غټ شوې، خو سړی نشوې

د طالبانو د تحریک په اوائلو کې امریکا فکر کاوه چې دا به هم د نورو ډلو په څېر یوه پلان شده ډله وي او په زړه کې یې ګوړې څټلې چې په سیمه کې به یې د نانځکې په ډول ولوبوي، خو له طالبانو سره د روابطو او اړیکو نه وروسته وپوهیدل چې دا وړۍ به شړۍ نشي.
د اسلامي امارت لومړۍ واکمني د امریکا په زړه داغ جوړ کړ، او دې داغ دومره پاړسوب او اوبه وکړې چې نتیجه یې شل کاله مخکې ټولې دنیا په افغانستان کې ولیدله.
په کاغذونو د امریکا لخوا د جوړې شوې نقشې له مخې خو خیال دا کېده چې افغانستان به هغسې شي، څنګه یې چې موږ غواړو، خو د خدای اراده نه وه چې دا د سرو زرو کان دې د امریکا دارو شي، هماغه وو چې په معده یې ودرېد او تروسه له دې درده کړیږي.
شل کاله امریکا په افغانستان کې ټولې هغه برنامې او لارې چارې په کار واچولې چې د دوی په فکر تر کامیابي پورې رسیدلي دي خو الله تعالی یې ناکامي په ازل کې لیکلې وه او له شرموونکي برخلیک سره مخ کیدل.
کله چې امریکا په دوهم ځل بیا وپوهېده او طالبان یې نور هم ښع وپیژندل نو یې د ځان لپاره ښه وبلله چې خبره مېز ته راکش کړي، هماغه وو چې د قطر په دوحه کې یې وروسته له شلو کلونو د خپلې ماتې او د طالبانو په بریا لیک لاسلیک وکړ او په شرمناک ډول له افغانستانه ووتل، الحمدلله.
طبعي خبره ده چې د مات شوي چا د زړه درد و دُک تر وختونو وختونو پورې په زړه پاتې وي، امریکا هم له هماغه طبعي تاو او دُک نه کړیږي، او نه یې پیرزو کیږي چې په افغانستان کې دې داسې یو نظام وي چې هغه دې د نړۍ لپاره له هر اړخه آلګو او مثال شي.
امریکا له خپلو وتلو وروسته دلته د خپلو زیږیدلو فتنو تغذیه کولو ته متوجه شوه، خو د خدای حمد دی چې د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا څوک پرېنښودل شول چې امنیت اخلال او نظام له خنډ سره مخ کړي.
په امریکا ځمکه دومره تنګه شوه چې وس یې په نړیواله سطحه یو خل بیا لابي شروع کړې ده چې ګواکي افغانستان نا امن او د ترهګرو په خوندي ځای بدلیدونکی دی، موږ ورته وایو، امریکا! نور خو باید د افغانستان په اړه پخپله پوهه او حقیقت اعتراف وکړې او له افواهاتو خپرولو نه ډډه وکړې. له حقیقت څخه په تیښته هېڅ نه کیږي، د مشکلاتو حل حقیقتونو ته په تسلیمیدلو کې دی.
آیا دا تېر اختر په افغانستان کې د امن د ثبوت لپاره کافي نه دی؟ که افغانستان د ترهګرو لپاره خوندي ځای دی، نو دا درګرده یې د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا په خال خال ځایونو کې( هغه هم له تاسو راپاتې) وژل د دې ثبوت نه دی چې دلته فتنه ګر په امن نه دي؟ خو موږ پوهیږو چې تاسو دا راپورونه ولې خپروی او ولې له فتنه ګرو سره د ډالرو بنډلونه نیول کیږي، نو ښه به دا وي چې حقائقو ته تسلیم شو، له دې کیسو هېڅ نه جوړیږي، ستاسو هڅې به ناکامه وي اوموږ به بریالي وو، ان شاءالله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version