فلسطین؛ نن او پرون

انجینر عمیر

فلسطین يو اسلامي هېواد دی، چې د آسیا لویې وچې په لویدیځ او د مدیترانې په ختیځ کې موقعيت لري.
ختيځ ته اردن، لويديځ ته مدیترانې سمندرګي، شمال او شمال شرق ته سوریې او لبنان او له جنوب نه د مصر ټاپو وزمې او د عقبه خليج احاطه کړی دی.
فلسطین د دې سربېره چې د اسماني دینونو مرکز بلل کېږي، د خپل غوره جغرافیوي موقعیت په درلودلو سره زیات د اهمیت وړ دی، چې دا اهمیت بیا مسجد الاقصی او مسجد الصخرة نور هم لوړ کړی دی.
د حضرت ابراهیم (علیه السلام) د بعثت پر وخت کې وحدانیت یعنې اسماني دین د فلسطین پر ځمکه پرختیا وموندله، او د اسلام د دویم خلیفه پر وخت کې د اسلام مقدس دین د فلسطین مبارکې ځمکې ته ورسېد.
په دې ځمکه کې اکثریت مسلمانان او اقلیت یهود او نصرانیانو هم ژوند کاوو، هغه حقوق چې مسلمانان ترې برخمن وو، دوی هم په کامله توګه ترې برخمن وو.
د عثماني خلافت تر ړنګېدو وروسته پدې خاوره بریتانویان واکمن شول او دا خاوره یې لاندې کړه، هماغه و چې یهودو ته زمینه مساعده شوه او له فلسطینیانو سره په جګړه کې ښکېل شول، او دا جګړه بیا هغه وخت پراخه شوه چې کله په ۱۹۴۷م کال د ملل متحد له لوري فلسطین په دوه دولتونو ووېشل شو، چې یو یې یهودي دولت او بل عربي، داسې چې قدس به نړېوال ښار وي.
دا چې د یهودو له شره اکثره هېوادونه خوندي نه وو، نو اروپايانو د ملل متحد په نوم په یو غشي دوه ښکاره وکړل، داسې چې یو یې د یهودو له شره ځان په امن کې کړ او بل لوري ته یې مسلمانان له یهودو سره په جګړه کې ښکېل کړل.
دا چې د یهودو شر او فساد مسلمانان تر ټولو ښه درک کولای شي، پکار وه چې مسلمانانو په یو صف کې د دوی په مقابل کې مبارزه کړې وای، خو متأسفانه کله چې فلسطينيان د یهودو سره په جګړه کې ښکېل شول، اردن او مصر د فلسطنیانو ځیني ځمکې لاندې کړې.
يهود په جګړه نه خو په نفاق جوړولو، فتنه اچولو کې تر هر چا دمخه دي، که حماس د یهودو پر وړاندې نه وای درېدلای، دا به د عربي هیوادونو لپار غټ سر درد و، د فلسطین په ځانګړي ډول حماس کمزوری کېدل به د عربي هېوادونو لپاره ستر ګواښ شي، عربي هېوادونه به دا هغه وخت محسوسه کړي، چې کله یهود حماس ګوښه کړي، بیا به د عربي هېوادونو لپاره د یهودو مهارول ډېر سخت وي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version