طالبانو په ننګرهار کې د داعش د بیخ کندي او پای اعلان وکړ

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ننګرهار کې د داعش ډلې د بیخ کندی او ختمیدو اعلان وکړ چې ګواکې د ننګرهار له ټولو سیمو یې د دغې ډلې غړي پسې اخیستي دي.

طالبانو ویلي چې د داعش وسلوالې ډلې د تشهیر، تقویې او اکمال لپاره افغانستان کې میشتو بهرنیانو او د کابل ادارې منظم فعالیت ترسره کاوه، «تر څو د اشغال پر ضد روان مقدس جهاد ورباندې بدنام، مسلمانان ورباندې قتل، مجاهدین ورباندې تضعیف او د فرقوي نزاع اور ورباندې تازه کړي.»

اعلامیه کې راغلي چې د روان کال ستمبر میاشتې په شلم تاریخ یې په ننګرهار کې د داعش وسلوالې ډلې پر وړاندې پریکنده او پراخ عملیات پیل کړل چې دا دی نږدې دوه میاشتې یې واخیستې خو د ننګرهار له ۷ ولسوالیو شیرزاد، خوږیاڼي، پچیراګام، هسکه مینه، کوټ، سپین غر او اچین ولسوالیو څخه یې په بشپړه توګه په شا کړل او تولې سیمې یې ترې ونیولې.

اعلامیه کې راغلی چې په دغو عملیاتو کې د داعش ډلې ۱۹۳ تنه وژل شوي، ۱۳۰ نور یې ټپیان شوي او ۸۵۹ تنه نور د ښځو او ماشومانو په ګډون حکومت سره سره یوځای شول او د حکومت ټانګونه سیمې ته راغلل، د شپې په تیاره کې يې داعشیان او د هغو کورنۍ د دوی له محاصرې څخه وایستې.

طالبانو ویلي چې تر دې وړاندې یې په هلمند، زابل، پکتیکا، غور او جوزجان کې د داعش ډلې ریښې باسلې وې اوس یې په ننګرهار کې له منځه یوړل او ټولې سیمې یې ترې پاکې کړلې.

طالبانو یو ځل بیا حکومت او بهرنیان د داعشیانو په مرسته کې ښکیل بللي او زیاته کړې یې ده چې «د داعشي فتنې په ضد د اسلامي امارت د مجاهدینو عملیات په داسې حال کې ترسره شول چې امریکايي اشغالګرو او د کابل ادارې استخباراتي اونظامي ارګانونو په کلکه له داعش څخه ننګه کوله، د هغو په ګټه يې د اسلامي امارت په مجاهدینو بمونه اورول، د داعش ملیشوته يې وسلې او مهمات رسول او د سختې او محاصرې په وخت کې يې خپلې الوتکې او هلیکوپترې د هغو د نجات لپاره سیموته استولې.»

که څه هم دولت له تیرو څو ورځو راهیسې د داعش په وړاندې د عملیاتو اعلان کوي او هره ورځ د ډلو ډلو داعشیانو ویډیو نشروي چې ګواکې ورته تسلیم شوی دی خو په یوه ویډیو کې ښکاری چې د داعش غړی وایي طالبانو پرې بریدونه پیل کړي وو پاکستان ته هم نه لاړو دا مو وروڼه دی د دوی لور ته راغلو

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version