ظریف: له سوریې او عراقه داعش جنګیالي افغانستان ته لېږدول کیږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي د داعش ډلې جنګیالي له عراق او سوریې افغانستان ته په الوتکو کې لېږل کیږي.

جواد ظریف په اسیا سوسایټي نړیوال فورم کې د خبرو پر مهال ویلي چې په عراق او سوریه کې تر ماتې خوړلو وروسته د اسلامي دولت (داعش ډلې) جنګیالي په الوتکو کې افغانستان ته لېږل کیږي.

 نوموړي ویلي، ”له بده مرغه، موږ له مودې راهیسې همدا وایو خو خلک باور لري چې موږ پروپاګند کوو او دا زموږ د دسیسه يي تیوري تګلاره ده. د عراق او سوریې اسلامي دولت افغانستان ته انتقالیږي.“

د ایران تر څنګ، روسیې هم په وار وار ویلي چې د داعش ډلې جنګیالي په ناپېژانده الوتکو کې افغانستان ته انتقال کیږي او تمویلیږي. خو امریکا دا تورونه رد کړي دي.

څو ورځې وړاندې د انډیا ټایمز په نوم هندۍ رسنۍ په خپل یوه تازه خپاره شوي راپور کې د سرچینو له خولې لیکلي و چې د امریکا پوځ په افغانستان کې له داعش ډلې سره همکاري کوي او په الوتکو کې وسلې ورلېږي.

د یادې رسنۍ په خبره، سرچینې وايي دا چې امریکا او ناټو په بشپړ ډول د افغانستان د فضا واک په لاس کې لري، پر دې یقین پیدا کیږي چې امریکا او ناټو په دې پروازونو کې لاس لري، او یا د دې الوتنو مخه نه نیسي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم امریکا په افغانستان کې د داعش په تقویه کولو تورنه کړې.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version