عثماني امپوراطورۍ ته لنډه کتنه او په پرزولو کې یې د خوارجو رول

عابد احمدزی

د عثماني خلافت تأسیس په کال 1299میلادي کې د عثمان اول له خوا وشو.
د دې خلافت د نظریې رامنځته کیدل داسې وو، چې کله په 1299 میلادي کال «کندز ألب» وفات شو، نو د هغه زوی سلیمان د هغه کورنۍ دجلة ته راوستله او په دجلة کې میشت شول.
دا چې مغولو له ډیر ظلم، زیاتي او زور څخه کار اخیست نو د همدې له امله (عثمان اول) دې ته اړ شو چې د مغولیانو په خلاف عثماني دولت تأسیس کړي. نو د خپلې اسلامي امپوراطوري مرکز یې لومړی د بیلکیک ښار وټاکه.
عثمانیانو د جګړې له لومړي پیل څخه زیاتې لاسته راوړنې ولرلې چې لومړی یې د البزنطيه صلیبي لښکر سره جګړه وه او د بزنطي صلیبیانو ته یې ماتي ورکړه.
له ماتې سره یو ځای عثمان نیول شویو سیمو ته جنګیالي ولیږل او نیول شویو سیمو ته یې امیران وټاکل.
هغه خپل ورور ته د «غندوزبي» او خپل زوی او ورسره اورهان غازي ته یې د «کاراجاحسار» سیمې وسپارلې او تورعوت الب ته یې د « اینجیول» چې د بورصيې په ښار کې یوه سیمه وه، وسپارله چې په هغه وخت کې د عثماني دولت اخیري سرحد هم د اینجیول ښار وو.
بیا په 1302م کال د عثماني دولت لښکرو د کویون په حسار حمله وکړه او دا یې هم ونیوه په 1303 دیارلس سوه دریم میلادي کال یې بیا د ایزونیک ښار محاصره کړ او د «مارمارجیک» تاریخي قلعه یی تر خپل واک لاندې راوستله.
په 1306 کال یې د کیستل تاریخي قلعه ونیوله، همدارنګه د وکتة او اولویات قلعه ګانې یې هم ونیولې دا قلعه ګانې د بورصیې ښار برخې وې او د دې بریدونو پیل د عثماني امپوراطوري ابتدائي مرحلې وې.

عثماني خلافت تر ټولو ستره اسلامي امپراطوري وه که تاریخ ته وکتل شي په اسلامي تاریخ کې تر ټولو ستره اسلامي امپوراطوري د عثماني دولت وه چې نیمه اورپا یې تر اسلامي دولت لاندې راوستې وه او آن تر اندلس چې ننۍ آسپانیا او پرتګال هیوادونه ترې ترکیب شوي، د اورپا په جنوب غرب کې پروت، او بحرمحیط او سپینه بحیره یې سرحدونه دي؛ دا ټول د عثماني امپوراطوري برخې وې چې وروسته د عثماني امپراطورۍ له لاسه ووتې.

د عثماني امپراطوري په زوال کې د خوارجو رول:

ویل کیږي چې د اندلس په ګډون د ګڼو ولایتو، سیمو او په لویه کې د عثماني امپراطوري په زوال کې د خوارجو مرموز او مهم رول وه.
د روایاتو په استناد، د محمدبن عبدالوهاب په مذهبي مشري او د محمد سعود په سیاسي مشري د انګلیس په اشاره دا امپوراطوري له منځه یوړل شوه.
باید وویل شي، چې محمد بن عبدالوهاب زمونږ د فقهې معتبرو علماؤ د خوارجو له مهمو کسانو یاد کړی دی.
د عثماني دولت اخیرنی سلطان محمد السادس ؤ چي مکمل ترتیب یی ذکر کوم نو له اول څخه تر اخیره یی نومونه بغیر د شمارې داسې دي
عثمان بن ارطغرل.← اورخان← . مراد الاول← . بایزید الاول. ← محمدالاول جلبي. ← مراد الثاني.← محمدبن الفاتح.← بایزید ثاني← . سلیم الاول. ← سلیمان القانوني← . سلیم الثاني. ← مرادالثالث. ← محمدالثالث. ← احمدالاول. ← ابراهیم الاول.← محمدالرابع.← احمدالثالث.← محمود الثاني، عبدالحمید الاول .← محمدالسادس.
عثماني دولت له 1299 میلادي څخه تر 1926 م پورې، تقریبا شپږ سوه اوه ویشت (۶۲۷) کاله اسلامي دولت وچلاوو او د نړۍ په کچه یې اسلامي برم لوړ ساتلی وو.

یاد دولت هم د یهودیانو په مالي مرسته د خوارجو له خوا وپرزول شو، مګر نن خوارج دا دعوه کوي چې دوی به اسلامي خلافت قائموي.

خوارجو ته باید وویل شي چې اې د یهودیانو پر پله روانو طواغیتو! له الله تعالی څخه وشرمیږﺉ او د کافرانو د امرونو عملي کولو ته د الله تعالی د اوامرو نوم مه ور کوﺉ.

تاسو لکه څنګه چې د حضرت علي رضی الله تعالی عنه په مقابل کې جګړه وکړه همداسې مو د عثماني دولت په مقابل کې هم توره له خپل نجس کمان څخه را بهر کړه او د مسلمانانو مقابله مو وکړه.

لا هم له خپلې خبیثې مبارزې ستړی نه یاست، لا مو هم افغانستان کې پاتې شوني ملیشې، د قائم شوي اسلامي نظام د جرړو د پریکولو هڅې کوي.

خو نه! اوس مسلمانان ستاسو په شومو اهدافو خبر شوي او هیڅ کله به یې هم تاسو ونه شی غولولای، اوس ستاسو د همیشني زوال شپې او ورځې را لنډې شوې دي ان شاء الله.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version