mobile version